تاند، سه شنبه د سنبلې ۴: رحمت الله نبیل وايي د افغانستان حکومت په لوی لاس د سولې پروسې د اوږدولو هڅه کوي او د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډېږي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په یوه تازه مرکه کې ویلي، حکومت د سولې پروسې اړوند ضد او نقیضې څرګندونې کوي او پر کړو ژمنو عمل نه کوي.
د ښاغلي نبیل په خبره حکومت په لوی لاس ددغې پروسې مخه نیسي.
نبیل په خپلو خبرو کې ویلي طالبان هم په دې لټه کې دي چې د سولې پروسه وغځېږي او جګړه دوامداره شي.
رحمت الله نبیل د خپلو خبرو پر دوام ویلي د افغانستان په سوله کې بهرنیان مداخله کوي نو ځکه هېڅ لوری د جګړې د ختمولو او سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه پورته کوي.
هغه زیاته کړې د افغانستان حکومت د امریکا په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډټرمپ د ناکامېدو په هیله دی او په خبره یې تمه لري د امریکا نوی ولسمشر به د طالبانو په اړه ځانګړی دريځ ولري.
د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وايي د امریکا ولسمشر طالبانو ته په سیمه کې ډېر اهمیت ورکړ، ځکه دغه ډله ځان پیاوړی بولي.
د هغه په خبره طالبان له همدې امله د سولې په پروسه کې ورځ تر بلې شرطونه زیاتوي او ددې هر څه بیه افغانان ورکوي چې د جګړې اصلي قربانیان هم همدوی دي.
د ښاغلی رحمت الله نبیل دغه مرکه او نظرد اوسنی روان ګونګ او مغشوش حالت سره ورته والی لری. هم حکومت او هم طالب نه غواړی چه افغانستان ارامه اوسی.
دا چه دسولی یو تاریخی فرصت رارسیدلی وه.د دواړو لورو ادبیات نه سولیز، نه دیپلوماتیک اونه مثبت وه؟ د ترخو او خشنو ادبیاتو نه ډه ډه ونشوه اخر داچه سوله مو بیا په سره اور بدله کړه….. او …… نور
د افغانستان خلک که د حکومت یا طالیبانو په ساحه کی دی، او که د هیواد څخه د باندی مهاجر دی. باور وکړی چه نور ستاسو(حکومت او طالیبانو) د لاپو، وژنو، زندانی کولو، زشتو خبرو، د باندینیو هیوادو سره د خپل وطن په ورانولو او بی دریغه اوږدی جګړی او غیری منطقی خبرو او منم او نه منم او نورو کړو وړو څخه په تنګ او ژړا راغلی دی. اخر نه پوهیږو چه مونږ څه ګناه کړیده؟ چه ستاسو په دغه نامعلوم ګرم اور کی سوځو؟ حکومت راته طالیب او طالیب راته کافر او بی دینه وای
دغه بیچاره ولس چه د حکومت او طالیب تر سخت فشار لاندی دی. اخر ولی په څه؟
تاسی تر اوسه په دي نه پوهیږی چه د جنګ حالت بدل شویدی؟ اوس جګړی بله بڼه او تباهی(نیابتی جګړه) شروع کړیده.
حکومت می د امریکا، ناتو، هند او نورو هیوادونو سره جوړ دی او طالیبان می د پاکستان، روسي، ایران، چین، عربانو په اوس وخت کی د امریکی او نورو هیوادونو سره جوړ دی. دحکومت مشرانو هم جیبونه ډک کړل اود طالیب مشرانو هم جیبونه ډک کړل. او دواړه په دې پوهیږی چه په اوس وخت کی جګړه بیخی نیابتی شویده( دهند او پاکستان، امریکا سره د چین او روسی، ایران سره د عربی هیوادونو او امریکا، اوهند د چین سره ) نیابتی توده جګړه حګومت او طالیبان پرمخ وړی. او بیا حکومت په ډیر افتخار اعلان کوی چه ۲۰۰ طالیبان می ووژل او طالیبان هم په ډیر افتخار اعلان کوی چه ۲۰۰ عسکر می ووژل. خو دواړه په دې منطق نه پوهیږی چه عسکر هم افغان دی او طالیب هم افغان دی. افسوس په تاسو دواړو
اوس بله لار نشته باید خلک او ولسونه د ملی قیام په نعره او اواز راپاڅیږی، چه اوسنی حکومتی نظام او اوسنی طالیبی نظام منحل او د خلکو سوله یز حکومتی نظام (د افغانستان د خلکو سوله یز حکومت) په نوم مینځ ته راولی. نه جمهوری نظام او نه اسلامی نظام، ځکه د افغانستان د خلکو سوله یز حکومت کی اسلام، جمهوریت، خلک او نورځای لری.
والسلام
که حق ووايو د سولې مخالف د غني په مشرۍ ځينې ټاميان او د سولې دښمنان د جمعيت بانډ دی، دوی دومره چور او تالان کړی چې د هغو هضمول غواړي، بلخوا همدغو خلکو بې ګناه افغانان وژلي او ورک کړي چې د حساب او کتاب وړ دي دوی به ټول زور ازمايي او د سولې مخالفت به کوي.
د مشورتي لويې جرګې پرېکړې ته دولت ژمن نه دی، له طالبانو د اضافي بنديانو خلاصون يې بله پلمه کله اوربند او اورکم غوښتل دا ټول ددې لپاره چې وخت ضايعه کړي د سولې روانه پروسه ناکامه او دوی خپل بې قانونه واګ وغځوي.
که سوله وشي اوربند اوتومات تطبېقېږي، بنديان هم خلاصېږي او د جنګ پلمه له منځه ځي.
طالبان هم بايد انعطاف وښيي بې ځايه زورکې دې نه وهي موږ ته يې ټول زور معلوم دی د ملت غوښتنې دې بابیزه نه ګڼي کني ژوند به يې تر دې ډېر تريخ او ورک وي.
سوله وکړئ سوله کې خير دی…. ومن الله توفیق