پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهکابل کې مېشتو داخلي بې ځایه شویو ته د طالبانو ۲ میاشتنی...

کابل کې مېشتو داخلي بې ځایه شویو ته د طالبانو ۲ میاشتنی ضرب الاجل

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد وایي، چې په کابل کې مېشتو داخلي بې ځایه شویو ته دوه میاشتنی ضرب الاجل ورکړل شوی څو په دې موده کې خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي.

نوموړي ویلي، چې د دې ضرب الاجل هدف د هغو سیمو تصفیه کول دي، چې داخلي بې ځایه شوي پکې مېشت دي او په دغو سیمو کې یې د ځینو پلان شویو پروژو د تطبیق مخنیوی کړی.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

یو شمېر بې ځایه شویو بیا ویلي، چې طالبان یې په زوره په داسې حال کې خپلو اصلي سیمو ته ستنول غواړي، چې هلته یې یا کورونه او ځمکې نشته او یا جګړو ویجاړ کړي.

دوی دغه راز په ولایتونو کې د بې کارۍ او فقر د زیاتوالي او هلته د ژوند د تنظیمولو په اړه هم اندېښنه ښيي.

طالب چارواکو د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړی، خو نه یې دي ویلي چې په مشخص ډول څه ورته کوي؟

تر دې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په هېواد کې درې میلیونه بې ځایه شوي شته چې له منځه یې یو میلیون بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب