Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ایران د درملو د تولید برخه کې همکاري پراخوي

افغانستان او ایران د درملو د تولید برخه کې همکاري پراخوي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) د طالبانو ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال سره کتلي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د ایران روغتیا وزارت مرستیال له قوله لیکلي، ایران چمتو دی له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي برخه کې خپله همکاري د اوږدمهال لپاره پراخې کړي.

اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې په یادو برخو کې به د طالبانو اړوندې ادارې پوره همکاري او ګډ کار وکړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، کابو میاشت کېږي له پاکستان سره د افغانستان هر ډول سوداګري په ځانګړي ډول د درملو صادرات بشپړ بند شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ازبکستان کرنې وزارت مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ د یاد هېواد خصوصي سکټور د استازو راغلي پلاوي د افغانستان کرنیزو متشبثینو او خصوصي سکټور سره څو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.

دغه قراردادونه د خوراکي توکو صادراتو او وارداتو برخه کې د همکاریو پراختیا چې سابه، غوښه او نور خوارکي توکي شامل دي لاسلیک شوي.

د هوکړو له مخې دواړه لوريو ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د نافذه اصولو او مقرراتو سره سم به خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې او صادراتي او وارداتي توکو لېږد رالېږد پروسه به لا پیاوړې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...