یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي اقدامات زیاتوي

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي اقدامات زیاتوي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۴: پاکستان وايي له افغانستان سره به د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي اقدامات نور هم زیات کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه شمالي وزیرستان ته تللی او پر ډیورنډ فرضي کرښه یې د پاکستاني پوځ له تاسیساتو لیدنه کړې ده.

قمر جاوېد باجوه ویلي پاکستان سولې ته ژمن دی او په وینا یې ځکه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدام کوي.

نوموړي په دغه لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې په یاده سیمه کې به پوځي و امنیتي اقدامات نور هم زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولې دواړو لورو ولسونو په بار بار د پاکستاني حکومت له لوري پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د بندېدو غوښتنه کړې خو پاکستان بیا خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورنه خپاره کړي وو چې پاکستان د امریکا حکومت په مالي ملاتړ په ډېرې چټکۍ سره یاد کارونه تر سره کوي.

د پاکستاني پوځ مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې څه ورځې وړاندې د افغانستان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له پاکستان سره په څو سرحدي ولایتونو کې پوځي تمرینات تر سره کړل.

1 COMMENT

  1. زموږ کورنۍ ستونزې، په دولت کې بې خرته روان فساد، بند لاسونه او سياسي معاملې ددې لامل شوې د پنجاب انګريز پوځ ورځ تر بلې د افغانستان پاکې خاورې ته خپل ناپاک پوځ دننه کړي….
    وايي شپه که تياره ده مڼې په شمار دي نن ستا وار دی سبا زما دی بيا مو ګيلې او شکوې نه منو زموږ هدف اباسين دی او هلته چې د افغانستان⁦ ⁦??⁩ بيرغ ونه رپوو ولاهې که تاسو هم ارام خوب وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب