Homeخبرونهپاکستان کې د اقتصادي بحران زیاتېدل؛ اوس یې سبزیجات د حیواناتو خوراک...

پاکستان کې د اقتصادي بحران زیاتېدل؛ اوس یې سبزیجات د حیواناتو خوراک دي

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه) ‏پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د کچالو د صادراتو درېدو وروسته خلک او بزګران یې اړ شوي چې، دغه محصول د حېواناتو د خوراک په توګه استفاده کړي.

پاکستانی ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، بازار ته د غوښتنې په پرتله زیات کچالو وړاندې شوي او بیه یې ډېره زیاته رالویدلې ده.

د معلوماتو له مخې پاکستان کې د کچالو بحران د یاد محصول زیات تولید او افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره نور هم زیات شوی دی.

د مالوماتو له مخې پاکستان کې د کچالو تولید میزان ۱۲میلیون ټنه ته پورته شوی.

افغانستان ته یې د صادرېدو بندېدو وروسته د دې محصول زیاته برخه په کورنیو بازارونو کې پاتې ده او دغه موضوع بازار کې د کچالو د بیو راټيدو لامل شوې ده.

بل‌ لورته د پاکستان اقتصادي شنونکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، افغانستان سره د سوداګریزو لارو خلاصېدل به د دې ستونزې یوه برخه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...