چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeمقالېپښتون ژغورنې غورځنګ؛ خوسا شوي تُخم د تمې خلاف تېغې وېستې

پښتون ژغورنې غورځنګ؛ خوسا شوي تُخم د تمې خلاف تېغې وېستې

حیات الله محبت
د لر او بر فغان او پښتون قوم د یو کېدو او یو موټی کېدو لپاره هڅې لۀ ډېر پخوا کېدې، د پښتنون قوم د شعوري او ټولینیز ژوند د بدلون او ښۀ کېدو لپاره د ۲۱ مې پېړۍ وتلي مبارز او د عدم تشدد فلسفې سرلاري باچا خان د زړه لۀ کومې هڅې وکړې، د کار اجوره او حاصل هغومره نۀ ؤ څومره چې باچاخان کار وکړ.
پښتنو د خپل تاریخ پۀ اوږدو کې تل لۀ خپلمنځي تربږنیو او لانجو رنځ او درد وړی، کله چې د برتانوي هند ظالمه او ناحقه چاړه د پښتون پۀ وجود راښکل شوه او دې ټپ تۀ یې د ډیورنډ کرښې نوم ورکړ، پاکستاني نوي جوړ شوي حکومت د محب پاکستان او وطن دوستۍ پۀ نامه اول پښتانه د ځان تابع او وروسته یې پکې د خپلمنځي جګړو زهرجنې اوبه وشیندلې.
د مذهب، زراعتي ځمکو او … پۀ بهانه یې پښتانه پۀ خپلو کې پۀ لانجو واچول د شعیه او سوني تر منځ یې ژور اختلافات راپیدا کړل، جنګ یې پیل کړ او خپله ورته د خیر پۀ غونډۍ کېناستل. د پښتنو سیمو تۀ یې ترهګري راوړه چې هم مېشت خلک پۀ محرومیت کې وساتي، هم همدا ترهګر پۀ خپل ګاونډ کې د خپلو ګټو پۀ خاطر وکاروي او هم لۀ نړیوالو د ترهګرۍ د ځپلو پۀ پلمه پیسې ترلاسه کړي.
دې کار د پنجابي نظام لپاره پوره ګټۀ وکړه او د شعوري فلج کېدو لپاره یې پښتانه تر حده ورسول، دلته نو لۀ ډېرو لرو پښتنو د افغانیت او پښتونولۍ الف بې تې هېرې شوې. دوی پۀ ټیټ سر د پنجابي ظالم نظام ټولې نادودې او ظلمونه پر خپل سر ومنل.
د تبصرې د سرلیک پۀ تائید د باچاخان فکري تُخم چې د لر او بر افغان یو کول او د نۀ تشدد لار نېول ؤ خوسا شو او افغان ضده کړیو فکر کاوه چې ګواکې پلان یې ۱۰۰ فیصده بریالی شو.
خو د سرې ټوپۍ والا شعوري، منطقي او د باچاخاني فکر لرونکي منظور پښتین دا څو کلن ویرجن خوب پای تۀ ورسوه او خوبولي یې راویښ کړل، باچاخاني اصیل، بې تشدده،  افغاني او ستر انساني فکر تېغې ویستې او زرغون شو.
منظور پښتین د یو پاک او مظلوم انسان پۀ توګه ډېر ژر د کرښې دواړو غاړو تۀ پرتو پښتنو باندې خپل ځان او مبارزه ومنل، زرګونه زلمي یې تر څنګ ودرېدل او د حق غوښتنې دا چیغه یې د (پښتنون تۀ ژوندون غواړو، دا څنګه ازادي ده؟
او  ….) شعارونو باندې انګازنه کړه. دا د اخ او فریاد شور ډېر ژر پښتون افغان وطن او نړۍ ولړزوله، پنجابي ریاست پۀ پرانیستو سترګو د خپلو غیر مشروع هیلو جنازې وکړې او نور ددې پۀ فکر کې شول چې څۀ ډول دا شورش خپ او چوپ کړي؟ اما دا ځل دا ناره دومره تېزه او زوروره وه چې ډېر ژر د پښتون وطن غرونو، رغونو، سمو او دښتو تۀ ورسېده، نن تقریباً هر دوهم کس ددې غورځنګ پلوی او خواخوږی دی.
د پاکستان حکومت د غورځنګ د خاموش کېدو لپاره هر راز فشار وارد کړ، رټل، سپکول، وژل او هر څۀ یې چې لۀ لاس کېدل درېغ یې نۀ کړل خو لکه چې مخکې مې وویل غورځنګ د اباسین پۀ څېر روان ؤ او د خلو، بوټو پروا یې ونۀ ساتله.
د نړۍ هر بشردوست او انسان دوست انسان پۀ دې پوهېږي چې پښتون ژغورنې غورځنګ حق پۀ جانب دی او غوښتنې یې مسلمې دي خو دا چې د پاکستاني حکومت قوي بهرنۍ سیاست او د حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې میډیا چانس نۀ پرېږدي چې نړیوالې بشردوسته ادارې او ملګري ملتونه ځانکړي څۀ وکړي، د خورا خواشینۍ خبره ده.
ملګري ملتونه او د انساني حقونو نورې مدافع ډلې دې لومړی د پاکستاني حکومت تر لاس لاندې پښتني سیمو اوسېدونکي خپلو حقونو تۀ چې پۀ پوره مانا مسلم دي ورسوي او وروسته دې د یو ازاد ریفرینډم (نظرپوښتنې) پر اساس پرېکړه وکړي چې دا محکومه خاوره د چا ملکیت شي.

1 COMMENT

  1. د پښتون ژغورنې غورځنګ او د هغه محبوب مشران د ټولو پښتنو اوافغانانو تاریخي ویاړ دی . هر پښتون یې امر او غوښتنو ته لبیک وایی .
    هغه ورځ لرې نه ده چې پنجابی استعمار به له دې سیمې خپله کرغېړنه بستره ټوله کړي. د پنجابي استعمار قوت او زور له پخواني شوروي اتحاد نه زیات نه دی . د خلکو په زور د برلین تاریخي دیوال ونړېد او ټوټې یې د تاریخ موزیم ته وسپارل شوې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب