د لوږې څونامي
۳۸مه برخه
د نړیوالو مرستندویه هېوادونو او ټولنو له خوا، له افغانستان سره د مرستو د درېدلو او یا لږېدلو مسألې، بیا دا ستونزې او گمانونه رامنځته کړې دي چې د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان ډبیلوافپي (WFP) په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو د نه رسېدو په صورت کې د بشري ناورین د پېښېدو وړاندوینه وکړي. د بيپيسي په یوه نويرپوټ کې په دې باب داسې ویل شوي دي:
«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اېف پي وايي په راتلوونکو شپږو میاشتو کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونو ډالرو ته عاجله اړتیا لري.
ډبلیو اېف پي ویلي د بودیجې د کموالي له امله وار دمخه په افغانستان کې لس میلیونه اړ کسان د دوی له مرستو بې برخې شوي او هغه یې چې لا هم ورسره مرسته کېږي باید په روان ژمي کې د خوړو او ګرمو جامو ترمنځ یو غوره کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه د یوې مور ویډیو خپره کړې چې په کې له خپلو څو تنو ماشومانو سره لېدل کېږي او ویلې یې دي چې د بي بي جان په نامه دا مور یوه له هغو لسو میلیونو کسانو ده چې تېر کال د نړیوالو لخوا د مالي ملاتړ د کمښت له امله دوی د خپلو مرستو له لست نه وایستل.
په دې ویډیو کې ياده مېرمن وايي، “خاوند مې فلج دی، د کور لګښت موسسې راکاوه چې ګواره مو پرې کوله، اوس چې مرستې بندې شوې ګوزاره مو نه کېږي، د خپلو بچیانو لپاره خیرات ټولوو، په خپله هېڅ هم نه لرو، کار او غربیي نلرو، په خپل کور کې اوبه هم نه لرو له نورو خلکو اوبه راوړو، ځیني خلک په ذکات او خیرات کې یوه بوجۍ غنم راکړي، نور نو داسې څوک نه لرو چې زموږ لاسنیوي وکړي.”
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال په اجباري ډول افغانستان ته استول شوي چې ډېری یې نه پیسې او نه هم نور څه لري او په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي…»
په ورستیو پنځومیاشتو کې له دوو گاونډیو هېوادونو (ایران ــ پاکستان) نه د گڼشمېر کډوالو راشړلو مسألې هم، په افغانستان کې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو ترڅنگ د لوږې څونامي په قوي کېدو کې مرسته کړې ده.
په افغانستان کې په عام ډول د سواد د نهشتون او د پوهاوي د کچې د ټیتوالي په وجه خلک نه شي کولای د خپل ژوند او کورنۍ پروگرام تنظیم کړي او د هغه په چوکاټ کې خپل ژوند پرمخ بوځي؛ ځکه یې هرڅه گډوډ وي. په دې لړ کې دا تیروتنې هم شږط دي او کېږي چې افغانان په خپله ټولنه کې ټولو وگړو ته، په تېره ماشومانو او کوچنیانو څومره هراړخیز امن چاپېریال برابرولای شي چې بیا د نورو ماشومانو د زېـږېدو هیله او پروگرام په زړه کې روزي او هڅه ورته پیل کوي؟ لاندې مطلب زموږ د هراړخیز ناامن چاپېریال گواهي ورکوي:
«د هرات د زلزلې ۱۰۰ ورځې؛ ‘لسګونه زره ماشومان له رواني پلوه کړېږي’»
د پاسني مطلب په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«په هرات کې د ریښتر په کچ د ۶،۳ درجې زلزلې پایله کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول ووژل شول او زرګونه نور تراوسه هم بې کوره دي. د دغې زلزلې له امله ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.
اوس یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق خبر ورکړی چې تر زلزلې وروسته ماشومان د دغې مرګونې پېښې اصلي قربانیان دي.
تر زلزلې سل ورځې وروسته د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې دا دی تر دریو میاشتو ډېرې ورځې پر دغه ناورین واوښتې. د دغې زلزلې قربانیان چې ډېری یې ماشومان دي، ټکان خوړلی او له رواني ستونزو سره ژوند کوي. دې خونړۍ پېښې له بلې خوا ښوونې او روزنې او روغتيايي خدمتونو ته د دغو ماشومانو لاسرسى محدود کړی، چې هغوى ته د رسېدلې صدمې د زياتېدو لامل کېږي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، څه باندې ۹۶ زره ماشومان چې د زلزلې له امله اغېزمن شوي، د ساړه موسم له رارسېدو سره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ډېری دغه ماشومان له سختې یخنۍ سره سره تر خیمو لاندې او حتی په آزاده هوا کې خوب کوي. کافي خواړو او د څښاک اوبو ته د دوی نشتوالي هم وضعیت خراب کړی دی…»
د وطن حالاتو ته په کتو سره دا جمله د سړي په ذهن کې گرځي چې: «ابۍ، ټوله بۍ» د سواد او پوهې کچه مو ټیټه ده، ځکه مو پر موضوعاتو باندې سر نه خلاصیـږي، گاونډیانو د گاونډیتوب او ټولو اسلامي، انساني او دیپلوماتیکو اصولو پرخلاف زموږ گڼشمېر هېوادوال په ډلهایزه توگه راوشړل چې زموږ د خلکو او هېواد د ستونزو د لاډېرېدو سبب شول؛ اوس بیا نړیوالو په دې حالت هم خپلې مرستې یا بیخي دروي یا یې راکموي.
تشلاسي افغانان یې په داسې یوه څلور لارې کې درولي چې هېڅ لوري ته د رڼا څرک نه ښکاري. که په داسې حالاتو کې نړیوال مرستې ونهکړي، خود به زموږ ځوان نسل د نیابتي جگړو د خامو موادو په توگه د جگړهمارو لیکو ته ورجذبیـږي چې مسؤلیت او ضرر به یې بیا هم نړیوالې ټولنې ته متوجه وي.