پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهفاطمه ګیلاني نړیوال باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

فاطمه ګیلاني نړیوال باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند(یکشنبه، د حوت ۲۲ مه) د افغانستان د پرزول شوي حکومت د سولې د مرکچي پلاوي پخوانۍ غړې فاطیمه ګیلاني وايي، اوس چې افغانستان یو لاس د طالبانو په کنټرول کې دی، باید خپلې ژمنې عملي او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

اغلې ګیلاني، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د سره میاشت ټولنې رييسه وه، د ترکیې د انتالیا په دیپلوماسۍ فورم کې د مدني فعالې په توګه ګډون کړی و.

دې فورم ته وویل:«طالبان اوس د افغانستان واک په لاس کې لري، باید تېر هیر کړو. پکار ده چې خوشبینه واوسو او ټینګه سوله ترلاسه کړو، نور وخت نه لرو چې پر پخوانیو ستونزو خبرې وکړو. اوس افغانستان د یوه لاس له لوري اداره کېږي.»

د اغلې ګیلاني دا خبره چې«افغان ښځې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.» د ځنیو افغان ښځو، چې د طالبانو مخالفې دي، له غبرګون سره مخامخ شوه.

مېرمن ګیلاني وویل چې د ستونزو د حل کیلي د طالبانو په لاس کې ده او هغوی باید هغه ژمنې عملي کړي چې په پیل کې یې کړې وې.

دې د یوه داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ چې د ټولو خلکو استازی وي خو په عین حال کې یې وویل چې که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، افغانستان ته به یې زیان ورسېږي.

2 COMMENTS

  1. دا د پاکستان فرمايش يا په بله مانا نوی غوستنه ده چی د نوموری له خولی روحي. پاکستان يي خپله بايد په رسميت وپيزني بل هيچا ته حاجت نشته.

  2. د ګیلانی لور فکر کوی چی پدی خبره ممکن ورته کوم پوزیشن نصیب کی شی خو فکر نکوم ځکه چی مقرری ټولی د اسلام آباد لخوا کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب