پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهامریکا په کابل کې د قونسلي خدمتونو د پيل وړاندوېنې رد کړې

امریکا په کابل کې د قونسلي خدمتونو د پيل وړاندوېنې رد کړې

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په کابل کې د قونسلي خدمتونو د بیرته پیل پر امکان یې غور پيل کړی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې اړه د دوی مخکیني شرطونه بدل شوي نه دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په کابل کې د دیپلوماتیکو فعالیتونو د بیا پيل لپاره د دوی شرطونه او دریځ بدل شوي نه دي.

د امریکا غږ انګلیسي برخې نن خبر ورکړی و، چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستو پر موضوع غور کوي.

امریکا په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځیدو سره خپل سفارت او قونسلي فعالیتونه ودرول.

تېره اوونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه، چې د امریکا د اندېښنې او اعتراض وړ شو.

څارونکي باور لري، چې د سیمې او نړۍ قدرتونه طالبانو سره د اړیکو ښه کیدو لپاره د یو بل اقداماتو او مخکې کېدو ته په تمه دي او په عین حال کې پر دې رقابت سره لري چې طالبانو ته ډېر نیږدې شي او په افغانستان کې تر خپلو مخالفانو زیات خپلې ګټې تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب