پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغانستان ایرلنډ ته په ماتې ورکولو نیمه...

د ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغانستان ایرلنډ ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته ووته

تاند (جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه) د افغانستان له نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام شپږ غوره لوبډلو پړاو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

په دې ماتې سره افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې افغان تنکیو ځوانانو خپل ایرلنډي همځولو ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.‌

افغان لوبډلې د ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه. فیصل خان شینوزاده په ۱۴۲ توپونو له څه باندې ۱۱۴ سټرایک رېټ سره ۱۶۳ منډې وکړې،  ۱۸ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ووهله. لوبډلمشر محبوب خان هم د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۸۹ چټکې منډې وکړې او وروستي اوور کې وسوزېد.

محبوب خان او فیصل شینوزاده د افغانستان له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلې لپاره توپوهنه کې د اوږدې ملګرتیا نوی ریکارډ هم جوړ کړ.

دوی دواړو په ۱۵۷ توپونو د ۱۸۸ منډو ملګرتیا وکړه.

ایرلنډ تاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۲۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...