جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرغونچه او جانان / پاکیزه ارزو

غونچه او جانان / پاکیزه ارزو

په شعرونو کې تکرار ي تشبیهات ،خیالونه او  کلمې راوړل شعر بې خونده کوي.خو کله کله یو نیمه کلمه په شعرونوکې دېره تکرار راځي خو تکرار یې ډېر خوندور وي .

په شعرونو کې اکثرا  شاعران خپل مقابل لوری (محبوب) که مقصد یې هر څه وي د اشنا ، یار ، محبوب او جانان په نامه یادوي خو د جانان د کلمې استعمال ډېر دی. دا چې په شعرونو کې د جانان کلمه ډېره کارول کېږي دلیل به یې دا وي د جانان کلمه روانه ویله کېږي چې د نون او الف تورو په کې ښه موسیقیت پیدا کړی او دا کلمه په ندایې حالت کې لا خوندوره کېږي. د ډېرو غزلونو د ردیف په توګه راغلی که مبالغه نه وي هر شاعر به خامخا د غزل د ردیف په توګه استعمال کړی وي. خو غونچې پښتنې دا کلمه په خپلو شعرونو کې دومره ډېره راوړې چې دغزلونو او د نظمونو د لازمي برخې په توګه یې ګڼلی شو.

 (وایه خوب به څنګه راشي؟) د برې پښتونخوا د ځوانې شاعرې غونچې پښتنې شعري ټولګه ده. چې په ۲۰۰۶ ز کال کې چاپ شوې. د غونچې پښتنې په هکله ډېر معلومات نه لرم دا چې اوس هم شاعري کوي او که نه او چېرته اوسېږي خبره نه یم خو له شاعري څخه یې داسې معلومېږي چې دا ځوانه شاعره د پښتنې ټولنې منفي رواجونو ځورولې ده  چې د ټولګې په سریزه کې یې د خپل ژوند ټول حالات بیان کړي. د خپلې دغې ټولګې شاعري یې په یوه میاشته کې لیکلې چې د درد، ځور او د خپلې نکامې مینې نتیجه یې ګڼي. سره له دې چې دا خبره د تامل وړ ده چې په یوه میاشت کې داسې پخه شاعري ممکنه ده ؟ د شعرونو نیمګړټیا یې دا ده چې د موضوع له پلوه په یوې موضوع څرخېږي خو بیا هم ښه شاعري ده چې غونچې دا لفظونه د محتوا او بڼې له مخې په شاعرانه ډول سره پېیلې دي.

د غونچې شعري ټولګه شپږ دېرش غزله او دولس نظمونه لري چې د دوو یا درې غزلو او نظمونو نه پرته په ټولو غزلونو او نظمونو کې یې د جانان کلمه راغلې ده چې تکرار یې شاعري بې خونده کړې نه ده بلکې د غونچې شاعري بې د جانان له کلمې نیمګړې ښکاري.

د جانان کلمه د غونچې په دولسو نظمونو او شپږ دېرش غزلو کې ۱۳۲ ځلي راغلې ده. شپږ ځلي یې د غزلو د ردیف په توګه کارولې چې په ردیفونو کې یې  د جانان کلمه دوه واري  په یوازې ډول او څلور واري یې  له نورو کلمو سره راوړې چې په یوه غزل کې یې  د ردیف سره ۱۴واري  د جانان کلمه راوړې ده او جانان یې  د یوه نظم د عنوان په توګه هم کارولی دی لومړی په دغه غزل کې د جانان کلمه وګورئ چې ۱۴واري  یې کارولې ده:

دید د جانان نه لري ، خندا د جانان نه لري

څه بې رنګه ژوند مې دی ښکلا د جانان  نه لری

څنګه به هوس او خوشحالي پکې ځای ومومي

خاورې دي دا ژوند شي چې سودا د جانان نه لري

پاس به پر سکروټو باندې څه زنده ګي وکړمه

ودې مرم که زړه مې تقاضا د جانان نه لري

زما د رڼو اوښکو بل څراغ دې وي همداسې بل

دا سټړې فضا  که مې هوا د جانان نه لري

 خدای ته په ژړا شي چې جانان را څخه مه اخله

زړه مې په بل وره  باندې دعا د جانان نه لري

دوی چې لمر او ستوري تر جانان هم ښایسته ګڼل

 نه لري، ښایست خو په رښتیا د جانان نه لري

زه چې وایم خدایه! له اغزو مې ګل وساتې

څنګه به څوک وایي چې معنا د جانان نه لري

ما خو به د هجر سره لېوان وخوري په سپینه ورځ

ژوند که مې د اوسپنې کلا د جانان نه لري

خدای دې زړه زما  نه کړي د ده په غم سوری، سوری

خدای دې ارمانونه نیمه خوا د جانان نه لري

دا یې ده ګناه غونچې! لري مینه له ماسره

څوک دی دښمني چې زما د جانان نه لري

همدارنګه په دغو ښکلو بیتونو کې  د جانان کلمه وګورئ چې د غزلونو څخه مې انتخاب کړي.

غونچې! جانان چې دي له زړه ونه وځي

له دې قفسه دا مرغه ونه وځي

غونچې! یادونه د جانان وسپړه

نا هیله دغه مېلمانه ونه وځي

ما ته خورده  د هغې خاورې راوړئ

زما جانان چې  په کوم لوري اوسي

 مینه ، د مینې ژوند ، غونچه او جانان

زما په ذهن کې دا توري اوسي

کړم روږدي د جانان ، جانان په ذکر

بیا په څه یو ګهنګاره زه او ستوري

ځان تر تا در رسوو لمرین جانانه!

شوګیرې کړو ستا لپاره زه او ستوري

زه دې مینه څنګه پرېږدمه جانانه!

په زړه څنګه کاڼی کېږدمه جانانه!

ما به باد د بېلتانه ، وچه غونچه کړي

ستا د زړه له کلي لېږدمه جانانه !

د غونچې په غزلونو کې کومه ښکلا چې د جانان  کلمې یوه غزل ته وربخښلې ده او دا غزل یې  ټولو غزلونو سرخېل کړی دی. خپل جانان یې په ښو تشبیهاتو نازولی دي ، مذهب یې دی ، ایمان دی ،باران یې دی ، ګلستان یې دی بس هر څه یې جانان جانان دی.

مذهب مې دی د میني پر ما ګران مې دی جانان

په زړه کې چې اوسېږي خو ایمان مې دی جانان

 د تالندې په څېر چې مې دربېږي نازک زړه

راځي به را روان به وي باران مې دی جانان

راتګ یې د سپرلي غوندې خپره کړه خوږ بویي

 یو داسې غوړېدلی ګلستان مې دی جانان

د مینې، د خندا ، د خوشحالۍ او د هوس

د دغو خزانو  یو ډک جهان مې دی جانان

د وصل تر جنته به رسېږو سره ډواړه

ملګړی د تیارو او د هجران  مې دی جانان

که وژني مې  همدغه ورته وایمه غونچې!

جانان مې دی، جانان مې دی، جانان مې دی جانان

  که د غونچې له شاعرۍ د جانان کلمه اوباسو نو شاعري به یې ډېره نیمګړې وي او که د جانان په ځای د اشنا او یار کلمه واچو معنا په به یې په ځای وي خو خوند به یې نه وي. جانان د غونچې د شاعرۍ  کمزوري ده او د جانان د نازولو لپاره به کوم بل لفظ ورسره نه و. جانان یې په شعرونه  کې ډېر تکرار شوی خو ما ته یې د لوستونکې  په توګه ډېر خوند راکړی .

  غونچه هم خپله شاعري  بې له جانانه نیمګړې ګڼي وایي :

 رغېږي سټړې ، سټړې ستومانه شاعري ده

چې کړې مې  په تاسې جانانه شاعري ده

جانانه ستا په باب راسره تل کوي خبرې

زړسوی لري تر هرچا مهربانه شاعري ده

لیکواله : پاکیزه ارزو

4 COMMENTS

  1. اغلې پاكيزې ارزو ښكلي ليكنه دي كړې ده
    دا چي غونچه پښتنه شته يانه يا څوك ده، تر دي ټولو مهمه ستا ځركتيا او د شعرونو يو كتاب دومره په مينه لوستل چي د جانان ټكي ته دي پام په كي واوښتي او ښه ليكنه دي ورباندي وكړه
    او ليكنه دي له دي كبله ښايسته راغلي چي يوي موضوع ته دي ځانګړي كړي ده چي په لوستو لوستونكي له ذهني نارامي سره نه مخ كوي مننه
    ستا د نورو ليكنه په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب