شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+زموږ د سیرتونو عیبونه | رحمت شاه فراز

زموږ د سیرتونو عیبونه | رحمت شاه فراز

– د محمد محق ضد و نقيض کيسې

– د مولانا وحيد الدين خان علمي ترازو

– د بنده نقد و تحلیل

ما تر دې دمه د سيرت په اړه یوه ليکنه کړې او هلته مې دوو ټکو ته اشاره کړې وه. یوه اشاره دې ته وه، چې د سيرت مطالعه له قرآن او سنت پرته د ګټې په ځای فکري او عقيدوي تاوان پېښوي او خپل دلايل مې هم ورته راوړي وو. بله خبره مې دا کړې وه، چې د نبي کریم ص سیرت یا ژوندلیک د علم التاریخ د میتودونو په اساس نه دی لیکل شوی او لیکل شوي سیرتونه تر ډېره پورې د نبي کریم ص په شخصیت را څرخېږي او ټوله هڅه پکې دا شوې وي، چې پېښې د تاریخي واقعیتونو په ځای په داسې ډول بیان شي، چې د نبي کریم ص د شخصیت تقدس او برتري پکې ثابته شي. په دغو سیرتونو کې عموما د نبي کریم ص یوه داسې څېره انځور شوې، چې معاصر انسان يې په درک او منلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

له دې هېڅ څوک انکار نه شي کولی، چې د ابتدايي سیرتونو لیکوال تاریخپوهان نه وو او د تاریخپوهنې علم د عربو لپاره نوی و او په دې برخه کې شوي کارونه هم تر ډېره بریده د علمي او تاریخي معیارونو په پوره کولو کې پاتې راځي. اصلاً ابتدايي سیرت لیکونکو یوازې له دې سره علاقه لرله، چې د نبي کریم ص ژوند له ابتدا نه تر وفاته پورې را ټول او لیکلی شکل ورکړي. د دې کار لپاره دوی تر ډېره پورې هغه لاره تعقیبوله، چې محدثینو ایجاد کړې وه. له همدې امله لومړنيو سیرت لیکونکو به د سیرت په خوا کې په حدیثو کې هم پیاوړی مقام درلوده. هغسې چې محدثینو د احادیثو په ډګر کې ارزښتناک کارونه هم کړي او ګڼې نیمګړتیاوې هم لري، په همدې ډول د سیرت لیکونکو هڅې هم سره له ډېرو نیمګړتیاوو بې ساری ارزښت لري.

محمد محق په یوه لیکنه کې د علمي او اکاډمیکو روشونو په اساس د سیرت لیکنې په ارزښت خبرې کړې دي. نوموړی په دې اند دی، چې د سیرت لیکنې لپاره پکار ده چې د لرغونپوهنې کافي شواهد را ټول شي، د دې په خوا کې د نورو فرهنګونو او تمدنونو منابع وارزول شي او دا ټول له یو بل سره پرتله شي، تر څو د نبي کریم ص د شخصیت او ژوند په اړه کره او مؤثقو معلوماتو ته ورسېږو. دا خبرې په خپل ځای سمې دي او لرغونپوهنه د تاریخ لیکنې له ماخذونو څخه یو مهم ماخذ دی او په معاصره تاریخ لیکنه کې له لوړ ارزښت څخه برخمنه ده. خو محمد محق په دې لیکنه کې ځینې داسې خبرې هم کړې، چې د یوې پخوانۍ مرکې خبرې یې ورسره ټکر لري. ښاغلی محق، د محمد ابن اسحق سیرت ته په اشارې سره وايي، چې چندان علمي اعتبار نه لري. خو په خپله مرکه کې یې د ابن اسحق سیرت د تاریخ له ډېرو معتبرو کتابونو څخه یاد کړی او تاکید يې کړی، چې لومړني سیرتونه سره له دې چې نیمګړتیاوې لري، په سیرت پوهنه کې خاص ځای لري.

په لیکنه کې يې بله مسئله دا یاده کړې، چې د عیسی ع د پیروانو په ذهن کې د خپل پیغمبر شته تصویر د هغوی لپاره د ایمان او معنویت یوه سرچینه ده، خو مسلمانان چې د خپل ځان لپاره یوه اخلاقي او معنوي الګو نه لري، نو سیرت لیکونکو ته پکار ده چې پیغمبر ع د یوې اخلاقي او معنوي الګو په څېر ورته روښانه کړي. خو په یاده مرکه کې نوموړي د سیرت ارزښت په همدې ټکو کې بیان کړی، چې سیرت مسلمانانو ته د نبي کریم ص یو واضح انځور او د ایمان او اخلاقو لپاره بشپړه اسوه په لاس کې ورکوي. ښاغلی محق خپله لیکنه په دې خبره پای ته رسوي، چې په دې برخه کې له علمي او عقلاني بحثونو ور اخوا، زه له صوفیانه نعتونو او خوش الحانه قوالیو ډېر خوند اخلم. دغسې خبرې د هغه چا له خولې عجبې ښکاري، چې د اکاډميکو اصولو له زاويې د مباحثو په تحليل تأکید لري.

د ښاغلي محق د پرون او نن ورځ په خبرو کې ډېر زیات فرق لیدل کېږي او زه حیرانه یم، چې څرنګه امکان لري، چې پخوا سيرت یو معتبر تاريخي روايت و او تاريخي ارزښت يې درلوده، خو اوس يې نه لري؟ ولې پخوا ابن اسحق يو مورخ و، خو اوس يې سيرت خپل ارزښت له لاسه ورکړی؟ ولې پخوا د مسلمانانو ترمنځ د محمد ص يو روښانه تصوير و، خو اوس هغسې روښانه تصوير نه ترې لري، چې د عيسی ع په اړه موجود دی؟ ولې د سیرت پخوا اهميت او ارزښت واضح و، خو نن ورځ د صوفيانو ترانې او نعتونه ترې بهتر شول؟ او په تاريخي واقعيتونو کې د اختلاف شتون څرنګه په دې دلالت کولی شي چې په ټولو سيرتونو د بطلان کرښه را تېره کړو او له صوفيانه ترانو هم ټيټه درجه ورکړو؟ ښاغلی محق په دې لیکنه کې ډېر ټینګار په باستانشناسي کوي او د ځینو داسې پېښو په اړه يې هم شکونه ښودلي دي، چې په قرآن کریم کې يې څرګند وضاحتونه راغلي دي. حال دا چې په خپله مرکه کې يې قرآن کریم د سیرت تر ټولو بهترینه سرچینه ګڼلې وه. خو د ښاغلي محق علمي سابقې ته په کتو به داسې وګڼو چې اوس به يې پوهه زياته شوې او خپل پخواني نظرونه به يې تجديد کړي وي.

د سیرت لیکنې په ډګر کې تر ټولو نوي او منطقي بحثونه مولانا وحید الدین خان په خپل کتاب «مطالعه سیرت» کې کړي دي. نوموړی لیکي چې د مسلمانانو زیاتره سیرتونه د تقدس له زاویې لیکل شوي دي، چې دغه روش به عقیدتمندانه تګلاره وي، مګر له علمي پلوه دغسې سیرتونه ډېر ارزښت نه لري. د مولانا په اند مسلمانو سیرت لیکونکو ډېری سیرتونه د دنیوي او اخروي سعادت او د نبي کریم ص د شفاعت په تمه لیکلي، چې د دغه میتود سکه په علمي بازار کې هېڅ نرخ نه لري.

مولانا لیکي، چې مسلمان تاریخ لیکونکي عموما د جاهلیت د زمانې عرب له اخلاقي اړخه ډېر پست او لوېدلي معرفي کوي او د دې دور ډېر تیاره انځور وړاندې کوي او یوازینی هدف یې دا وي، چې په دې سره د نبي کریم ص بعثت یوه لویه کارنامه وښيي. حال دا چې د قرآن کریم له مخې نبي کریم ص په بهترینو خلکو کې راغلی و او پخپله نبي کریم ص به هم د دې خبرې یادونه کوله. مسلمان سیرت لیکونکي د عربو په اړه لیکي، چې عربو به خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، مګر واقعیت دا دی چې دا وحشت یوازې په ځینو نېستمنو قبایلو کې و. یا دا چې ځینو سردارانو به ډېر شمېر ښځې ساتلې، مګر دې دود ته هم یوازې عربو سردارانو د دښمنیو د ختمولو په خاطر غاړه ایښې وه، په عامو عربو کې د زیاتو مېرمنو رواج نه و.

زما په ګومان مولانا دغه خبره د وروستنیو سیرتونو له مخې کړې، په دې چې د ابن اسحاق، ابن هشام او طبقات ابن سعد په تاریخونو کې د عربو د اخلاقي وضعیت په اړه ډېر څه نه مومو. تر دې پورې چې مولانا اکبر شاه نجیب ابادي په خپل مشهور کتاب «د اسلام تاریخ» کې (د عربو اخلاقي حالت) تر عنوان لاندې لیکي، چې دا معلومه نه ده، چې د بائده عربو اخلاقي حالت د خپلو هم‎مهاله قومونو په پرتله څه ډول و.

د پورتنیو خبرو له مخې دا خبره کولی شو، چې په مسلمانانو کې د سیرت لیکنې علم د ودې او ارتقا په ځای د زوال او ځوړتیا سفر وهلی دی. زموږ ډېری وروستني سیرتونه د ابتدايي تاریخونو لپاره تفصیلي، تشریحي او تکمیلي ارزښت لري او علمي او تحقیقي معیارونه يې نه دي لوړ شوي. ان تر نن ورځې پورې موږ په خپلو سیرتونو کې د جاهلیت د زمانې عرب تر وحشيانو هم بدتر معرفي کوو او ډېر ټینګار د نبي کریم ص پر غزواتو او جنګونو کوو او له سیرت سره زموږ دا چلند دومره پخوانی او ژور دی، چې زیاترو پخوانیو کتابونو ته به د مغازي کلمه کارېدله. حال دا چې نبي کریم ص سوله خوښی انسان و.

له دې سره به هېڅ دیني عالم او سیرت پوه مخالفت ونه کړي، چې د سیرت لپاره تر ټولو بهترینه سرچینه قرآن کریم دی. خو زموږ ډېری سیرتونه د پیغمبر علیه السلام په ژوند کې د پېښو تر شا په زماني او مکاني علتونو بحثونه کوي، مګر د دین او نبوت په عمومي چارچوب کې د غزواتو او نورو پېښو په اړه د قرآن استدلال او الهي منشاء نه بیانېږي. د علمي میتودونو په خلاف، د عقیدت، تقدس او د برترۍ د اثبات لپاره لیکل شويو همدغسې سیرتونو نبي کریم ص د نړۍ لپاره نن ورځ په یوه جنګ سالار بدل کړی دی. خو پوښتنه دا ده چې نړۍ به د یوه جنګ سالار غږ ته لبیک ووايي او که نه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب