یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه

د پروین ملال څو تازه شعرونه

 زما افغانې لورکۍ

بیګا دوه ستورو تر سبا پورې 

په سپینو، سپینو ځلیدونکو څوکو

تا ته سندره د کتاب او د قلم لیکله

د خپلو وړانګو یې تراشلې تاته

د قلمونو څوکې 

د خپل ټوټو یې جوړوله تا ته 

د پاڼو سپينه نړۍ

ښکلې بابونه سرلیکونه یې

د پاس اسمان په لاجوردي تخته 

تاته د برم او پرتم لیکله

زما لورکۍ ، زما افغانې لورکۍ!

زما دردیدلې، زما معصومې لورکۍ!

ستا تر حیا ستا تر وقاره ځار شه

دا تاج و تخت او ګدۍ

ستا په پوړنې به لاسو نه کښیښږدي 

 د سپرلی سپین ګلونه

سپوږمۍ به غیږه ورکړي، ښکل به یې کړي 

ستا د پوړنې غبرګي څوکې

د وقار  او سپیڅلتوب حدونه

بیا به د خپل جبین، د رڼا څړیکې او د سیورو د رنجو شیبې

ستا پر کمیس وشیندي

 ترخې شیبې به د وخت، ترکاڼ اره، اره کړي

سپیدې به ستا اوږو ته سر را ټیټ کړي 

د سهار لمر به، 

د سپیدو د ګلابې رخسار ښکلونه واخلې

او ستا په سر به د زرینو څاڅکو 

تړم باران وکړي

آسمان به ستا د کتابونو بکس کي 

ستا په لاس کښلو د ښکلا او سپیڅلتوب توروته

په پټه خوله د التفاته ډک نظر وکړي

 دا وخت به تیرشي،

د زمان سیند ته به ولویږي

ساحل به توی کړي ستا لمن ته

 د کره غمیو ډکې لپې

اسمان به وخاندې په شونډوکې به،

 وتاته راوړي د بوډي د ټال دوه غبرګ ټالونه

ورځې به وچي شي یوه، یوه به ورژیږي 

لکه په منی کې د ونو پاڼې 

 بیا به یې باد او باران، د فنا غیږ ته یوسي

ستا د سپیڅلو اوښکو 

تر نجابت او لطافته جار شم

زما وزړه ته د درد څړیکې راوړي

زما اروا ځوروې

نور مې دردمنه اروا مه ځوروه

زما افغانې لورکۍ، زما د وطن شهزادګۍ

ته د (بلخۍ) او د (ملالې) لوريه

ته د (نازو) او (عایشې) شعر یې

ستا د سر سپین پوړنې د (ګوهرشاد) د تاجه

ستا د لمنې عفت د (زرغونې) د غیږې

وارخطا کیږه مه

د خپل وجود په رڼا وړاندې قدم واخله

شمعه چې تته شي، 

لوګي یې د هسک څنډو ته قدم واخلې  

سهار ته لاس ورکړي 

ورځې راویښې کړي

د رڼاګانو فصل د پسرلی د اسمان

پښې ښکل کړي

زما افغانې لورکۍ، زما د وطن شهزادګۍ

د خپل وجود په رڼا وړاندې قدم واخله

وارخطا کیږه مه، تلوللې کیږه مه

۲۰۲۲  / ۴  / ۹ 

غزل

د غرونو خړې څوکې مو چینې غواړي د لمـر

ژوند ټوله سیورو، واخیست په تیارو شو برابر

فطرت د کائـیناتو ته نه ښایـې بې غوری

شیبې د حسـن راوړه د رنګونو په محشر

وژلي یو ټپونو د دردونـو سـاه وتل دی

نظر د التفات پسـي مو ووتـل بصـر

کرلـي مو دی پلونه د رڼا او د سپېـدو

اوریځ د رحمت راوله خالقه زموږ په در

زموږ ښار په لاسونو کې دعاوې دی کرلې

لمنو ته یې  واچوه مرجان دُر او ګوهر

یو څوک دې را ته وښیې، د تللو پټ  منزل

یو څوک دې راشي رادې وړی د تللو لږ خبر

یو څوک د ې را ته ووایي هغه پر کومه ولاړی؟

هم هغه د (پروین) د نیمو شپو، د غیږ قمر

۲۰۲۲ / ۴ / ۸ 

غزل

حسن چې قدم پر طراوت اخلي

عشق د ځانه اور اخلي وحشت اخلي

تیرې شیبې راشي په اوږو دخیال

تیر ژوند مې د حال څخه مهلت اخلې

څاڅکی دیوخوب مې په جبین توی شې

تور ویښته د سپینو نزاکت اخلې

لمرچې د ماښام دیدن ته ورسي

سور شفق د څنډو اجازت اخلې

ټول ژوندون سراب دی، مسافره یم

میینه ده، قدم په لطافت اخلې

زه د چا دعایم هسکه تللې یم

زما عادت دستورو نه عادت اخلې

زه نګارخانه یم، زه هېنداره یم

پټ مې د څرګند نه بغاوت اخلې

اوښکې مې رڼاشي د تیارو پر لار

شپې مې د ( پروین) د غیږ وصلت اخلې

۲۰۲۲ /  ۳ / ۱۲ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب