تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل چې په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې روان بدلونونه د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) لپاره تر ټولو مهمې اندېښنې دي.
ګډ امنیتي تړون یو سیمهییز پوځي ائتلاف دی چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان پکې غړیتوب لري.
لاوروف دا څرګندونې په مسکو کې د یاد سازمان له سرمنشي تالاتبېک مسادیکوف سره د کتنې په ترڅ کې وکړې او د سیمې امنیتي ننګونې یې «مرکزي» وبللې.
هغه وویل: «هغه ستونزې چې دا مهال د ګډ امنیتي تړون لپاره تر ټولو مهمې دي، نوې ننګونې او ګواښونه دي. زه د منځنۍ اسیا سیمې د ګډ امنیت وضعیت ته اشاره کوم، او همداراز هر هغه څه ته چې په افغانستان کې روان دي.»
لاوروف مسادیکوف د منځنۍ اسیا د امنیت له مخکښو کارپوهانو څخه وباله او ویې ویل چې د هغه تجربه کولی شي همغږي پیاوړې کړي او د «ټولو متحدو اقداماتو اغېزمنتوب» لوړ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ناسته «عملي ارزښت» لري، او یادونه یې وکړه چې دا مهال روسیه د ګډ امنیتي تړون سازمان د ګډې امنیتي شورا دورهيي مشري پر غاړه لري.
لاوروف وویل: «موږ چمتو یوو چې له تاسو او ستاسو د دارالانشا له کارکوونکو سره نژدې همکاري وکړو، هغه دارالانشا چې دا مهال یې د اصلاحاتو او ښهوالي په اړه هم خبرې روانې دي، لکه زموږ ټول متحد چوکاټ.»
د ناټو په څېر، ګډ امنیتي تړون سازمان هم پر دې اصل ولاړ دی چې پر یوه غړي برید، پر ټولو غړو برید بلل کېږي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، سره له دې چې په افغانستان کې کورنی ثبات راغلی، خو افغانستان لا هم له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او امنیتي او سرحدي ګواښونه پکې دوام لري.