دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو موضوع څېړي

امریکا په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو موضوع څېړي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د امریکا غږ انګلیسي برخې خبر ورکړی، چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستو پر موضوع غور کوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې اړه په محتاطانه ډول پرته له دې چې امریکا د طالبانو واکمن رژیم په رسمیت وپېژني، غور روان دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دا موضوع د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه ستراتیژیک سند کې یاده شوې.

امریکا په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځیدو سره خپل سفارت او قونسلي فعالیتونه ودرول.

امریکایي او طالب چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د طالبانو چارواکو مخکې بیا- بیا ټینګار کړی چې دوی د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

تېره اوونۍ د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه، چې د امریکا د اندېښنې او اعتراض وړ شو.

څارونکي باور لري، چې د سیمې او نړۍ قدرتونه طالبانو سره د اړیکو ښه کیدو لپاره د یو بل اقداماتو او مخکې کېدو ته په تمه دي او په عین حال کې پر دې رقابت سره لري چې طالبانو ته ډېر نیږدې شي او په افغانستان کې تر خپلو مخالفانو زیات خپلې ګټې تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب