جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهد سمندر له ذاته | هیله پسرلی

د سمندر له ذاته | هیله پسرلی

د ساندویکا د ټرین سټشن د آیسکریمو په دکان  کې د اوسلو ټرین ته منتظره وم. نن مې په اوسلو کې اخري ورځ وه. د معمارانو یوه کنفرانس ته راغلې وم، سبا بیرته  کور ته، پراګ ته روانه یم.

 ماما مې ۲۰ کاله کیږي چې په اوسلو  کې ژوند کوي، ټول ښار یې راباندې ولید. د اوسلو طبیعت بې جوړې دی خو نه پوهېږم ولې دا احساس راسره دی چې پوره یې نشم درک کولی، لکه  په نابلده ژبه چې فلم وینې، که هر څومره خوند ترې واخلې بیا به هم فکر کوې چې په ټوله کیسه خو سمه نه یې پوهه شوې.

 له ماما سره  مې هر ورځ دغه بحث وي چې پراګ تر اوسلو ښکلی دی؛اوس هم وایم که مې د اوسلو سمندر له ځانه سره پراګ ته وړلی شوای بیا به نو پراګ د ښارونو ناوې وه.

– – – –

له څنګلوري مېز سره یو سړی ناست دی، پر تليفون خبرې کوي،  پښتو وايي، ښه لګېږي ، پراګ کې دا تصور هم نه شې کولی چې پښتو به اورې.

سړی وايي: پلار جانه خو و مې ویل دا شنبه  وخت نه لرم، که وشو  یکشنبه درځم… اوس ضرور ده چې زه دې هم په مېلمستیا کې یم؟ …. سمه ده… سمه ده….

خبرې یې ختمې شوې. تلیفون یې پر میز واچاوه. سترګې یې پټې کړې، د غاړې شخي یې ویسته. لکه چې پلار یې نه و قانع کړی.

ده را وکتل.

په پښتو مې ورته وویل: افغاني پلرونه نه قانع کیږي.

– ( اوږې یې پورته وغورځولې) ، هیڅ وخت هم نه، سلام

– وعلیکم السلام… د افغانستان یې نو؟

– نارویږی افغان یم.

 ګارسونې آیسکریم راوړ. ما ورته‌ تنګ یوو (Thank you) وویل.

ده راته کړل: ته په اوسلو کې ژوند نه کوې؟

– نه، په پراګ کې اوسم، دلته یوه کنفرانس ته راغلې وم.

– پراګ، واو، هلته به یو وخت خامخا ځم.

–  واقعا په لیدو ارزي.

– ښه نو اوسلو دې خوښه شوه.

– ښکلی ځای دی، چې مخ اړوې اوبه، هره خوا اوبه، زه مو په سمندر مو میینه شوم، شور او خاموشي سره یو ځای خوند کوي.

– منم دې. ۱۶ کلن وم چې ناروې ته راغلم. دلته مې دا نهم کال دی. درې شیه مې زده کړل: سمندر د ناروې زړه دی، مهاجر سړی یې زړه ته لار نه لري او مینه لکه د سمندر څپې چې نږدې کیدل یې یوازې یو دروغ وي.

– څپې د سمندر له زړه را پورته کیږي، انجام ښايي و نه لري، خو دروغ نه وي.

– د هغو په وطن کې چې د سترګو رنګ له سمندره پوروي، له مهاجر سړي سره مینه دروغ وي.

– مینه لکه سمندر  که مو په  لپه کې نه ځایږي، مانا یې دا نه ده چې نشته.

– لکه چې کله دې زړه نه دی مات شوی. ښه خبره ده.

– زړه مات یا جوړ، په دواړو حالاتو کې د مینې به برکت پايي. کولی شم وپوښتم ولې دې زړه مات شو؟

– نارویژی نه وم. نارویژی افغان وم.

– مطلب؟

– مطلب، مطلب مثلا کله چې یو شریف ۲۵ کلن نارویژی غواړي له خپلو ملګرو سره په شنبه فلم وګوري پلار یې ورته شل دفعې زنګ نه وهي چې څه کوې چې ټوله ورځ سینماو کې ګرځې، زما د ملګري مېلمستیا ده ګډ به ورځو.

– ههههه، څنګه به یې کوې همداسې مو کلچر دی نو.

– خو ځکه درته وایم که هر څومره د سمندر په سر وګرځو، موږ یې له ذاته نه یوو.

– اممم….. ساعت ته مې  وکتل: ښه نو زه باید روانه شم.

– ښه ورځ او رښتیا زه احمد یم.

– لاس مې ور اوږد کړ، زه زرغونه ساپۍ یم.

– – – –

 د ټرین له شیشې دباندې ګورم. جګې جګې ونې دي او بس. پښېمانه غوندې یم، کاش مې پوره نوم ورته نه وی ویلی …..ااااوف اول له یوه افغان سره په مینې خبرې کوې، بیا خپل پوره نوم هم ورته اخلې…څومره احمقه یم….. ځه بابا، څه مې پېژني، هغه اوسلو کې، زه پراګ کې…. ااااوف په دې افغانانو شک نشته، بیا به یې پیدا کړې یې او سل خبرې به یې در پسې جوړې وي، کاش مې ورته اصلي نوم نه ویلی….. اوف غلط کار مې وکړ…. نه، څه ګناه مې وکړه، په خبرو خو څوک نه ګناهګارېږي …. اوسلو کوچینی ښار دی، داسې نه چې د ماما له زامنو سره مې ملګری وي، کیسه به ورته وکړي او یو دوه خبرې له ځانه راپسې جوړې کړي….ااوف که یې کومه بده خبره راپسې وکړه،  ځه بابا، بلا مې ورپسې…. البته له قوارې بد سړی نه ښکاریده. دا افغان نارینه ولې داسې دي، خبرې به ورسره نه کیږي، دا که کوم نارویژی وی اوس به بیغمه وم. ااوف!

پای

بئروم، ناروې د اګست نهمه

د شپې دوه بجې او دوه ویشت دقیقې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب