جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ساسانیان څوک وو؟

ساسانیان څوک وو؟

د افغانستان او سیمې یو شمېر لرغوني قومونه

۲۷مه برخه
استاد شهسوارسنګروال
هخامنشیان پنځه پېړۍ د مخه له ساسانیانو تېر شوی ول، ولې بیا هم دوئ هغوئ خپل نیکونه بلل او د ایران تاج و تخت یې خپل میراث ګاڼه.
د «سراولف کارو» په اند اردشېر د ساسان لمسی او د «ستاخر stakher» چې یو مذهبي شخصیت وو، د پارس (پرسیس persis) رښتنی ایرانی چې ځان یې د هخامنشانو اصولي پاتې سونی باله … »
اردشېر د پاپک زوې او د ساسان لمسی وه، چې د پارس په پلازمېنه استخر stakher کې د اناهیتا anahita خدای ګوټی معبد کې یو مذهبي مشر وه.
ساسان پخپله یوې مخورې کورنۍ ته منسوب وه، خو هغه مهال یې له سلطنتي کورنۍ سره اړیکه ټینګه شوه، چې د «بزرنجي bazrangi» له سلطنتی کورنۍ سره یې خپلوي وکړه او هم یې د اناهیتا معبد مشري په غاړه درلوده.
موږ د مخه د پارتیانو د سلطنتي کورنۍ په تړاو څرګندونې درلودې او د هغې کورني د موسس ارساس په اړه مو معلومات وړاندې کړل، خو کله چې د ارساس بلخي سلطنتي کورنۍ د پارس شاوخوا کمزورې شوه او څو سیمه ییزه او ملوک الطوایفی حکومتونه مینځته راغلل، چې په دغه لړ کې د «بزرنجی» د کورنۍ یو نامتو «ګوتشیر» چې د «پرسید» سلطنتي کورنۍ د لرغونو پاچاهانو پلاز استخر کې حکومت کاوه د بېلګې په توګه یادوو.
د ساسان زوی پاپک (pabahgh=پابغ) چې مور یې د بزرنجي له کورنۍ څخه وه له پلار نه وروسته، د هماغه مزدک مجاور او پالوونکی وټاکل شو او خپل زوې اردشېر یې د «بزرنجي» په پوځ کې د خپل رسوخ او باور له مخې د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه په دنده وګماره.
پاپک (پاپکان) چې ولیده زوی یې دارګ (ارګبد argubad) قومندان دی، نو د «ګوت شیر» پر وړاندې پاڅون وکړ او وې پتیله چې خپل کشر زوې شاپور د «پرسید» ولایت پاچا کړي … خو پنځم ارتبانوس artabanus او یا اردوان ardavan د ا رساس کورنۍ وروستي واکمن، دوئ یاغیان او باغیان وبلل.
که څه هم جنرال اردشېر لا په درې پرلپسې جګړو کې د پارت پاچا «ارته بانوس» په وروستۍ جګړه کې داسې ځپلی وه، چې بیا یې د «سوسیاني» له ماتې وروسته سر راپورته نکړ.
ارد شېر له یوې خوا یو زړور قومندان وه او له بلې خوا د خپل ورور شاپور د یو ناڅاپي مړینی له امله، ده ته د واک چاري (۲۲۶ ز کال) وسپارلې شوې او پاچا شو.
که څه هم «اردوان» پخپلو ناکامو هڅو داسې کوم بری ترلاسه نکړ، چې بیا واک ته ورسیږي. همدارنګه پارتی، کوشاني او ارمني ټلوالې هم داسې کومه غوښنه بریا تر لاسه نکړه، چې ارد شیر له مینځه یوسي، سره ددې، چې د «ارساس» د کورنۍ یوه واکمن خسرو په ارمنستان کې لس کاله نور هم حکومت وکړ، خو په پای کې دي هم له ماتې سره مخ شو.
 له کوشاني ټولواک کنشکا نه وروسته د کوشانیانو پايڅور او پاتې کسانو د ۲۲۵ ز کال شاوخوا پوري حکومت وکړ او په ۲۲۶ ز کال ارد شیر بابکان واک ته ورسېد.
ده د پارتیانو لاس له پارس نه لنډ کړ او د باختر د لاندې کولو لپاره یې مټې رابډ وهلې او د سراولف کارو په اند ارد شیر وروسته، بیا پر ۲۴۰ م کال د ده زوی شاپور پاچا شو. دی چې کله د پلار ولیعهد وو، د هغه په څنګ کې یې د دښمنانو په ماتولو کې لوې لاس درلود.»
موږ دمخه وویل، چې کوشانیانو له روم سره دېپلوماتیکې او سوداګیریزي اړیکې پاللې او شاپور د دې لپاره چې د وریښمو سوداګریزه ګټه یې له لاسه و نه اوځي، لومړی یې کوشانیان تر برید لاندې ونیول او بیا یې د روم امپراتوري وګواښله.
د نقش رستم د اور معبد، پر دېواله باندی د شاپور له قوله کښل شویدي، چې د دوئ پوځ ان تر پېښور پورې پرمختګ وکړ، بلخ او باختریي هم ونیوه او تر سمرقند او تاشکند پورې پر مخ لاړل.
بیا د شاپور پوځونه او ځواکونه مخ په روم وخوځېدل او په ۲۶۰ ز کال یې د «اید سه Edessa په ډګر کې د روم ټولواک «والیریان valerian هم ولکه او اسیر کړ.
شاپور، چې د کوشانیانو او رومیانو لاره پرې کړه، سوریه یې هم لاندې کړه او د سورې پلاز «انتیاک» یې ونیو.
هغه لیکنې په نقش رستم کې چی په ۲۶۰ ز کال کښل شوي او د «پرسیپولیس Persepolis» په ښار کې تر سترګو شویدي، دا په ډاګه کوي، چې د شاپور د حکومت ختیزه څنډه تر «پاسکیبورا paskiboura یانې اوسني پېښوره پورې رسېده.
له دې سربیره اید سه Edessa د بري ستاینه هم شوېده او د شاپور د مرګ نېټه یې په ۲۷۳ ز کال په ګوته کړېده.
د شاپور له مړینې وروسته، د هغه دوه زامن یو د بل پسې واک ته ورسېدل، او په دې سره د ساسانیانو واکمنۍ لږ تر لږه ولړزیده، دا ځکه چې د دوئ د ټولواکمنۍ پروړاندې یانی کوشانیانو په ختیځ او رومیانو په لویدیځ کې پاڅون وکړ، خو ډېر زر دویم شاپور د خپل واک په مهال د دواړو پاڅونونو مخه ډب کړه او د یوه لنډ مهال لپاره یې پېښې کابو کړي.
سپینو هونانو له تخارستانه نیولې د هندوکش سهل، زابل، سند او ان تر کشمیر پورې پرمختګ وکړ.
یوه الماني څېړونکي او تاریخپوه «مارکوارت» د خیونیانو(شیونیان) او د کوشانیانو د دغه پرمختګ په اړه د روم د یوه تن پوځي له انده لیکلي دي، چې ساساني واکمن دویم شاپور (۳۵۰ – ۳۵۸ ز ترمینځ) د هغوئ د پرمختګ پر وړاندې په کابل، زابل، (د هندوکش دواړو غاړو ته)، تخار او بلخ بریدونه وکړل، چې له یو شمېر جګړو وروسته د دغو ټبرونو له یوه مشر «ګرو مباتس grumbates» سره یې روغه وکړه.
د هغه د برلیک له مخې چې په «تخت جمشید» کې د کابل قاضي قضات سلوک د ملا تړله مخی او د یوې دوعا په ترڅ کې راغلي دي، چې «شاپور دی روغ و جوړ کابل ته راورسېږي.» له دې څخه دې پایلې ته رسیږو، چې ښايي هغه دې د یوه کال په اږدو کې (۳۵۶ ز) کابل بیرته نیولی وی.
د سپینو هونانو تر څنګ د کوشانیانو او یو چې ټبرونو په ترڅ کې د کیداره پنوم یوه بله سلطنتي کورنۍ، چې د څلورمې زیږدي پېړۍ په مینځ کې پر ګندهارا او کشمیر حکومت کاوه، هم شتون درلوده.
کیداریان اوساسانیان
که څه هم په څرګندو ټکو نشو ویلی، چې د لویو کوشانیانو د ماتې او نسکوریدو ستر لامل څه وو؟ خو د پېښو په تړاو په څو ټکو ټینګار کولی شو.
لومړی همدا کومې سیمې به چې د کوشانیانو ځواکونو لاندې کړي، له مرکز نه یې واټن او فاصله ډېریده، ان په ځنو وختونو کې د اوږدي مودې لپاره اړیکې هم نه ټینکېدې، موږ د ساري په توګه هند یادولی شو، چې د کوشاني واکمنو او چا رواکوپاملرنه ورته ډېره شوه.
له یوې خوا د واک جغرافیه تر ګروت لاندې رانغله او له بلې خوا د هېواد په لویدیز او شمال لویدیز کې د ساسانیانو د واک او ځواک پراختیا وه.
همدارنګه، د افغانستان په لرغوني تاریخ کې تر ډېره بریده د مینځنۍ اسیا له لوري پرلپسې بریدونه ول، چې موږ پدغه ټاکلي مهال کې د یپتلیانو او «ژوان ژوان» قومونو لېږد یادولی شو، چې کوشانیان یې وګواښل په تېره ژوان ژوان قبیلې پرلپسې بریدونه ول چې لوې کوشانیان یې کمزوري کړل.
په پاې کې د «واسودا» له واک او مرګ نه وروسته د لویو کوشانیانو واکمنۍ ړنګه شوه او د «کیدارا» پنوم یو بل تن په لوی باختر کې واک ته ورسېد.
که څه هم یو شمېر څېړونکي او تاریخپوهان انګېري، چې کیدارا د وړو کوشانیانو موسس دی، یو شمېر نور پدې اند دي، چې دی د لویو کوشانیانو وروستی واکمن دی او زما په ګومان کیدارا د لویو او وړو کوشانیانو تر مینځ دیوه پله حیثیت درلود، چې دواړو (لویو او وړو) کوشانیانو تر مینځ یې اړیکه ټینګه کړه او هڅه یې وکړه، چې د کوشاني ټبر واک پاې ونه مومي.
سراولف کارو پخپل کتاب پټانز کې د کیداریانو په اړه داسې لیکلي دي:
«کیداریان د کوچنیو کوشانیانو په نامه یادېدل او دوئ کله «سپینو هونیانو» لومړئ څپه هم بلل شوېده، چې له شمال څخه یې فتوحات پيل کړل او دوېته خیونیان یا شیونیان shiontes هم وایي، مګر دا باوري ده چې کیداریان او د هغوئ وروستې ځاې ناستې سیتیان seythian په خټه کوشانیان وو، چې له باختر څخه یپتلیانو وشړل.»
یو شمېر هندې او چینایي سر چینوداسې ښودلې ده، چې د کوشانیانو له پاتې شونو نه یوه سلطنتي کورنۍ کیدارا kiadara نومېده، چې د ځلورمې زیږدي پېړۍ په شاوخوا کې له ګندهارا نه تر کشمیره پورې حکومت کاوه، چې پلاز یې پېښور وه او چینایانو به دوئ «کی – تو- لو» بلل.
کیدارا چې له ګندهارا نه تر کشمیره پورې د واک او ځواک څښتن وه او ځانته یې د «کوشان شاه» لقب غوره کړی وو. له یو شمېر سیکو څخه ډاګیزه شوېده، چې ښایي پدې نوم نور هم وو. او د یوې پېړۍ په شاوخوا کې حکومت وکړ.
کومو چینایي سرچینو چې پدې تړاو څرګندونې کړیدی، هغه د «وي wei» سلطنتی کورنۍ کلنۍ دي، چې هغو ته ویشو wei-shu» وایي، چې له څلورمې پېړۍ نه تر شپږمې (۳۸۶-۵۵۶) پېړۍ پورې پېښې راخستې دي.
په یو شمېر wei-shu کې د لویو کوشانیانو او همدارنګه د «ژوان ژوان» تاریخي وګړو د تهدید په اړه څرګندونی شویدي.
د دغه مهال د پېښو یو لړ سپیناوي شوېدی، چې موږ د بېلګې په توګه د – کي -تو- لو ki-to-lo شهزاده یادونه کولی شو، چې یو زړور جنګیالی وو او د هندوکش له جنوب نه یې د هند تر شمالي سیمو پوری د خپل واک لمن وغوځوله او ګندهارا یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
د یو شمېر سیکو له مخې ښکاري، چې په لومړي سر کې کیدارا د ساسانیانو تر اغیز لاندې وو، ولې وروسته یې خپلواک چلن خپل کړ.
لکه له سیکو چې ښکاري د کیداریانو دویم واکمن «پيرو» د ساساني واکمن تر اغیز لاندې په پهلوي او برهمي لیکدودونو سیکې وهلې دي، تاریخپوه احمد علي کهزاد د بنګال اسیا شاهي انجمن مهالنۍ او د «ویشو» د څرګندونو پر بنسټ، د دغه مهال د پښو په اړه داسې کښلي دي:
«د یوچیانو یانی د وړو کوشانیانو پلاز د پو،لو،شا (پېښور) ښار وو. د دوئ پاچا د- کي، تو ،لو- زوی، چې د پلار له خوا هلته ګومارل شوی و،خودژوان ژوان دبرید له امله اړشوچې لوېدیځ ته مخه کړي … څرنګه چې «هیوانګ نو» کیدارا څاره چې مخ په لویدیځ وخوځېد، زوې ته یې سپارښتنه وکړه چې په «پو-لو-شا» کې ځاې پر ځاې شي….»
نه یوازې د ژوان ژوان ټبر د کیداریانو پر وړاندې یو ګواښ وو، بلکې د ساساني ټبر واکمن دویم شاپور هم له کابل نه (۳۵۶ ز) د ګندهارا لور ته مخه کړه، چې پدغه وخت کې ننګرهار او پېښور د کیدارا په واک کې وه.
دلته دې پایلې ته رسیږو چې ښایي له ۳۵۶ ز کال نه دمخه، بګرام، کابل، کاپیسا او په ټوله کې ګندهارا د «کیداریانو» په ولکه کې ول . «مارتن » د روم د یوه جنرال «امیانوس» له انده کښلي دي، چې «ایوزني» او «کوزني» لوی کوشانیان ول او د «کیدارا» تر مشرۍ لاندې ښایي له ۳۵۶ ز کال د مخه یې ګندهارا لاندې کړي وي.
موږ دمخه د کیدارا د یوه زوې پيرو piro یادونه وکړه، چې ځنو سرچنو پر بنسټ د ۳۷۵-۳۸۰ کالو تر مینځ (پیروشا) سلطنت کړیدی او له ده سربیره د کیدارا د یوه بل زوی کنګاس kungkhas (کنګهاس) یادونه هم شوې ده.
له پیروشاه وروسته یو بل کیداري واکمن « واراهران varahran» وو چې سیکې یې کټ مټ پيرو ته ورته وې او په برهمي لیکدود کښل شوې وې.
د سراولف کارو د څېړنو او سرچنو پر بنسټ په ډاګه شوې ده، چې له کیدارا را وروسته، له یوه څخه زیاتو کیداري حکمرانانو حکومت کړی دی، چې وروسته (هماغه اثر ۱۳۷مخ) ټوله سیمه د ېپتلیانو یا سپینو هونیانو له خوا ونیول شوه، چې تر شمالي هند پورې پر مخ لاړل اوپّه لوید یز کې هم د پارس ساساني امپراتوري له مینځه یووړه.»
د یو شمېر فلزي سیکو پر بنسټ پوهېږو چې کیدارا د لویو کوشانیانو زوزات وو او د افغانستان په شمال او لویدیز کې د ساساني دولت پر ضد توری ته لاس کړ او همدا راز د هندوکش جنوب ته پرتو کیدارانو هم د پر لپسي جنګونو له امله د څلورمې پېړۍ په شاوخوا کې ساساني دولت ته ډېر زیانونه واړول… دوئ تر پنځمې زیږدي پېړۍ پورې خپل شتون په سیمه کې خوندي کړ او تر یپتلیانو پوري دوام وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب