پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههسپانیايي څېړونکي وايي، د پانقراس سرطان درملنه یې موندلې

هسپانیايي څېړونکي وايي، د پانقراس سرطان درملنه یې موندلې

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) د هسپانیا کې په مادرید کې د یوې نوې ساینسي څېړنې له مخې ادعا شوې چې د درې بېلابېلو درملنو پر بنسټ ګډه (ترکیبي) درملنه د دې سبب شوې چې د موږکانو د پانقراس د سرطان ټیومرونه (تومرونه) په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

دا څېړنه د هسپانیا د سرطان د څېړنې د ملي مرکز (CNIO) متخصصیانو کړې او پایلې یې په معتبر ساینسي ژورنال PNAS کې خپرې شوې دي.

د متخصصانو په وینا، د پانقراس سرطان د نړۍ له تر ټولو خطرناکو سرطانونو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو فیصدي پکې ډېره ټیټه ده. د دې یوه لویه وجه دا ده چې دا سرطان ډېر ژر د درملنې پر وړاندې مقاومت پیدا کوي. په څېړنه کې ویل شوي چې ساینسپوهانو د KRAS په نوم آنکوجین د مالیکولي لارې درې بېلابېلې برخې په یو وخت په نښه کړې، چې پایله کې یې د اوږدې مودې لپاره د ټیومر په اندازه کې څرګند کمښت ولیدل شو.

عموماً که د سرطان لپاره یوازې یو درمل یا یوازې یو لوری (هدف) وکارول شي، د سرطان حجرې ډېر ژر ځان عیاروي او مقاومت پیدا کوي، یعنې درمل نور پرې اغېز نه کوي.

خو په دې څېړنه کې ساینسپوهانو درې بېلابېل لارې/هدفونه په یو وخت په نښه کړل (د درې درملو ګډ استعمال په وسیله). نو د سرطان حجرو ته دا چانس ور نه کړل شو چې ځان عیار کړي او د درملو پر ضد مقاومت جوړ کړي.

د څېړنې پر مهال یو ازمیښتي د KRAS مخنیوونکی یا دفع کوونکی درمل، د سږو د سرطان لپاره له مخکې څخه تجویز شوی درمل، او یو داسې درمل چې ځانګړی پروتین له منځه وړي، یوځای وکارول شول. د دې ترکیب په پایله کې په درې بېلابېلو حیواني ماډلونو کې پرته له جدي جانبي عوارضو ټیومرونه له منځه ولاړل.

د شمېرو له مخې، په هسپانیا کې هر کال د دې ډول سرطان تر ۱۰ زره زیاتې نوي پېښې ثبتېږي، په داسې حال کې چې د دې سرطان په نتیجه کې دتر پنځو کلونو زیات د ژوندي پاتې کېدو اندازه له ۱۰ سلنې څخه هم کمه ده.

که څه هم دا ساینسي پرمختګ د سرطان پر ضد په مبارزه کې یو مهم پړاو بلل کېږي، خو څېړونکو د احتیاط سپارښتنه هم کړې ده. دوی وایي چې دا مهال لا ممکنه نه ده چې پر انسانانو د دې درې‌ګونې درملنې کلینیکي ازموینه پیل کړي، ځکه چې د ناروغانو لپاره د دې درملیز ترکیب خوندي او اغېزمن کول یو پېچلی بهیر دی.

متخصصان هیله لري چې دا څېړنه به په راتلونکي کې د کلینیکي ازموینو لوری وټاکي او د پانقراس سرطان د نوو درملنو لپاره بنسټ جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...