دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد هديرې پر لار | ليکوال: عين الله خاموش

د هديرې پر لار | ليکوال: عين الله خاموش

لنډه کيسه
د هوا په تياره کېدو د واورې لومړي بڅرکي تر خپل وروستي منزل راورسېدل. د واورې ورېدو له امله د ښار ګڼه ګوڼه کمه شوه. سل متره وړاندې بغير د جنرال له دريو دروازه ساتونکو نور څوک په شاوخوا کوڅو کې نه تر سترګو کېدل. د هټيو او موټرو څراغونو ته د واورې بڅرکي او د هټيوالو د خولو ګرم تاوونه له لرې ښکارېدل. څو شېبې وروسته د سړک څنډې ته د پرتو کثافتو د ډېري پر سر د واورې سپین فرش وغوړېد.
هغې پر څلورمه ورځ هم همالته زنه پر ګونډو اېښې وه. د کوڅه ډبو سپيو تر څنګ يې د يو غير متحرک جسم په څېر آرامه د کثافتو په مينځ کې اوسپنيزې اشغال دانۍ ته تکيه وهلې وه. د هغې له دې ناخوځنده خصوصيت او کيفيت سره د اړوندې سيمې وګړي عادي شول. وروسته تر څلورو ورځو هغه حتا د اړوندې محوطې تر ټولو زړه سواندي بنيادم لپاره نادره نه وه.
دا واورين ماښام به چې د کوم تېرېدونکي موټر د څراغ رڼا پرې برابره شوه، د سپينې واورې پر سر به يې داغ‌ داغ شړېدلی ټيکری او خيرنې جامې روستې راښکاره شوې.
تر آذان مخکې له لنډو کورنو يوې چترۍ پر سر نجلۍ په توره پلاستيکي خلته کې کثافات راوړل د اشغال دانۍ لوري ته يې ورغوځار کړل. هغه او سپيان په بيړه ولاړ شول. سپيانو لکۍ وخوځوې وسونګېدل، خو د هغې له وېرې خلتې ته نه شوای نږدې کېدای يوازې يې له لرې مايوسه مايوسه ورته کتل. هغې ژر ژر خلته راوسپړه څو خوسا مالټې يې ترې را وايستې. لکه د مودو وږی حيوان، په خيرنو اوږدو ګوتو کې نيولې يخ وهلې خوسا مالټې يې د پټوکو سره خوړلې. تر مالټو خوړلو وروسته بېرته پر خپل ځای کښېناسته اشغال دانۍ ته يې هماغسې اوږې تکيه کړې. سپيان را وړاندې شول په خلته کې يې خولې کوزې کړې. يوه يې ترې هډوکی راويست بل ډېر بوی پسې وڅکاوه خو څه يې ونه موندل.
د سپيو په هډوکي سره جنګ شو. د هغوی غپ و غوپ پورته کېده يو بل يې په کثافاتو کې سره مروړل، چې يو کړنګ شو اوسپنیزه اشغال دانۍ د شا لخوا په کوم څه ولګېده. د کثافاتو له ډېري هاخوا د ناجو د لويې ګڼې ونې تر ببرو څانګو لاندې د تورو فلمي آئينو واله موټر په درېدو سپيان لور په لور په منډو منډو وتښتېدل.
هغه را ولاړه شوه تر شاوخوا څارلو وروسته چابکه لاړه په ولاړ موټر کې کېښناته. څو شېبې وروسته دا له يوه مستطيل شکله کوچني کوتي سره بېرته په خپل ځای کښېناسته او موټر پر خپله مخه لاړ.
فرحان مازديګر ناوخته راغی سيده خپلې خونې ته د ننه شو. رسمي جامې يې بدلې کړې لاړ پر خپل تخت اوږد وغځېد. لږه موده وروسته د کور خادمې چای ورته کېښود. له خادمې يې د کور د فضا د غير عادي والي علت وپوښت. هغې وويل: «نن شپه ټول د رئيس عباس کره ميلمانه ياست، مور او خور دوی مو د تګ لپاره چمتوالی نيسي».
بيګا پرته له فرحان ټول ميلمستيا ته ولاړل. هغه ته هم اسرار وشو، خو هغه له يوې خوا په دفتر کې کار ډېر کړی و خسته برېښېدو او له بلې خوا يې بايد ورته پاتې کار په کور کې بشپړ کړی وای. همدا وه چې هغه ميلمستيا ته د تګ زړه ونه کړ. د کور تر لويي دروازې يې د پلار دوی همراهي وکړه او دی بېرته يوازې خپلې کوټې ته را وګرځېد.
د ماښام تر قضا کېدو وروسته يې خادمې ډوډۍ ورته راوړه او پسې لاړه خپل کور ته. تر ډوډۍ خوړلو وروسته په خپل کار لګيا شو. پرله پسې کمپوټر ته ناستې يې بندونه وچ کړل. کار بشپړ شو د خستګۍ ايستلو لپاره ولاړ شو د کوټې پرده يې چوله کړه. د سترګو ځير يې د کمپيوټر ښيښې وړی و بغير له تورې تيارې يې بل څه نه تر سترګو کېدل.
آسمان ته يې وکتل ستوري نه ښکارېدل. له ښيښې هاخوا ځير شو د بالکون په ژۍ يوه لويشت واوره ولاړه وه. د چای تر پيالې ډکولو وروسته يې کمبله پر پښو واچوه څو چينالونه يې تېر کړل بلاخره يې د تروا جګړې فلم (ايلياد) د کتلو لپاره غوره کړ.
د فلم سټېنګ ور جذب کړ. فلم، واوره او شپه دری واړه تقريباً اوج ته په رسېدو وو چې د دروازې زنګ غوندې وشرنګېد. ساعت ته يې وکتل ۱۱:۳۵ وې. د تلويزيون غږ يې بند کړ څو شېبې يې غوږ ونيو کوم څه تکرار نه شول. فکر يې وکړ څه نه شته بېرته يې د تلويزيون غږ لوړ کړ. تر لږ ځنډ وروسته يو ځل بيا له تېر وار اوږد زنګ وشرنګېد.
دا ځل مطمئین شو چې زنګ دی. خوله يې د لوړ غږ کولو په موخه راغونډه کړه، خو بيا يې پام شو چې د کور دری واړه ساتونکي يې پلار په مخه کړل. يو شېبه غلی پاتې شو. له ذهني بوختيا او تجسس يې داسې ښکارېده چې فکر يې په شلو لارو لاړ. له زړه يې راحت والوت غټ غټ جوپونه يې وهل. په زړه کې يې راتېره شوه چې دا اوس څه او څنګه کيدای شي؟ فرحان په همدې سوچونو کې و چې تړک شو د کړکۍ تر مخ بالکون په اوسپنيزه پنجره کاڼی ولګېد.
وېرې واخيست په بيړه لاړ له المارۍ يې توپانچه راواخيسته. اوس نو ور پېښه وه. زړه يې غټ ونيو کرار کرار لکه غل پل نيولی تر دروازې ورغی. څو شېبې همالته خپ و چوپ ودرېد کوم څه معلوم نه شول. وروسته يې غږ وکړ:
_ هلته څوک دي؟
له دروازې هاخوا په وچه واوره د پښو څپا ترپا شوه کوم څوک لنډ د دروازې شاته راغلل. غوږ يې ونيو له هغې خوا کوم غبرګون نه ښودل کېده. د دروازې له مستقيم الخط ځينې کيڼې ضلعې ته پناه ودرېد ورو يې بيا وپوښتل:
_ څوک يې؟
مقابل لوري په ټيټ غږ ځواب ورکړ:
_ د شپې اتل، ۱۳۹ واټ.
غږ په کافي اندازه ټيټ و سم يې تشخيص نه شو کړای، خو دومره پوه شو چې ښځينه دی.
فکر يې وکړ اوس چې هر څه دي بس دي. د ښي لاس په ګوتو کې يې توپانچه ټينګه په مخامخ جهت ونيوه دروازه يې په کيڼ لاس ورو ورخلاصه کړه. د دروازې په خلاصېدو ښځه په بيړه پرته له سلام کلامه را د ننه شوه.
فکر يې وکړ دسيسه ده. ژر يې له دروازې د باندې هاخوا دېخوا په تنګه کوڅه کې وکتل، خو څوک د هغې په تعقيب پسې نه ښکارېدل. لااقل ډاډه شو چې يوازې ده. دروازه يې په بيړه بنده کړه ښځې ته مخامخ ودرېد. هغه د سرای  ژېړ تت څراغ رڼا ته سمه نه ښکارېده.
فرحان لاسي بتۍ ورته برابره کړه تور حجاب يې پر تن و. لاسو کې يې څه نه ښکارېدل. واورې لمده کړې وه حجاب يې په راوتلو اندامونو پورې چسپ نښتی و. فرحان په تعجبي انداز ورته وويل:
_ څوک يې او څه غواړې؟
هغې يې په لاس کې توپانچې ته رډې سترګې نيولې وې. ورېدلې او ورخطا ښکارېده. ځان يې وخوځاوه غوښتل يې څه ووايي خو غږ يې تر خوله نه ووت. فرحان په کاوړ بيا ورته وويل:
_ تا لکه چې زما خبره وانه ورېده؟
هغې هماغسې توپانچې ته کتل ژبه يې بنده بنده کېده په ګوډ مات غږ يې وويل:
_ دش د شپې اتل، ۱۳۹ واټ.
فرحان يوه شېبه فکر وکړ خو بيا هم پوه نه شو، وروسته ورسېد چې ښايي کوم شفر تکراروي. په شفر يې نه پوهېدو، خو دا ورته د سوال او ځواب مناسب ځای ونه ايسېد. واورې هغه هم څه ناڅه لوند کړ. د وېښتانو پر سر يې سپين بڅرکي ونيښتل. د يخنۍ احساس يې وکړ. د سر په اشاره يې پوه کړه چې ما پسې راځه.
خونې ته په ننوتلو سره سم هغې حجاب وايست. تر حجاب لاندې يې شړېدلی ټيکری او ټنۍ دار خيرن کميس آغوستی و. مخکې له دې چې فرحان خوله چوله کړي، هغه هندارې ته ودرېده طلايي رنګه وېښتان يې جړ شوي ول د سمولو په موخه يې ګوتې پکې واچوې ورو يې مخ هغه خواته ورتاو کړ. غټې تورې سترګې، نرۍ وروځې، سپين نازک د مخ پوست، د مخ مطابق پزه او نری اندام يې درلود. په شونډو کې وموسکېده ورو يې وپوښتل:
_ اممم، د چا غږ خو نه لګي نور څوک درسره دي؟
فرحان لا هم خپل معمولي حالت ته نه و راګرځېدلی. په روښانه خونه کې د نجلۍ د جذاب اندام، رنګ او رويت په ليدو له هغې متاثر شو. تر لږه شېبه ځنډ وروسته يې زړه نازړه ځواب ورکړ:
_ خو څوک خو نوـــــــ نشته بس نو زه يم.
نجلۍ په خونه کې هاخوا دېخوا وکتل بيا يې خپلې غبرګې شوخې سترګې د فرحان په سترګو کې خښې کړې. کراره کراره په مکيز د هغه خواته ور رهي شوه. په شهواني غږ ترې راووته:
_ ښه نو څنګه زړه د ده مفتو شرابو څکه نه غواړي؟
د فرحان په زړه کې چې د هغې اړوند کوم شک و په يقين بدل شو. د هغه له څېرې داسې ايسېده چې د ده تمې او خواهشات هم په همدې محور راګرځېدل. زړه يې باغ باغ شو په موسکو شونډو يې ځواب ورکړ:
_موږ خو تړلي چرګان يو، بس نو څنګه چې ستا خوښه وي.
هغې ساعت ته وکتل بيا يې کرار کرار د خيرن کميس په ټنيو خلاصولو پيل وکړ. د هغې شهواني ادا د فرحان روان جنوني کړ. څومره ژر چې ممکنه وه بس هغه تر ايرو لاندې د زرو ليدل غوښتل. د دوهمې ټڼۍ خلاصولو په وخت يې ناڅاپه په جيب کې مبايل وشرنګېد. له جيب يې راوکښ له هغه يې په ډېرې بښنې سره د تشناب آدرس وغوښت. فرحان تشناب ورته وښود تر بېرته راستنېدو وروسته يې په خونه کې د هغې راتلو ته شېبې شمارې.
هغه همالته په خونه کې د انتظار قدم واهه ناببره شړنګ شو د دريم منزل ښيښه ريچې ريچې راولوېده.
هغه ورخطا منډه ور واخيسته د پلار د خوب له خونې يې وړاندې تېر شو پورته په زينو دريم پوړ ته وخوت. د فرحان په پورته ختو يې نجلۍ د پلار (جنرال) له خونې په بيړه راووته حجاب ته يې لاس کړ د کور له لويي دروازې په وتو سيده په موټر کې کېښناته.
فرحان د موټر د آواز په اورېدو منډه کړه د کور له لويي دروازې پسې ووت، خو د تنګې کوڅې په توره تياره کې يې هېڅ هم تر سترګو نه شول.
شېبه وروسته موټر د ښار فرعي خامو کوڅو ته په رسېدو په يوه تنګه کوڅه کې دننه شو. له کوڅې تر وتلو وروسته د يو چم خټينو کورنو په مينځ کې د يو زوړ کور څنګ ته ودرېد.
په موټر کې د ناستو کسانو څخه يوه د پوښتنې په بڼه تکرار کړل:
_ د هديرې پر لار؟
د نجلۍ سا لا هم ډوبه ډوبه کېده. يوه شېبه غلې وه بيا يې ژوره سا واخيسته موسکۍ شوه ورو يې وويل:
_ هو، سيده د هديرې پر لار.
په دې سره ټولو وخندل بيا د مخې په سېټ کې يوه سګریټ ولګاوه مخ يې ورته راتاو کړ ويې پوښتل:
_ کومه ستونزه خو پېښه نه شوه؟
نجلۍ سر ښي لاس ته ور کوږ کړ د‌ نخود په څېر کوچنی هيډفون يې له غوږ راويست. بيا يې ځواب ورکړ:
_ نه، هرڅه د پلان مطابق ترسره شول. د جنرال عيش طلب زوی ښه په سادګۍ سره تېروت. هماغسې زموږ د نقشې مطابق يې فکر وکړ په پته کې تېروتلې کوڅه ډبې سوالګره يم.
_ ډېر ښه. د جنرال صاحب ډالۍ د څنګه ورته ځای پر ځای که؟
_ اندېښنه مه کوه، د افغاني وياړ مشتاق جنرال به هرومرو خپله ډالۍ ترلاسه کړي. بم مې په پوره مهارت ورته د هغه په خونه کې تر پالنګ لاندې ځای پر ځای کړ.
د سګريټ په لوګي ټوخي واخيسته وروسته يې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:
_ تر راتلونکو دوه ویشتو ساعتونو به جنرال د ټول عمر لپاره د هديرې پر لار ورشي، داسې چې بيا به هيڅکله هم راونه ګرځي. د هغه زوی څه نومېد؟ آهه، فرحان، په اصل کې له هغه مننه چې دومره احمق دی.
ټولو د تمسخر په بڼه وخندل بيا په جلو ناست يوه وويل:
_د سي آی اې مرکزي څانګه به ستا د بريالي ماموريت ستاينه وکړي. دلته بې تا واقعا کمرنګه يو.
هغې په شونډو وړه موسکا خوره کړه بيا يې وويل:
_هيله کوم دا زما دنده ده. زه له هغوی سره کار کولو ته ژمنه يم او موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې د متحده ايالاتو ګټې حتا مازې زيان منونکې کړي. اوس نو ځئ ژر سفارت ته خبر وکړئ چې په جنرال د بريد کېدو پيش بيني وکړي او د وژل کېدو په تړاو يې د خواخوږۍ او غندنې اعلاميه چمتو کړي.
د دې په آوریدو ټولو په کړس کړس وخندل موټر ته يې پښه ورکړه څو شېبې وروسته يې واورې د ټايرو ليکې پسې پټې کړې.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب