تاند- له نن څخه ۴۹ کاله پخوا د ۱۹۷۵ د فبرورۍ په ۳ مه د مصر او منځني ختیځ تر ټولو مشهوره سندرغاړې ام کلثوم په قاهره کې مړه شوه.
ام کلثوم د ۱۹۰۴ د مې په ۴ مه په قاره کې زېږېدلې او نیمه پېړۍ یې په درسته عربي نړۍ، له مراکشه رانیولې تر خلیجه پورې د خپل جادويي ږغ او هنر په وسیله د ملیونونو انسانانو پر زړونو پاچاهي کړې ده.
د دې پلار د یوه کلي ملاامام و چې په ودونو او رخصتیو کې به یې مذهبي سندرې ویلې. ام کلثوم له خپل پلاره سندرې زده کړې او کله چې د دې پلار د خپلې لور د ږغ پر قوت او اغېز پوی شو، دا به یې له ځان سره ګرځوله خو د هلکانو جامې به یې وراغوستلې چې د خلکو له پېغورونو په امان وي.
ام کلثوم د مصر د دلتا په کلیو او ښارګیو کې د ښه ږغ او ښو سندرو د ویلو په خاطر ښه شهرت ترلاسه کړ. خو کله چې بلوغ ته ورسېده، په کورنو کې یې سندرې ویلې.
د ۱۹۲۳ م کال شاوخوا وختونه وو چې د دې کورنۍ قاهرې ته ولېږدېده، چې د تفریح او موسیقۍ د ازادۍ ترڅنګ ګڼې رسنۍ پکې وې.
دې هلته موسیقي او ادبیات ولوستل. په قاهره کې به شتمنو کورنیو د سندرو لپاره بلنه ورکوله. دې ژر نوم وایست او نه یوازې یې په کورنو کې بلکې په په تیاترونو او نندارو کې هم سندرې ویلې.
تر ۱۹۲۰ لسیزې پورې یې لومړنۍ ثبت شوې سندرې راووتې. دې دا سندرې د موسیقي له پرمختللیو آلو سره د لوړې کچې په کمپوزونو وویلې. نور یې بازاري یا د ټیټې سویې سندرې چې د عوامو خوښېدې نه ویلې بلکې د لوړې سویې هنر ته یې مخه کړه. د ۱۹۲۰ لسیزې تر پایه دا د مصر پر یوې تر ټولو ښې سندرغاړې، چې له دې درکه به یې تر ټولو ډېره حق الزحمه اخیسته، بدله شوه.
تلویزیونونو، راډیوګانو او فلمونو ته وبلل شوه. په ۱۹۳۶ کې یې په لومړني فلم کې کار وکړ چې ویداد نومېده.
خو صحي حالت تر ډېره د دې د هنر مخه نیوله. د ۱۹۴۰ مې لسیزې په وروستیو او د پنځوسمې لسیزې په لومړیو کې یې د روغتیايی ستونزو له کبله ډېر هنري کار نه شوای کولی.
دا یو ځل اروپا او امریکا ته د درملنې لپاره هم لاړه. سترګې یې هم ډېرې کمزورې وې او له همدې کبله به یې اکثر وخت عینکې په سترګو کولې.
ام ګلثوم د یو ډیر لوی دینی عالم لور وه. د ژوند په اخره کی یی د مصر تر ټولو لویه دولتی مډال او جایزه ترلاسهه کړه
د ام ګلثوم د ژوند ډیره برخه او د مصریانو علاقه له هنر او ادب سره او د مصر له تاریخ سره د ګلثوم بی بی دعلاقی او د
هغی د مطالعی په هکله چی دهغی د ژوند مهمه برخه ده څه ندی را غلی یعنی دغه معرفی نیمګړی ده که ژوند و په
یوه بله لیکنه کی به پوره شی درناوی. خصوصاً د هغی د پلار دینی دریځ به ولیکل شی چی په احادیثو ،فقه او د قران عظیم الشان
په برخه کی ی څومره علم درلود.
مصری تاریخ او فرهنګ د سختی پاملرنی وړ دی البته د نن ورځی د بشریت اکثره ناخوالی د لرغونی مصر ( خصوصاً د کنعان څخه مصر ته د یوی لوئی کورنی تر مهاجرت یوه پیړی وروسته) د شوم میراث د رسوباتو ادامه ده.
په هر حال، له هنری نظره په مصر کی دوې نه تکرار کیدونکی طلائی حنجری ښخی دی ( شیخ عبدالباسط او اأم کلثوم ) . زه د څو ورځو په اوږدو کی حتماً یو ځل دا دواړه اورم البته تُرکی ساز او آواز می هم خوښ دی او ګاهاً ئی اورم.