Homeخبرونهننګرهار: یوې مور په یوځل ۴ ماشومان زېږولي او د ټولو روغتیا...

ننګرهار: یوې مور په یوځل ۴ ماشومان زېږولي او د ټولو روغتیا د ډاډ وړ ده

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه) د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند، بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون کې یوې مور څلور ماشومان په یوځل زېږولي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې په زېږېدلو ماشومانو کې درې هلکان او یوه نجلۍ شامل دي، چې ټول یې د روغتیا له پلوه په ښه حالت کې دي.

دا ډول زېږونونه کم‌ساري بلل کېږي او د روغتیايي کارکوونکو ځانګړې پاملرنه غواړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، د یادې مور زېږون د مسلکي ډاکټرانو او نرسانو تر څار لاندې ترسره شوی او د زېږون پر مهال هېڅ ډول جدي ستونزه نه ده رامنځته شوې.

د روغتون مسؤلانو زیاته کړې، دا مهال مور او ماشومان د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون کې بستر دي او تر دوامدارې طبي څارنې لاندې ساتل کېږي، تر څو د هغوی روغتیايي وضعیت لا هم ثابت پاتې شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ډاډ ورکوي چې، د مور او ماشوم د روغتیا ساتنې په برخه کې به خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...