Homeخبرونهافغان فوټسال ملي لوبډلې، مالېزیا ته ۰ - ۷ ماتې ورکړه

افغان فوټسال ملي لوبډلې، مالېزیا ته ۰ – ۷ ماتې ورکړه

تاند ( جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠٢٦ اسیا ملتونو جام سیالیو په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ٧ – ٠ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه.

دغه سیالي د اندونیزیا په کوربه‌توب په جاکارتا ښار کې روانې دي.

په دې لوبو کې ١٦ هېوادونو ګډون کړی او د روانې میلادي میاشتې پر ٢٧مه پیل او د فبروري تر ٧مې به دوام وکړي.

افغانستان په D ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره سیالۍ کوي.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه( د سلواغې، ١٢مه) له ایران سره ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...