یکشنبه, مې 12, 2024
Home+طبابت او روژه / داکتر نګین کرګر

طبابت او روژه / داکتر نګین کرګر

د تکنالوجی او تمدن د پرمختګ سره زموږ د انسانانو د ژوند اړتیاوی هم ورځ په ورځ ډیریږې، چې ددی سره ډیری مرضونه هم مل دي. دا د متمدنه ژوند ناروغۍ ژمونږ په ژوند او روغتیا ډیره اغیزه لری لکه شکر د وینی غوړ لوړ فشار ، چاغی ، ارتراتیس او سرطان. ددغه مرضونو په زیاتیدو سره د رنګارنګ درملو استفاده هم زیاتیږې چې هر یو د جانبی عوارضو سره مل دي. سربیره پر جانبی عوارضو انسانان بیا هم د بیا رغیدو په خاطر کیمیاوی او بیالوژیکی دوا استعمالوي، دغه جانبی عوارض د نورو بیلابیلو مرضونو سبب ګرځې. لکه د انتیبیوتیکو ډیر استعمال نه یواځی پر مکروب تاثیر نکوی بلکه د ځیګر ، معدی او صفرا کیسې په وظایفو هم اثر کوی، ناروغ د یو مرض د تداوۍ لپاره په بل مرض اخته کیږې. ساینس پوهان په دی فکر شو چې داسی یوه تداوی پیدا کړی چې په هغه کې دانسان د وجود ددفاعی سیستم یو میکانیزم مطالعه کړی.

یو د دی میکانیزم څخه چې ساینس پوهانو مطالعه کړ د نهاره اوسیدو یا د طبی روژی میتود دی، چې اکثراً مذهبونه دا د عقیدی په اساس پر مخ بیایی او د اسلام په دین کې هم یو د فرایضو څخه روژه ده.

په روسیه، المان او امریکا کې داکتران او ساینس پوهان په وروستیو پنځوس کلونو کې په دی څیړنو اخته دی چې د روژی یا د ډوډۍ نه خوړلو اثرات د انسان په فزیولوژی کې مطالعه کړی. ساینس پوهانو، بیالوجستانو او داکترانو د شکر، د وینی غوړ او ارتراتیس ناروغان د ډوډۍ نه منع کړل او ددوي د شکر، هورمون، وینی ، ادرار په معایناتو یي پیل وکړ، په دا معایناتو کې د کالوری د کمیدو او د وجود د انرژی اخیستلو میکانیزم مطالعه شو چې څه تغیر پکې راځې؟

د روژی په مهال میتابولیزم څرنګه بدلون موندی؟

او روژه نیول د کومو مرضونو په وړاندی مرسته کولاي شې؟

ددغه ازمایښتونو پایلې ډیرې په زړه پوری وی مخصوصن د اوسنۍ پیړۍ مرض یعنی سرطان په وړاندی، چې ددی مرض په تداوی کې دا یوه نوی ازموینه ګڼل کیږې او د مرض د تداوۍ لپاره ډیر نوی افکار رامنځ ته کوي.

د روسی په سایبریا کې دغه تداوی تقریباً د پنځلسو کلونو څخه را په دیخوا رواج دی ، هلته په کلینیک کې ناروغان د دولت په لګښت بستر کیږې او د وینی ، هارمون او نور معاینات یی پس له منظمو ساعتونو نه خوراک نه ترسره کیږې. ددی کلینیک پیل هغه وخت وشو چې په نورو هیوادونو کې دداسی تداوۍ په هکله چا فکر هم نه کوه. دغه کلینیک د چې د ګوریاچینسک په منطقه کې دی په ۱۸۱۰ کال کې د یو روسی نظامی داکتر لخوا کیښودل شوچیرته چې د ګرمو اوبو چینه وه او د ناروغانو لپاره کاریدل. په دا کلینیک کې د تداوۍ لمړۍ مرحله کې د ناروغ په روحی حالت باندی تمرکز کیږې، د شکر، او ارتراتیس هر یو لپاره بیلابیل د تداوۍ پروګرام موجود دی مثلن ناروغ د دولسو ورځو لپاره روژه نیسی او یواځې اوبه سکې او که مرض یی دوامداره وی د ډوډۍ نه خوراک حتی دری اونۍ هم دوام کوی. ناروغ د ورځی دوه یا دری ساعته قدم وهی او فزیکې فعالیت کوی، پس له دری ورځو څخه یی د کلینیک لخوا د درملو اندازه کمیږې. په دی وخت کې د ناروغ روحی حالت ته ډیره پاملرنه کیږې او د داکتر د څارنې لاندی وی، د ناروغ په وینه کې غوړ، شکر، هورمون ، ویتامین ، منرال، پروتین او وغیره معاینات کیږې. د ډوډۍ د نه خوړلو له کبله د ویتامین ای او ډی او یا د ځینو منرالو کمښت پس له دی معاینو څخه لیدل کیږې، خو د تشویش وړ نه وی. د دغه کلینیک د بنسټ څخه تر نن پوری تقریباً لس زره کسان چې شکر، ارتراتیس ، لوړ فشار درلوده برخه اخیستی ده.

د ډوډۍ د نه خوړلو له کبله د ولږی احساس پس له دوه یا دری ورځو څخه کمیږې، یواځی ستونزه هماغه لمړی دری ورځې وی، چې سر درد او د بدن سستی منځ ته راوړی، پس له دری ورځو د انسان وجود ورسره عادی کیږې، دغه مرحلی ته انتوکیسکیشن یا مسمومیت مرحله ویل کیږې.

د مسمومیت په مرحله کې د وجود څخه زهری مواد بهر وځې، او د سردردی او کمزوری لامل کیږې. کله چې د مسمومیت دوره پاې ته ورسیږې، بدن د ارامښت احساس کوی چې ددی ډول تداوۍ یوه مهمه برخه ګڼل کیږې، او ددی کچه د ادرارو او وینی په معاینه کې معلومیږې. مثلن په ادارو کې د القلی کچه لوړیږې. د مسمومیت په مرحله کې ناروغ سربیره د سردرد سره د مفاصلو د درد څخه هم شکایت کوی، کوم چې څو ورځې وروسته کمیږې، د انتوکسیکیشن د مرحلی څخه وروسته د انسان بدن، په بدن کې د ذخیره شوی موادو څخه استفاده کوې.

د انسان او حیوان د ژوندی پاتې کیدو لپاره د انرژی پرته د ډوډۍ څخه د کومه کیږې؟

د انسان او حیوان بدن پرته له ډوډۍ څخه دری ډوله کیمیاوی مواد ذخیره لری، ګلوکوز یا قند، پروتین او شحم. لمړۍ د انرژی منبع ګلکوز یا قند دی، چې د عضلاتو او بدن په تیره بیا د دماغی فعالیت د فعال ساتلو لپاره ډیره مهمه ماده ده، خو د بدن د قند ذخیره ډیره کمه ده او د یوی ورځ نه پس ختمیږې. پوښتنه ده چې د انسان یا حیوان بدن د قند د کمښت سره څه عکس العمل ښکاره کوې؟

کله چې د قند ذخیره د انسان یا حیوان په بدن کې ختمه شی وجود د پروتین څخه قند جوړوی کوم چې د ورځینی فعالیت لپاره ضروری دي، دغه ګلوکوز د عضلاتو د پروتین څخه به بدن کې جوړیږې او د انرژی د تعادل لپاره کارول کیږې. همدارنګه د انسان او حیوان بدن د غوړ یا شحم څخه ګلوکوز جوړی چې ورته کیتون بادی وایی او په ځیګر کې جوړیږې. کله چې کیتون بادی یا کیتون چې یو کیمیاوی ماده ده جوړه شی د زړه بدوالی او سردردی کیمږې او بدن تعادل حالت ته راځی. ددی درملنی پر محال بیلابیل تګلاری لکه سپورت، د طبیعت ننداره، د اعصابو ارامښت دی چې روژه اسانه کړی په مذهبی ټولنو کې دی سره دعا ، عبادت او زمونږ ټولنه کې د قران تلاوت د حوصلی او بردبارۍ د یو بل په وړاندی درناوۍ علت همدا روحی سکون وی کوم چې یو دینداره شخص ورسره خپل روحی سکون لټوی. دا چې طبی روژه د روانی امراضو په تداوۍ کې هم اغیزمنه ثابته شوی ده ددی مقالی په بله برخه کې پری بحث کیږې.

د سپورت او روحی سکون اثرات د انسان د ګردو په فعالیت او په جلد کې یی واضح اثر ښکاره کوی، یعنی د انتوکیسکیشن د ختم مرحله د ناروغ په صورت او روان کې په وضاحت سره معلومیږې. او دغه روحی سکون دوی داسی حالت ته بیایی چې د هر بند نه ځان ازاده احساسوی، ددوی اراده پیاوړی کیږې یعنی په داسی فکر شی چې ډوډۍ نه خوراک سره هم خپل ورځنی کارونه پر مخ بیایم نو زه کولای شم چې غرونه هم راونړوم.

د روژی نیول یا د خوراک نه کولو تاثیر د بدن په میکانیزم څه تاثیر لری؟

او داکترانو ساینس پوهانو څرنګه دا ثابته کړه چې په سلو کې اویا فیصده ناروغان پس له داسی تداوۍ څخه روغ شوی دي؟

ایا دا پایلی سمی دي؟

دا میکانیزم په بدن کې د کومو هارمونو د ترشحاتو سبب ګرځې؟

ایا دا پایلی په منظمه او تکراری ډول اندازه کولای شو؟

تقریبن شپیته کاله دمخه کله چې روسیه نشو کولای خپلی څیړنی د نوری نړی څیړنکو سره شریکې کړی د روژی یا د ډوډۍ نه خوړلو په هکله څیړنی پیل شوی وی، په علمی څیړنو کې چې په متواترو تجاربو په ناڅاپې ډول یو غیر منتظره پایلی رامنځ ته شې د ډیرو شننونکو پام ځانته اړوی او همدا علت شو چې د مسکو په کونساکووف konsakove کلینیک کې د روانی ناروغان چې ځانونه یی محکوم احساسول دا څیړنې پیل شوی، هلته کومو ناروغانو چې به خوراک نه کو، دوی به نه هڅول کیدل او ددوی راونی حالت کوم چې به د ډوډۍ خوراک په هڅولو کې لا زیات خرابیده نور لا په ښه کیدو به شو، ناروغ به پس له څو ورځو نه خوراک په خپله خوښه پیل کړ، جوس اوبه یا خوراک به یی پیل کړ، داکتران دی نتیجې ته ورسیدل چې ناروغ خوراک ته ونه هڅوی دوی داسی شواهد وموندل چې په لسمه ورځ ناروغ د ځایه پاڅیده او په فعالیت یی شروع وکړه او خوراک ته یی زړه ښه کړ نورو سره یی خبری وکړی او دباندی ووتل، یعنی داسی روانی ناروغان د خوراک نه خوړلو له کبله خپل عادی حالت ته راستانه شو او ډیرو ناروغانو بیرته خپل عادی ژوند پیل کړ. دغه تجربی پنځلس کاله په ناروغانو دوام وکړ او ډیر شواهد او پایلی راټولی شوی. داکترانو په دی موده کې د سکتیزوفرین، دیپریشن او نورو روانی ناروغیو درملنه وکړه او ناروغ به یی د شلو نه تر څلویښت ورځو پوری خوراک ته نه هڅوه.

دغه څیړنو او تداوی میتود ډیرې پوښتنی راوپارولې ځکه نه خوراک خپله یوه نا خوښونکې حالت دی. کله چې د نورو داکترانو پام دی ته شو نو د ناروغ د هارمون کچه او نوری د وینی معاینی د تداوی نه مخکی او وروسته وشوی. داکترانو د ناروغانو په حالت کې یو رقم پایلی وموندلی چې د ظاهری حالت سره ددوی د وینی او هورمون کچه هم یوشانته پر مخ تلله دوی وویل چې روژه نیول یو سایکوستیمولیتنت تاثیر د انسان په روان لری، چې ورته انتی دیپریسیف ایفکت هم ویلی شو، همدارنګه په دغه ناروغانو یی سیدیتیف یا ارامونکې احساس هم درلود.

ددی پایلو کچه چې په سلو کسانو پای ته رسیده د بیلابیلو بیولژیکی ، فزیولوژی او کیمیاوی معاینو په واسطه وڅارل شوی او په لسو کلونو کې دی روسی داکترانو تقریبن لس زره کسان تداوی کړل او ددی څخه اویا فیصده یی دایمی روغ شو. داکترانو دا ومندله چې سربیره په روحی او روانی حالت په شکر او ارتراتیس، ساه لنډی او جلدی ناروغیو لکه اګزیما یا د جلد التهابی وچوالی کې هم اثر ښکاره و.

په کال ۱۹۷۳ کې روسی روغتیایی چارواکی په دا تداوۍ شکمن شو او ددی لپاره یی یو کمیسون وټاکه چې ډیرۍ یی داکتران و. دی کمیسون د هر ناروغ د معدی ، ځیګر، تایروید، صفراکیسه او د بدن افرازات او د وینی معاینات ، د التهابی حجراتو کچه ، باکتریا او د معافیتی سیستم حجراتو معاینه په سیستماتیکه ټوګه پیل کړل.

په دا کلینیکې ازمایښتونو کې زرو کسانو برخه واخیسته او دا پروسه چې پایلی یی د لمړیو لسو کلو پایلو سره یو شان وی د روغتیا چارواکو لخوا تصدیق شوه. دوی دا هم وموندل چې دا پروسه په کومو مرضونو کې اثر کوی او په کومو کې اثر نه کوی.

په کومو امراضو کې چې ددی څیړنو پایله مثبته وه هغه د سږو مرضونه، د زړه، د وینی لوړ فشار د معدی او کولمو امراض ، د هارمون سیستم د مفاصلو او هاضمی جهاز، جلدی او د وینی غوړ او شکر و، په کوم مرضونو کې چې د بهتر کیدو نښې معلومی نشوی هغه توبرکلوز، اول تایپ شکر ، انورکسیا او نور د ځیګر ځینی ناروغۍ وې.

د روژی اثر په روغتیا څرنګه تشریح کولای شو؟

ولږه بدن یو سترس حالت ته بیایی، دا سترس په بدن کې بیرته داسی یو میکانیزم برابروی چې وجود د تعادل حالت ته راشی دی ته زانوجینیزیس sanogenesis وایی. د زانوجینیزیس د نورمال او ناروغ بدن داسی یو میکانیزم دی کله چې بدن د ډیر سترس لاندی راشی راڅرګندیږې، دغه پروسه د مرض د پیل نه تر تداوۍ پوری دوام لری.

په عادی حالت کې زانوجینیزس ولې راڅرګند نه وی؟

دا د سترس یو داسی میکانیزم دی چې بدن دی ته اړباسی چې د ماحول د بدلون سره عادی شی، یعنی د ډوډۍ نه خوړلو په وخت کې وجود د سترس لاندی راځی او بیرته تعادل برقراریږې. کله چې انسان ډوډۍ ونخوری سملاسی یی هارمون بیلانس کې تغیر راځی بدن بی انرژی شې، دغه هارمون ترشحات او ډوډۍ نه خوراک ددی سبب ګرځې چې ځینی التهابی حجرات د هارمون د زیاتی کچې له امله د التهاب د رغیدو سبب شی، په داسی ناروغانو کې د انسولین، ترای ګلیسیراید (شحم) او کلسترول یا د وینی غوړ کچه عادی حالت ته راشی، او د وجود د انرژی مصرف لپاره پروتین او شحم وکاروی. یعنی ساه اخیستل، د وینی فشار، د هاضمی سیستم او ډیر نور د بدن غړی یو د ارامښت حالت سره مخ کیږې، ډوډۍ نه خوراک د بدن معافیتی سیستم پیاوړی کوی او د زانوجینیزسس پروسه فعالوې کوم چې د مرض په کمیدو کې په بدن کې فعالیږې.
دا تغیرات ساینس پوهانو څرنګه اندازه کړل؟

د ساه لنډۍ په ناروغانو کې دا پروسه په منظمه توګه اندازه شو، د سږو د مخاط په حجراتو کې د ساه لنډۍ په محال یو رقم کیمیاوی ماده چې هستامین نومیږې ځای نیسی د هستامین په ترشحاتو سره چې تاسو ته به د الرجی په محال هم معلوم شوی وی ناروغ ته د لسو ورځو لپاره ډوډۍ نه ورکول کیږې، د ډوډۍ نه خوراک له امله د هستامین کچه ښکته شې، او د سږو په مخاطی حجراتو کې بیرته د سږو سرفکتنت یا یو نوع شحم ځای ونیسی او د سږو د حجراتو سپزم یا پړسوب کم شې. ددی څیړنو پایلی ځکه ډیری جالبی وی چې په لمړی ځل څیړونکو دا تغیر ولید، چې پس له دی یی د ټول بدن بدلون په پام کې ونیوه. او د برانشیال استما د تداوی لپاره چی ډیری ناروغان یواځی دوا ددی په خاطر اخلی چې د مرض اثر کم شی دا پروسه پیل کړه. پس له دی چې څیړونکو د نه خوراک اوږد مهاله اثر مطالعه کړی، د روسی د بیلابیلو ښارونو څخه یی په دا میتود ناروغان تداوی کړل او د روغتیا وزارت د تداوی په برخه کې شامل شوه. خو د زانوجینیزیس د میکانیزم د پوهیدو لپاره لا دا پایلی مکملی نه وی، او په بل کوم اروپایی هیوادکې لا په دی هکله څیړنې نه وی ترسره شوی. او د درملو جوړولو کمپنیو ددی څیړنو د بودیجی لپاره کومه خاصه علاقه ندرلوده.

په المان کې د یوی سروی نه وروسته دا مالوم شو چې ۱۵-۲۰ فیصده المانانو هم روژه نیولی ده د المان په جنوب بودنزی کې د طبی روژی کلینیک د شپیتو کلو را په دیخوا موجود دی او ډیر مشهور یی د بوښینګر کلینیک په نامه یادیږې. دغه کلینیک ته په کال کې ډیر شمیر ناروغان د دی میتود د تداوی لپاره راځی. دی کلینیک کې روژه د یوی هفتی نه دوه اونۍ پوری دوام کوی. دلته د ارتراتیس ناروغان زیات راځی او د طبی روژی په میتود سره ددوی د درملو کچه کمیږې، چې اکثر دا ناروغان ستیروید استعمالوی او جانبی عوارض یی زیات دی. المانی څیړونکو هم دا ویلی دی چې د روژی سره ناروغان روحی سکون پیدا کوی او د انسولین د ریسپتورونو فعالیت یی په حجراتو کې مطالعه کړی دی ، دوی د ناروغ د سیروتونین یا د خوښي د هورمون کچه هم تر څیړنو لاندی نیولی ده.

ددی لپاره چی ساینس پوهان د روژی نیولو په بهتره میکانیزم پوه شی او د انسان سره یی مقایسوی مطالعه ژوره څرګنده شی دوی په حیواناتو لمړی تجربه کوی لکه د درملو جوړلو پروسه چې لمړی په حجراتو بیا په حیواناتو او بیا په انسانانو په کلینکیې ازمایښتونو ترسره کیږې، د روژی تاثیر هم ساینس پوهانو د جنوبی قطب په مارغه چې پینګوین نومیږې پیل کړی دی. دوی د څو لسیزو راپه دیخوا د دغه مارغه د ژوند میکانیزم مطالعه کوی، کله چې پینګوین خپله کالونی پیدا کړی دا د ډوډۍ خوراک بندوی او ښځینه جوړه دی ته په تمه وی چې نارینه پینګوین یی هګۍ القاح کړی، دغه موده تقریبن څلور میاشتی نیسی د ځلورو میاشتو لپاره دا جوړه خوراک نکوی ، په دی موده کې کله چې فرانسوی ساینس پوه Yvon Le Maho ددوی د بدن میکانیزم ددوی د وینی د معاینو څخه مطالعه کړ , دی پایلو ته ورسیده چې دغه مارغان هم په دی موده کې د بدن قند، پروتین او شحم مصرفوی او کله چی یی د بدن د شحم کچه ۱۵ فیصدو ته ورسیږې دوی د خپلو سوړو څخه راوځې او په خوراک پیل کوی. ددوی په بدن کې دری فیصده پروتین وی او ۹۶ نوی فیصده شحم چې په دا څلورو میاشتو کې یی مصرفوی. ددوی بدن داسی عیار وی چې دوی ډیره کمه انرژی مصرفوی. لکه څنګه چې مې پیل کې وویل د انسان بدن د قند پروتین او شحم د ذخیرو نه استفاده کوی همداسی دا مارغه هم د دی دری ډوله کیمیاوی موادو نه استفاده کوی. په دی حیوان کې دا مرحله تر سلو ورځو پوری دوام کوې.

ساینس پوهان غواړی پوه شی چې ایا دا پروسه په هر ژوندی موجود کې یو شان ده یانه؟
دوی دا تجربه په موږکانو هم ترسره کړه چې د ازامیښتونو پایله یی یو شان وه. بعنی د ډوډی نه خوړولو په وړاندی د ژوندیو موجوداتو عکس العمل او د وجود میکانیزم یو شانته دی. دی پایلو د تداوی لپاره ډیر په زړه پوری میتود رامنځ ته کړ، ځکه پایلو وښودله چې د انسان او حیوان د پیدایښت نه ددوی د بدن میکانیزم یوشان دی او ډوډۍ نه خوراک کومه خطرناکه پروسه نده، بلکه د حالاتو په وړاندی د انسان د مقاومت دی چې د خلقت د پیل نه تر نن پوری دوام کړی دي. یعنی د حدودو مراعات کولو سره د ډوډۍ نه خوراک د یوی محدودی مودی لپاره د انسان بدن ته زیان نه بلکه فایده هم رسوی.

څیړنو ښودلی ده چې یو بالغ انسان چې وزن یی اویا کیلوګرامه وی او قد یی یو متر اویا سانتی دی ۱۵ کیلوګرامه د شحم ذخیره لري او د څلویښت ورځو لپاره که هیڅ ډوډۍ ونخوری د ده لپاره بسنه کوی، ځکه د انسان بدن د خوراک کموالی سره دومره عکسالعمل نه ښکاره کوی لکه د ډیر خوراک سره چې یی ښکاره کوې.

ایا روژه نیول د انسان په تحت الشعور کې زاړه سیګنالونه او ریفلیکسونه بیرته فعالوی؟ که روژه دا ثابتولی شی چې انسان ته روحی سکون او امید بښونکې ده نو دا زمونږ په ارثی معلوماتو کې ده چې د لاس انجلس سودرن کالیفورنیا په پوهنتون کې یو بیالوجست Walter Longo مطالعه کړی ده. دی د الزایمر او سرطان په ناروغیو کې څیړنی کوې ده دا ومونده چې که حیوانات ډوډۍ ونخوری نو ددی مرضونو په درلودو سره یی عمر نه کمیږې. دا بیالوجست دی نتیجی ته ورسیده چې کله د یوی مودی لپاره ډوډۍ ونخوړل شی بدن ته کوم زیان نه رسیږې او د سرطان په ناروغی کې چې تجربه یی په موږکانو شوی ده د کیموتیراپی د درملو کچه کموې.

دی پایلې ته رسیږو چې د د تکنالوجی او تمدن د پرمختګ سره زمونږ د انسانانو د ژوند اړتیاوی او د متمدنه ژوند ناروغۍ ژمونږ په ژوند او روغتیا ډیره اغیزه لری لکه شکر د وینی غوړ لوړ فشار ، چاغی ، ارتراتیس او سرطان، خو دا د صحی کم خوراک او ورزش سره یی چانس کمیدای شی. همدارنګه په روژه کی غوړ خوراک او سره شوې خوراکونه باید ونه خوړل شی په ځای یی صحی خوراک د روژی سره ډیری ګټې لری چې مسلمانان او نور مذهبونه یی په بیلابیلو طریقو پر مخ بیایی.

2 COMMENTS

  1. بلی؛روژه نه یواځی د صحت ،تصفیی او تطهیر میاشت ده،بلکی نور تربیتی رازونه هم ورکی نغښتی دی ،چې خالق د عالم،اشرف المخلوقات ته لازمی ګرځولی او د وجود کیفیت یی روژی ته اړ دی، او هغه هم د فرضیت په درجه کی۰
    خو د علومو د لا زیات پرمختګ سره ،نوری مرغلرې هم ترلاسه کیدای شی،او داټول ثابتوی چې زموږ خالق؛علیم او مدبر ذات دی۰
    له ډاکتر صاحب نګین کرګر نه ډیره مڼنه او د نورو تحقیقی او علمی لیکنو په هیله
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب