پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه کابل کې د دودیز طب پوهنځی جوړېږي

په کابل کې د دودیز طب پوهنځی جوړېږي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې هبت‌الله اخندزاده په یوه فرمان کې د کابل د طبي علومو پوهنتون په چوکاټ کې د «نبوي دودیز طب» د پوهنځي د تاسیس منظوري ورکړې ده.

د یاد وزارت په وینا، د نبوي دودیز طب پوهنځی «د دودیز طب په برخه کې د علمي، تعلیمي او څېړنیزو اړتیاوو د پوره کولو په هدف جوړ شوی او ورسره سم یې اداري او تعلیمي تشکیلات هم منظور شوي دي.»

دودیز طب په افغانستان کې په تېرو لسیزو کې په پراخه کچه، خو تر ډېره په غیررسمي بڼه او له معیاري چوکاټونو پرته رواج درلودلی دی.

افغانستان ډېر طبي بوټي لري او هند ته ډېر دا ډول بوټي صادروي نو په هیواد کې په دې برخه کې د پوهنځي جوړېدا مثبت ګام دی.

طالبانو په هند کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د دوهم نړیوال کنفرانس پر مهال د دودیز طب د منظمولو، تنظیم او معیاري کولو د هڅو یادونه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دې بهیر موخه دا ده چې د افغانستان دودیز طب له نړیوالو منل شوو معیارونو سره همغږی شي او د هېواد په روغتیایي نظام کې په منظم او رسمي ډول وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...