پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهټکسي / اجمل پسرلی

ټکسي / اجمل پسرلی

د شپې یوه نیمه بجه وه. کار ته روان وم. له کوره مې د ټکسي دفتر ته زنګ وواهه. دلته په پراګ کې ټکسي په بیلابیلو ځایونو کې دفترونه لري. د ټکسي د دفترونو شمیرې په بازارونو کې د ګرځندویانو په لارښود دفترونو کې شته. په هوایي ډګر کې هم پرتې وي. پر ټکسي موټرو هم غټې لیکل شوې وې.

د ټکسي دفتر عادتا په یو دوو دقیقو کې چاته حال ورکوي او ټکسي له پنځو تر لسو دقیقو وخت غواړي چې کور ته په چاپسې ورشي.

له ژمنې سره سم چې پنځه دقیقې وروسته له کوره راووتم. ټکسي ولاړ و د ټکسي شمیره یې ماته په ټیلفون راکړې وه او زما نوم هم له ډراییور سره و. په ټکسي کې مخې ته کیناستم. که ګورم چې چلوونکې ښځه ده. په پراګ کې په ټکسي موټروانانو کې ښځې یو مخ کمې دي. د بسونو او اورګاډیو ډیرې چلوونکي ښځې دي خو ټکسي خورا لږ چلوي. موټروانې ته مې د تګ د ځای پته ورکړه. دې راته وویل:

– چکې دې همدومره زده وه چې عادي پوښتنه وکړې

ما سرورته وخوځاوه.

– ولې نه زده کیږي

– له بدمرغه ډیر بوخت یم وخت ورته نه لرم

1

 پوه شوم چې ښځه د خبرو تږې ده او چکان هغه خلک ښه نه ایسوي چې د دوی په هیواد کې اوسي او چکي یې نه وي زده کړې. موضوع مې بدله کړه ورته ومې ویل:

– دلته ښځې لږ ټکسي چلوي، علت یې څه دی؟

دې اوږې پورته وغورځولې:

– نه پوهیږم، عجیبه پوښتنه ده خو دا یو ډول دود شوی دی او زه نه غواړم چې بد دودونه په یوویشتمه پیړۍ کې لا هم وساتم

– په تیرو لس شلو کلونو کې ستاسو د خلکو په دودونو کې ښکاره بدلون راغلی

– هو، مور مې وایي لس پنځلس کاله مخکې دا بده وه، دغه ماته ګوره چې داسې لږ بربنډې جامې څوک واغونځي

– د دې دود په بدلون کې مو څه ګټه کړې؟

– انسان مو ازاد پرې ایښی دی

– که انسان په هر څه کې ازاد شي بې لارې کیږي نه

– که څوک بې لارې کیږي دا د هغه خپله خوښه ده بدې او ښې لارې باید په خپله معلومې کړو نور یې باید راباندې ونه تپي ځکه چې هغوی ممکن سم نه وي.

– ژوند کله دومره اوږد دی چې هرڅه پکې په خپله تجربه زده کړو

– د مرګ په څیر حساسې خبرې خپله نه شو تجربه کولی خو د کار او جامو په څیر کارونو کې که بل ته ګورو بیا هم ژوند دومره اوږد نه دی چې انتظار ورته وکړو.

د کار ځای ته ورسیدم. د دې ښځې په څیر د ټکسي لږ ډراییوران دلته په لاره خبرې کوي او لاره په خبرو درباندې لنډوي.

2 COMMENTS

  1. ډیره ښکلی دی لیکلی اجمل جانه
    ته ډیر خوږ قلم لری
    زه د داستان د لیکلو په قوانینو نه پوهیزم
    ښایی دا به په کسیه لیکلو کی یو ښه کار وی چی د داستان په پای کی خبره بل خواته لاړ شی خو بیا هم داستان په دی پیل شو چی د ښڅو شمیره
    په نکسی وانانو کی کمه ده په آخر کی نتیحه دا وه چی د هغو چی
    درسره خبری کوی شمیره یی کمه ده
    اجمل جانه که ټوکه درسره وکړم
    آیا دا چی تکسی وان درسره خبری وکړی لاره یی درته لنډه کره که دا چی تکسی وان یوه ښڅه وه؟

    که دواړه یی صحیح دی نو خبره یوه ده د موضوع نه نه یی وتلی او او د کیسی پای کټ مټ سم دی
    اوبله دا چی دا دی هم وښوده چی ښڅی معمولا ډیری خیری کوی
    ورور دی / ټولو ته سلامونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب