Homeسپورتد افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې آیرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې آیرلنډ ته ماتې ورکړه

تاند (جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه) له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د نړیوال جام سیالیو په دوهم پړاو کې افغانستان نن له ایرلنډ ته په لوی توپیر؛ ۱۹۱ منډو ماته ورکړه او د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.

دا سیالۍ د زیمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.

په دې سیالي کې د افغانستان لپاره فیصل شینوزاده تر ټولو ښه بیټنګ وکړ. ده ۱۴۲ توپونو ۱۶۳ منډې وکړې چې په دې ټورنمنټ کې یو ریکارډ و. همداراز محبوب خان ۸۹ منډې وکړې. د دوی ښه توپ وهنه سبب شوه چې افغانستان سیالې لوبډلې ته لوړ هدف یعني ۳۱۶ منډې وټاکي.

د آیرلنډ ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۱۲۴ منډې کړې وې.

تېز بالر عبدالعزیز او ورو توپ اچوونکي عقیل خان هر یوه د آیرلنډ ۳ – ۳ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د دې پړاو لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...