تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) د روسیې د دولتي خبري اژانس، تاس د راپور له مخې، د اریانا افغان هوايي شرکت تر څنګ به کام اییر هوايی شکرت هم د مسکو او کابل ترمنځ هم الوتنې پیل کړي.
په مسکو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر ګل حسن، د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» ته ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به د مستقیمو الوتنو شمېر زیات شي.
نوموړي وویل چې د آریانا افغان هوايي شرکت د اوونیزې الوتنې ترڅنګ، په نژدې راتلونکي کې به د کامایر هوايي شرکت د کابل–مسکو ترمنځ مستقیمې الوتنې پيل شي.
هغه وویل: «د آریانا افغان هوايي شرکت په تېرو څلورو کلونو کې هره اوونۍ د افغانستان او روسیې ترمنځ یوه مستقیمه الوتنه لرله. دا مهال د کامایر هوايي شرکت له خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پيل لپاره چارې روانې دي.»
نوموړي زیاته کړه: «د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ د متقابلو سفرونو د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي، چې دا به د الوتنو د شمېر د زیاتوالي سبب شي.»
ګل حسن د روان کال د سرطان په میاشت کې مسکو ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د سفیر په توګه خپله دنده پيل کړه.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.
ازیانا افغان هوايی شرکت د خپلو فعالیتونو د زیاتولو لپاره په وروستیو کې له دوو اروپايي هیوادونو د خپلو الوتکو لپاره دوه انجنونه رانیول.