Homeخبرونهیوې زلزلې جلال اباد او شاوخوا سیمې ولړزولې

یوې زلزلې جلال اباد او شاوخوا سیمې ولړزولې

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۴ و، نن شپه د افغانستان ختیځ لایتونه ولړزول.

د دې زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د ختیځ په ۱۴ کیلومترۍ کې و.

د جرمني د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور له مخې، زلزله له نیمايي شپې ۶ دقیقې وروسته (۱۲بحې او ۶ دقیقې) وشوه.

د دې زلزلې د مرکز د ژوروالي په اړه لا څه نه دي ویل شوي خو اټکل کېږي چې ډېر ژور نه و.

هغه زلزلې چې مرکز یې ډېر ژور نه وي، عموماً خطرناکې وي.

تېر کال څو پر له پسې زلزلو، چې شدت یې زیات او ژوروالی یې کم و، د افغانستان ختیځ ولایتونه په تیره بیا کونړ سخت ویجاړ کړ.

لا هم د تېر کال اکثره زلزله ځپلي بې کوره دي او د ژمي په سختو شپو ورځو کې له کړاوونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...