ږیره مې مروړله، نه راښکاریدل چې سپین تارونه په ګوتو راغلې دي که تور. هغه وخت چې مې ږیره نه وه له پټاکیو مې خوند اخیست. یوه ورځ مې د اختر په پیسو پټاکۍ اخیستې وې. انا مې پر چوتر ناسته وه له هر ډز سره به یې غوږو ته لاس نیوی او راغږ به یې کړل:
-خو زړه دې بوټ راوایست
اوس په دې خالي سړک له پرتو پوچکو داسې پښې اړوم لکه له ناپاکې غوجلې چې وځم. درې شپې مخکې دلته جګړه وه.
د سړک غاړې ته په لوړه په سنګر کې ناست وسله وال ته مې مایک ونیو چې غږ یې د راپور لپاره ثبت کړم. له لویدلیو سرو سترګو یې بیخوبۍ ځل واهه، ورته ومې ویل:
-خوب دې نه دی کړی
اوسپنیزه خولۍ یې لرې کړه، ویښته یې وګیرول:
-رپ مې نه دی وهلی
-دا نور مخالف وسله وال مو په شا شوي
-داسې مو نه دې ځپلي، په دروبین کې نه ښکارې
-نو ولې دې خوب نه پوره کوې
زما سر، بیا یې پښو، بیا سر ته وکتل:
-احتیاط ښه وي
ده دا ادعا وکړه چې درې شپیته مخالفان یې وژلي او د دوی تلفات دولسو ته رسیږي.
زه د سړک لورته کوز شوم. واوره دانه دانه راښکته کیده. د سړک په منځ کې کښیناستم د مرمیو پوچکو ته مې د کمرې لینز برابر کړ. درې پرې له پسې ډزې شوې، د سړک څنګ ته د ونې د ډډ شاته ودریدم. پورته د ونې څانګې غوڅې شوې وې. پوه نه شوم چې ډزې له کوم لورې وې. د سړک پورې غاړې ته دوه ږیرور کوز روان شول. پرې غږ مې کړل چې خبرې راسره وکړي، و نه دریدل. کمره مې په بیک کې کیښوده، ورپسې شوم، دوی په سیخه لار داسې زما له سترګو پناه شول لکه په لړه کې کارغان. همدې لور ته د سړک انجام نه معلومیده. دې بلې خواته مات سړک، لویدلی پل؛ داسې ایسیده لکه نیمګړې رسامي او شمال د پاخه سړک په پاتې روغې برخې وچه واوره نڅوله.
پای