د غاښو د پاکوالي لپاره د غاښو کریم په استعمال خو هر عام او خاص خلک خبر دي، چې کریم هم غاښونه پاکوي او هم یې له ناروغیو او درده ساتي. خو له دې به نه یئ خبر چې د غاښو کریم د مخ دانې ختموي، د لاسونو بوی ورکوي او نور هغه کارونه کوي چې په اورېدو به یې هک پک شئ.
د غاښو کریم حیرانوکې اغېزې
د لاسونو بوی ورکوي
د هوږې یا پیاز د پرې کولو وروسته که لاسونه ومینځل شي، بیا هم لاسونه بوی کوي او آن تر دې چې صابون هم د پیازو او هوږې د بوی په ورکولو کې زور نه رسېږي، خو که لږه اندازه د غاښو کریم په لاسونو وموښل شي او بیا ومینځل شي، د لاسونو بوی به ډېر ژر ورسره ورک شي.
زیورات (سره او سپین زر) پاکوي
د دې پر ځای چې د سپینو یا سرو زرو د پاکولو لپاره زرګر ته ورشئ او ډېرې پیسې ورکړئ، یو لنډ کار وکړئ او د غاښو کریم یو ځل وازمویئ. بس د غاښو کریم لږه اندازه د زیوراتو پر پاسه ولګوئ، د ګوتو په څوکو یې وموښئ او بیا یې په رخت (تکه) صاف کړئ، ګورئ چې د غاښو کریم څه کوي؟!
له دیوالونو رنګونه او خطونه ایسته کوي
ماشومان خو ګلان دي، خو په شوخۍ کې بیا له چا کم نه دي. ماشومانو د نورو شوخیو سربېره په دیوالونو د خطونو لیکلو او رسمونو اچولو ډېر شوقیان وي، چې مېندې یې بیا په صفا کولو کې له ستر چلنج سره مخ وي. که مېندې دغه خطونه او رسمونه پاکوي، نو د غاښو کریم سخت کار ورکوي. بس دومره تکلیف دې وکړي چې د غاښونو کریم لږ په رخت باندې واچوي او بیا دې داغ شوي ځایونه پرې پاک کړي، په ثانیو کې به ډېر فرق وویني.
د عینکو پاکول
عینکې د ډېر استعمال سره خیرې نیسي او ناپاکه کېږي، چې د پاکوالي لپاره یې اوبه هم بیا کار نه ورکوي، خو غاښو کریم بیا هغه څه چې نور یې له کولو عاجز شي، سرته رسوي. بس لږه اندازه د غاښو کریم د عینکو په شیشو واچوئ او په لوند رخت باندې عینکې پاکې کړئ، عینکې به مو نوې او جدیدې شي.
د مخ دانې او داغونه ورکوي
که څه هم د دې اورېدل حیرانوونکي دي، خو حقیقت دا دی چې د غاښو کریم استعمال د مخ دانې او داغونو په ورکولو کې مهم رول لوبوي. لږه اندازه د غاښو کریم د مخ په هغه برخه چېرې چې دانې دي، ولګوئ او بیا یې پاک کړئ. تر پاکولو وروسته به د غاښو کریم اثر ډېر ژر وګورئ.
د نوکانو ساتنه کوي
نوکان هم لکه غاښونه ډېرې ساتنې ته اړتیا لري. د غاښو کریم د غاښو سربېره نوکان هم روغ او رمټ ساتي. که خپل نوکان هره ورځ د غاښو په کریم ومینځئ، نو یو خو به مو نوکان پاک، سوتره او ځلېدونکي وي او بل پلو به مو نوکان ښه ښایسته، روغ او رمټ وي.
د ماشومانو د بوتلونو بوی ورکوي
د ماشومانو بوتلونه اکثره بدبويي پیدا کوي چې د دغه بدبويي د ختمولو لپاره د عامو لوښو صابون او یا نور کیمیاوي مواد هم ګټه نه کوي. په داسې حالاتو کې که د غاښو کریم استعمال شي، نو کافي فایده کوي او دغه بدبويي په اسانۍ سره ورکوي.
د ګیلاسونو پاتې شوې دایروي نښې پاکوي
یو بل کار چې د غاښو کریم یې په ډېره مؤثره طریقه سره کوي، هغه د لرګیو یا شیشو د مېزونو څخه د یخو اوبو د ګیلاسونو او یا هم د چایو د پیالو او نورو څخه پاتې شوې دایروي نښې پاکول دي. دا نښې پاکول ډېر ستونزمن وي، خو غاښو کریم دا کار بیا په اسانۍ سره کوي.
د غالۍ (قالینې) او فرشونو داغونه پاکوي
غالۍ یا قالینې یا فرشونه چې یو ځل داغمن شي، بیا یې پاکول ډېر ستونزمن وي، خو دا کار هم د غاښونو کریم په ډېره اسانۍ سره کوي. بس دومره وکړئ چې د غاښو کریم په داغ شوي ځای واچوئ او بیا یې په رومال یا لاسپاک باندې پاک کړئ، د قالینې داغ به مو داسې په اسانۍ سره پاک شي چې تاسو به خپله ورته هک پک شئ.
د شیشو دروازې پاکوي او ځلوي
که مو په کور کې د شیشو دروازې وي، نو لیدلي به مو وي چې که لاس پرې ولګېږي، چاپ پرې پاتې کېږي او ژر خیرېږي، او بیا ډېرې بدې ښکاري. خو د غاښو کریم پر مټ کولای شئ چې شیشې نه یوازې پاکې کړئ، بلکې داسې یې وځلوئ چې د لیدونکو سترګې پرې وبرېښي.
د سوځېدنې اراموونکی
که د بدن کوم ځای مو په اور او یا په ګرمو اوبو سوځېدلی وي، کولای شئ د غاښو کریم پرې ووهئ تر څو ډاکټر یا روغتون ته ولاړ شئ؛ درد به مو یو څه ارام کړي.