Homeخبرونهمالیې وزارت، د نقلیه وسایطو د باقیاتو د معافیت موده راتلونکي کال...

مالیې وزارت، د نقلیه وسایطو د باقیاتو د معافیت موده راتلونکي کال ته وغځوله

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت خبر ورکړی چې، د ریاست الوزرا د حکم له مخې یې د ټولو نقلیه وسایطو د مالیاتي، ټرانسپورټي، ښاروالۍ او ترافیکو د مالیاتو د معافیت موده د راتلونکي ۱۴۰۵ لمریز کال د ۱۰مې میاشتې تر ۲۳مې نېټې غځولې ده.

دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ۱۳۹۴ کال تر پای پورې باقي موترو ته یې ۹۰ سلنه معافیت تمدید کړی دی.

دغه راز، له ۱۳۹۵- ۹۷ پورې وسایطو ته یې ۸۰ سلنه او له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۱ لمریز کال پورې باقي لرونکو وسایطو ته یې ۷۰ سلنه معافیت تمدید کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دا د یادو کلونو د باقي وسایطو له پاره یو فرصت دی او باید ترې ګټه واخيستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...