ژباړن: عصمت څاروان
غل له ورسۍ څخه کوټې ته ننوت او کړکۍ یې چټکه پورې کړه. هرې خوا ته خورې – ورې چوپتیا او تیارې زړه ته ورتېره کړه چې د کور مېرمن د دوبي په رخصتي وتلې ده او بېرته لا نه ده راغلې.
ښايي اوس د سمندر په غاړه په یوه لوکس هوټل کې وي. د درېم پوړ کړکۍ ته یې وکتل. د هغې کوټې له رڼا او له دې چې اوس د سپټمبر میاشت ده، پوه شو چې د کور خاوند په کور دی، ژر څراغونه وژني او بستر ته ځي. غله وپتېیله چې څو دقیقې صبر وکړي. سیګرېټ یې ولګاوه. څرګنده وه چې له درېم ډول غلو څخه و. دغه ډول غله تراوسه پورې لا ښه پېژندل شوي نه دي. پولیس د غلو د اول او د دوهم ډول په اړه ډېر معلومات لرل. د دغو غلو د ډولونو معلومول اسانه کار دی.
کله چې پولیس داسې غل نیسي چې کورتۍ یې نه وي اغوستي او نیکټايي یې نه وي تړلې، پوهېږې هغه تر ټولو بد ډول غل دی. یعني لومړنۍ ډول چې د بې شخصیته جنایتکارانو د ډلې دی. بل پېژندل شوي ډول هغه غله دي چې لوکسې جامې اغوندي او نیکټايي تړي چې اصطلاحاً هغو ته شریف غله وايي. دوی د ورځې په مخه د سوداګرو په څېر محترم او د اعتماد وړ ښکاري خو د شپې له خوا یې کار غلا ده. دغه غله د ښار د محترمو کورنیو غړي دي. دوی له نیول کېدو سره سم د ږیرې ماشین او د مجلو تازه ګڼې ورغواړي چې هغو ته دوهمه ډله غله وايي.
خو دغه غل چې شین جمپر یې اغوستی و، نه نجیب غل و او نه بې شخصیته جنایتکار.
پولیس د هغه په پېژندنه کې حتماً له ستونزې سره مخامخ کېږي.
غل په کوټه کې په ګرځېدو راګرځېدو شو.
له هغه سره ماسک او چپلکې نه وې، د چپلکو غږ-غوږ وي. له ده سره لاسي څراغ هم نه و. خو په جېب کې یې یوه اووه ډزې تمانچه وه. د کور لوښو – کودو او فرنیچر ته ځیر شو چې د دوړو او خاورو د مخنیوي لپاره پرې لا ټوکر غوړېدلی و. د کور د څښتن د سپینو زرو لوښي بې له شکه چې په بانک کې وو. که څه هم غله قیمتي شیانو ته تمه نه لرله. د ده اراده وه هغې خونې ته چې لږ رڼا پکې ښکارېده او احتمالاً د کور خاوند پکې ویده و، لاړ شي او څه پیسې او د نیکټايي طلايي پینګ ورواخلي چې ګوندي د انتیک پلورونکو پکار شي. د وره خوا ته لاړ، ور یې ورو پرانیست. د کوټې رڼا ډېره تته وه خو ده بیا هم پر تخت باندې ویده سړی لیدلی شوای. د رواق لرونکې المارۍ پر سر شیان یوه د بانکي چکونو کتابچه، څو سِکې، یو ساعت، څو کلیانې، یو سیګرېټ او یو بند ډبی چې ښايي د ګولیو به و، ګډوډ پراته وو. د المارۍ خوا ته یې درې ګامونه واخیستل، پر تخت ویده سړی ناڅاپه واوښت او سترګې یې رڼې کړې. سمدستي یې لاس تر بالښت لاندې کړ چې غله ورته وویل:
«ښه دا ده چې ونه خوځېږي. لاسونه پورته!»
د کور خاوند چې ږیره یې خاکستري وه، د غله اووه ډزې تمانچې ته وکتل، لاس و پښې یې مړه شول. په ظاهره هغه مطمین ښکارېده. ورو یې لاس پورته کړ.
«بل لاس دې هم پورته کړه، ژر شه.»
د کور خاوند چې په څېره کې یې د درد نښې ښکارېدې، وویل:
– دا نه شم پورته کولی!
– ولې؟
– روماتیزم لرم. د اوږې روماتیزم مې…
غله یوه شېبه خپلې تمانچې ته چې د کور د خاوند خوا ته نیولې وه، وکتل او ونه خوځېد. بیا یې د المارۍ د سر شیانو ته وکتل، په داسې حال کې چې چورت یې خراب شو، د کور خاوند ته مخ واړاوه. د غله په مخ کې د خپګان نښې له ورایه ښکارېدې. د کور خاوند، چې خُلق یې تنګ شوی و، وویل:
– که دې ته راغلی یې چې څه غلا کړې نو ژر شه ځکه چې د روماتیزم درد مې شروع شوی دی.
-زه د روماتیزم په اړه ښه معلومات لرم. ګنې ستا پر خبرو مې داسې په اسانه باور چیرې کاوه. د روماتیزم نښې زما په کیڼ لاس کې هم شته. که زما پر ځای بل څوک وای او تاسو بل لاس نه وای پورته کړی نو پر تاسو یې خامخا ډز کاوه.
د کور خاوند د تندي ګونځې پرانیستې، ویې پوښتل:
– څومره موده کېږي چې روماتیزم لرې؟
– کابو څلور کاله کېږي. سختي یې په دې کې ده چې روماتیزم همېشه په بدن کې پاتې کېږي. زما خو همدا حال دی.
غله د کور له خاونده وپوښتل چې د زنګي مار غوړي یې استعمال کړي که نه؟ او چې کله پوه شو چې ډېر یې استعمال کړي له هغه یې د ځینو ګولیو د اثر په اړه پوښتنې وکړې. د کور خاوند ورته وویل:
– ګټه نه لري. پوره ۵ میاشتې مې ګولۍ وخوړې. هیڅ اثر نه کوي. خو له هغه کاله چې «فینګل» مُسکنه دوا استعمالوم لږ څه ښه شوی یم.
– د روماتیزم درد مو د شپې زیات وي که د ورځې؟
– د شپې. خصوصاً هغه وخت چې کار کوم.
غله ده ته وکتل، ویې ویل:
– اوه، لاس دې ټیټ کړه.
– مننه. رښتیا دا مو ونه ویل چې ستاسو د روماتیزم درد د څو شېبو لپاره وي که دایمي وي؟
– نه، لږ شېبه وي، درد راشي او لاړ شي.
غله دا خبرې وکړې او د تخت پر څنډه کښېناست، خپله تمانچه یې پر پښو کېښوده. د کور څښتن خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
– هیله لرم تاسو زما په شان په ډاکترانو غلط نه شئ. ما تراوسه زر ډالره بې فایدې لګولي. واوره او باران هم ستاسو درد زیاتوي؟
– ولې نه، سل په سلو کې. په ډاډ ویلی شم چې اوس د هواپېژندنې تر ډېرو متخصصانو د باران ورېدا ښه اټکلولی شم. په هوا کې هسې مازي لندبل زما په کیڼه اوږه کې ډېر بد درد پیدا کوي.
د غله د لاس درد هم شروع شوی و. خپلې تمانچې ته یې کتل او په داسې حال کې چې د سخت درد نښې یې په مخ کې څرګندې ښکارېدې، تمانجه یې په جېب کې واچوله، ویې ویل:
– باید په هر صورت هر شی تجربه کړو چې د علاج تر ټولو ښه لاره ومومو.
– اوه دا شیرین مړی درد بیا شروع شو.
غله د کور خاوند ته په زړه سوي وکتل، ویې ویل:
– زه او ته سره همدرده یوو. کله چې درد پیلېږي د یوې تودې پیالې قهوې څښل به بې ګټې نه وي.
– خو زه په کور کې قهوه نه لرم.
– مهمه نه ده ملګریه، په دې نژدې ځایونو کې یو رستوران رامعلوم دی چې ۲۴ ساعته پرانیستی وي. که دې خوښه وي تر هغه ځایه به سوکه سوکه پلي لاړ شو.
د کور خاوند خپلې جامې بدلې کړې او له غله سره ووت.
د کور څښتن ناببره ودرېد، ته به وایې چې څه یې هېر شوي وي. خپل نابللي مېلمه ته یې مخ واړاوه، ویې ویل:
– رښتیا په کور کې خو مو څه پکار نه و چې درسره رااخیستي مو وای؟ که وي….
غله وخندل او د کور څښتن خبره یې ورپرې کړه، ویې ویل:
– زما دوسته درځه چې ځو، غواړم چې په تا یوه توده قهوه وڅښم.
ډیره عالی مننه کورمو ودان
کلونه مخکی چی زه په پیښور کی اوسیدم یوه ورځ می په افغان کمشنری کار بند و . هلته د کمشنری یو ملازم راته وویل چی یو کاوه په تا وڅښم . ما دا خبره د ځانه سره په دری واړوه او معنایی دا شوه چی ته به د چای پیسی ورکوی . خو بیا وروسته پوه شوم چی زه د هغه ملیمه وم . که زما پر ناپوهی نه خاندی نو که رښتیا ووایم اوس هم د دی ښکلی داستان په آخر کی دا سوال یو ځل بیا ما ته پیدا شو