تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه) روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن ټاس نړیوال خبري اژانس ته ویلي چې، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان (S.C.O) کتونکی غړی دی او چمتو دی چې، خپل فعالیت بیرته په کې پیل کړي.
حسن په دې اړه د دغه اژانس یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې، کابل غواړي په یاد سازمان کې خپل ګډون بیرته پیل او په راتلونکو غونډو کې استازی ور وبلل شي.
د طالبانو د سفیر ګل حسن په وینا، د چین او روسیې په ګډون د دغه سازمان نور غړي هم دې پایلې ته رسېدلي چې، افغانستان باید بیرته په دغه سازمان کې خپل فعالیت پیل کړي.
یاد سازمان له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسي فعالیت کوي او افغانستان یې له ۲۰۱۲ زېږدیز کال راهیسې کتونکی غړی دی؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدلو را په دېخوا په دغه سازمان کې د افغانستان استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.