ژباړه: پروین ملال
نارینه له دې څخه زیات هیڅ نه غوښتل:
یو کور
اولادونه
او داسي میرمن
چې له ده سره مینه ولري
خو، یوه ورځ چې له خوب څخه
راویښ شو
پوه شو چې روح یې
زړښت وهلی
ښځې له دې څخه زیات
هیڅ نه غوښتل:
یو کور
اولادونه
او داسي میړه چې له دې سره مینه وکړي
یوه ورځ له خوب څخه راویښه شوه
وپوهیده چې روح یې
کړکۍ پرانیستلي
اوتښتیدلی دي
******
لګه د مالګې دانې
وځلیدل
وروسته اوبه شول
او دغه ډول ورک شول
هغه څو نارینه
چې پر ما میینان وه
******
دروازه ټکیږي
څوک دي؟
د یوازیتوب دوړې او خاورې
جارو کوم
د ټغر د څوکې لاندې
موسکا رااخلم
پر څیره یې ږدم
او،
دروازه خلاصوم .
****
مار به مړ شي
که یې زما دردونه
وچیچل
*****
سترګې مې لار څارې
د چا؟
د نارینه
چې ګل راته راوړي
او خوږې خبرې
هغه نارینه چې ماته ګوري
او پوهیږې
زما سره خبرې کوي
اوغوږ راته نیسي
هغه نارینه چې زما دپاره ژاړي
زما زړه باندې خوږیږې
راباندې ګران دی
او پر میینه کیږم
*****
ته، ما پریږدې
په بر بنډ حریر کې به مې
څوک وویني؟
هغه حریر
چې زما د ریښتینې ښایست
څخه زیږیدلی دی
****
خپل کالي لټوم
چې پټه مې کړي
په چوپتیا کې
د خپل لذت اوښکې
راټولوم
هرهغه شی
چې زما د راتګ شهادت ورکوي
د مینځه وړم
دا دی ځمه
ته داسي بیده يې
لکه مړی
زما تګ به ونه وینې