جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+د ویلیم فون هومبلیټ ژبنۍ نظریې | سپین ګل سجاد

د ویلیم فون هومبلیټ ژبنۍ نظریې | سپین ګل سجاد

لنډیز

ویلیم فون هومبلیټ د پروشیا (اوسني جرمني) هېواد یو نامتو فیلسوف، ژبپوه، کلتوري تیوریسټ او لوی حکومتي چارواکی  و، نوموړي په خپل ژوند کې د یوې پوره اکاډمۍ کار کړی او د نړۍ په ژبپوهنه کې د سوسور په څېر خاص او ځانګړی ځای لري. هومبليټ ژبه د ملي هویت او کلتور سره د نږدې مشارکت له اړخه مطالعه کوله او په دې اړه هغه خپل ابتدايي نظرونه لرل. هومبليټ ژبه د یو جامد سیستم په توګه نه (چې یوازې ارتباطي وسیله وي)، بلکې د یوې متحرکې، تولیدي پروسې په توګه مطالعه کوله چې په فعاله توګه د انسان فکري او کلتوري بڼه بیانوي. هومبليټ استدلال وکړ چې د یوې ژبې جوړښت او وده د هغو خلکو له نړیوال لید (worldview) او “ملي هویت” سره نږدې تړاو لري چې دوی خبرې کوي. هومبليټ د ژبو مقایسه مطالعه پیل کړه، دا یې وڅیړله چې څنګه مختلف ژبني جوړښتونه د نړۍ د لیدلو او تنظیم کولو مختلفې لارې چارې منعکسوي. هومبولوټ د دې نظريې ملاتړ وکړ چې د انساني ژبو پراخه تنوع د مختلفو کلتورو او د ژوند ډولونو د رامنځته کېدو سبب شوې ده. د هومبليټ نظرونو په تعلیمي اصطلاحاتو اغیزه وکړه چې د ژبې د زده کړې په مرکزيت او د ژبني تنوع په موجودیت ټینګار کوي. هومبليټ یو بل اساسي کار چې د ژبې د زده کړې او د ژبو د ډلبندي په برخه کې کړی، هغه دا دی چې نوموړي د ژبو جوړښتي ډلبندي په دریو برخو (یو هجايي ژبي، پيوندي ژبې او  تصریفي ژبې) سره وکړه.

سریزه

په ژبپوهنه کې د ویلیم فون هومبليټ نوم ډیر د ستایلو دی، هغه د ۱۹ پېړۍ د مخکښو او لومړنیو لسیزو له مهمو ژبپوهانو څخه شمېرل کیږي. هومبليټ ژبه د ملي هویت او کلتور سره د نږدې مشارکت له اړخه مطالعه کوله او په دې اړه هغه خپل ابتدايي نظرونه لرل. هومبليټ ژبه د یو جامد سیستم په توګه نه (چې یوازې ارتباطي وسیله وي)، بلکې د یوې متحرکې، تولیدي پروسې په توګه مطالعه کوله چې په فعاله توګه د انسان فکري او کلتوري بڼه بیانوي. هومبليټ استدلال وکړ چې د یوې ژبې جوړښت او وده د هغو خلکو له نړیوال لید (worldview) او “ملي هویت” سره نږدې تړاو لري چې دوی خبرې کوي. هومبليټ د ژبو مقایسه مطالعه پیل کړه، دا یې وڅیړله چې څنګه مختلف ژبني جوړښتونه د نړۍ د لیدلو او تنظیم کولو مختلفې لارې چارې منعکسوي. هومبولوټ د دې نظريې ملاتړ وکړ چې د انساني ژبو پراخه تنوع د مختلفو کلتورو او د ژوند ډولونو د رامنځته کېدو سبب شوې ده. د هومبليټ نظرونو په تعلیمي اصطلاحاتو اغیزه وکړه چې د ژبې د زده کړې په مرکزيت او د ژبني تنوع په موجودیت ټینګار کوي.

د هومبليټ د مقایسوي ژبپوهنې، ژبپوهنېزي ټایپولوژي، او د ژبې فلسفې د عصري ساحو لپاره مهم بنسټونه کېښودل. د ژبې، کلتور او معرفت ترمنځ د ژورو اړیکو په اړه د هغه نظرونه په اوسنیو ژبپوهنېزو بحثونو کې لا هم دوام لري.

په د غه مقاله کې مې هڅه کړې، چې د ویلیم فون هومبليټ په پېژندنه، د هومبليټ په ژبنیو نظریو او ژبپوهنیز اثارو باندې بحث وکړم. د موضوع تر ټولو مهم ارزښت  دا دی، چې موږ د ژبپوهنې له نویو نظریو سره اشنا کوي.

د ویلیم فون هومبليټ پېژندنه

ویلیم فونهومبليټ (۱۷۶۷-۱۸۳۵م) د پروشیا (اوسني جرمني)[1] هېواد یو نامتو فیلسوف، ژبپوه، کلتوري تیوریسټ (نظریه وړاندې کوونکی) او لوی حکومتي چارواکی و، چې د ۱۹م پېړۍ د لومړنیو لسیزو له مهمو ژبپوهانو څخه شمېرل کېږي.

 هغه جرمني کې یې د تعلیمي اصلاحاتو او د عصري لیبرال انسانیت په پراختیا کې مهم رول لوبولی. هومبليټ د پروشیا په یوه مشهوره اشرافي کورنۍ کې زیږیدلی، هومبليټ په پراخه کچه ابتدايي زده کړې ترلاسه کړې او د زده کړو په پیل کې یې په مختلفو برخو کې د پام وړ فکري وړتیاوې وښودلې. هغه په ​​ځانګړې توګه د ژبې، کلتور او د بشري طبیعت مطالعې ته ډېر متوجه و .(David, 2000, 1)

هومبليټ د یو ځوان په توګه ځان د ویمار (Weimar) کلاسیکزم په متحرکو فکري حلقو کې ښکیل کړ، د ګویټ(Goethe)  او شیلر(Schiller) په څیر مشهورو پوهانو او لیکوالو سره یې ملګرتیا وکړه. له هغوی سره د ملګړتیا په پایله کې د ژبې، کلتور او ملي هویت تر منځ د اړیکو په اړه خپل نظرونه نور هم پراخ کړل. البته دغو دواړو پوهانو له هومبليټ سره د مقایسوي ژبپوهنې په راڅرګندېدو کې د هغه د پام وړ ونډه واخېسته.

په ۱۸۰۹م  کال کې هومبليټ د پروشیا د پوهنې وزیر په توګه وټاکل شو چې تر ۱۸۱۹م کال پورې په دې دنده پاتې و، هلته نوموړي پراخ اصلاحات پلي کړل چې د پروشیا هېواد ټول ښوونیز سیسټم یې بدل کړ. هغه د برلین د پوهنتون (چې اوس د هومبليټ پوهنتون په نوم یادېږي) د جوړولو تر شا هم لاس درلود کوم چې هغه وخت او اوس مهال د عصري څیړنیزو زده کړو یوه بېلګه ده .(David, 2000, 2)

هومبليټ د خپل ژوند په اوږدو کې، د فلسفي او جمالیاتو (ښکلا پېژندلو) د لیکنو یوه غوره بېلګه له ځان سره ساتلې و، چې د انفرادیت موضوعات، د دولت رول او د کلاسیک یوناني کلتور دوامدار اهمیت یې سپړلی دی. د هغه کار د آلمان په رومانتيک غورځنګ او همدارنګه د ۱۹ پیړۍ د لیبرال انسانیت په پراختیا باندې ژوره اغیزه درلوده. هومبليټ په ​​وروستیو کلونو کې خپل تمرکز د حکومت خدمت او ډیپلوماسۍ ته واړوه په مختلفو هېوادونو کې یې د پروشیا د سفیر په توګه دنده ترسره کړه .(David, 2000, 1)

هومبليټ په خپلو اثارو کې کوښښ کړی، چې د خپلې زمانې ټولو هغه سوالونو ته چې د ژبې په اړه موجود دي، جواب پیدا کړي، په دغه چار کې ډېر بریالی او کامیاب هم دی. ده له سفر سره خاصه علاقه درلودله او په زیاتو ژبوپوهېدئ. زیاتې ختیځې او لویدیځې ژبې یې زده وې او د امریکایي سور پوستانو په ژبه هم پوهېدئ.

هومبليټ په خپل ژوند کې د یوې پوره اکاډمۍ کار کړی او د نړۍ په ژبپوهنه کې د سوسور په څېر خاص او ځانګړی ځای لري. هغه فخر فروش او ځان طلبی نه و، اثار یې ټول د انسان د هوسایي او اسانتیا لپاره کښلي وواو همېشه یې پرله پسې د علم د پرمختګ لپاره هڅې او کوښښونه کړي دي او په رښتیا سره د ژبپوهنې په خاصو عالمانو کې راځي. (مرهون،۶۸م)

هومبليټ او ژبه

هومبليټ ژبه د ملي هویت او کلتور سره د نږدې مشارکت له اړخه مطالعه کوله او په دې اړه د هغه ابتدايي نظرونه په لاندې ډول دي:

۱- ژبه د یوې فعالې او تخلیقي پروسې په توګه: هومبليټ ژبه د یو جامد سیستم په توګه نه (چې یوازې ارتباطي وسیله وي)، بلکې د یوې متحرکې، تولیدي پروسې په توګه مطالعه کوله چې په فعاله توګه د انسان فکري او کلتوري بڼه بیانوي.

۲- د ژبې او ملي هویت ترمنځ اړیکه: هومبليټ استدلال وکړ چې د یوې ژبې جوړښت او وده د هغو خلکو له نړیوال لید (worldview) او “ملي هویت” سره نږدې تړاو لري چې دوی خبرې کوي.

۳- مقايسوي ژبپوهنه: هومبليټ د ژبو مقایسه مطالعه پیل کړه، دا یې وڅیړله چې څنګه مختلف ژبني جوړښتونه د نړۍ د لیدلو او تنظیم کولو مختلفې لارې چارې منعکسوي (په دې اړه بحث کېږي)

۴- د انساني ژبو تنوع: هومبلیټ د دې نظريې ملاتړ وکړ چې د انساني ژبو پراخه تنوع د مختلفو کلتورو او د ژوند ډولونو د رامنځته کېدو سبب شوې ده.

۵- د ژبې زده کړه او ور زده کړه: د هومبليټ نظرونو په تعلیمي اصطلاحاتو اغیزه وکړه چې د ژبې د زده کړې په مرکزيت او د ژبني تنوع په موجودیت ټینګار کوي.

د هومبليټ پورتني پنځه نظرونه د مقایسوي ژبپوهنې، ژبپوهنېزي ټایپولوژي، او د ژبې فلسفې د عصري ساحو لپاره مهم بنسټونه کېښودل. د ژبې، کلتور او معرفت ترمنځ د ژورو اړیکو په اړه د هغه نظرونه په اوسنیو ژبپوهنېزو بحثونو کې لا هم دوام لري. د هومبليټ نظرونو د هغه څخه وروسته ژبپوهانو باندې هم پام وړ اغېز کړی له هغې جملې چې د ده له نظرونو څخه متاثیره شوي بواس (Boas)، ساپير(Sapir) ، بوهلر(Bühler)  او چامسکي (Chomsky) یادولای شو .(David, 2000, 7)

د ژبپوهنې اړوند د هومبليټ نظریات

هومبليټ د ژبپوهنې اړوند ځینې مشهور او منل شوي نظریات لري چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:

  • د نولسمې پېړۍ په پيل کې د ژبې په اړه یوه عامه نظریه د ملتپالنې نظریه و دا نظریه په دې توګه و: (یوه ځانګړې ژبه خپل انفرادیت لري او د هغه قوم یا ډلې له ځانګړو ځانګړتیاوو څخه ده چې دوی خبرې کوي) دغه نظریه د هومبليټ لخوا هم تائید شوه خو هغه دا نظریه په خپل حقیقي ډوله څرګنده کې چې ژبې ته یې له ملي هويت سره اړیکه ورکړه داسې چې هره ځانګړې ژبه د خپل ځانګړې قوم د کلتوري او ملي هویت څرګندونه کوي.
  • دوهم نظر چې دا هم د نولسمي پېړۍ یو عمده نظر وو هغه دا چې ژبه یو مشترک تولیدي بنسټ لري چې د ټولو انسانانو مشترک او یو شان دی کوم چې د ژبې او خبرې کولو سیستم بلل کېږي چې ژبه، غاښونه، شونډې او پزه پکې شامل دي دغه بهرني یا تولیدي جوړښت د هومبليټ لخوا د د وینا د داخلي بڼې (Inner speachform) په نوم سره ونومول شو. خو هومبليټ دغه نظريې ته هم پراختیا ورکړه داسې چې (د وینا داخلي بڼه او ګرامري جوړښت د عناصرو، مفکورو او قواعدو یوه ټولګه ده چې د یو شخص په فکري حدودو پورې اړه لري، مګر د هرې ژبې د وینا داخلي برخې هم د هغې ژبې د رسمي هویت او د نورو ټولو ژبو سره توپیر لري).
  • هومبليټ د همدې نظریې په اوږدو کې اضافه کوي چې د هرې ژبې داخلي بڼه، د هغې ژبې د تنظیم کولو اصول، د نحوي جوړښت، ګرامر او نحو او همدارنګه د لغتونو جوړښت له نورو ژبو سره توپير لري.
  • یو بل نظر چې هغه د ژبې په اړه ورکړی دا دی چې د هرې ژبې په داخلي وینا کې وروستني احتمالي بدلونونه د هغې ژبې د ادبي هنرمندانو د کار او تخلیق ساحه جوړوي. او تر ټولو مهمه دا چې د هر قوم ژبه او فکر له یو بل نه جلا کیدونکی دی (حق شناس، تاریخ مختصر زبانشناسی، چاپ چهارم، ۱۳۸۱هـ ش. ۳۷۲ مخ)
  • هومبليټ یو بل اساسي کار چې د ژبې د زده کړې او د ژبو د ډلبندي په برخه کې کړی هغه دا دی چې نوموړي د ژبو جوړښتي ډلبندي په دریو برخو سره وکړه:
  • یو هجايي ژبي: هغه ژبې چې هره هیجا یې یو فونیم وي، یعنې هر فونیم له یوې هیجا جوړ شوی وي او هغه فونیم ثابته بڼه لري لکه چینايي، سامي او ځینې نورې ژبي.
  • پيوندي ژبې: دا هغه ژبې دي چې اصلي کلمات یې تغییر نه کوي خو د نورو اجزاوو په اضافه کېدو سره یې په معنی کې بدلون راځي هومبليټ دغه ژبې د امریکايي سورپوستانو د ژبو د زده کړې په جریان کې وپېژندلي چې په دې ژبو کې استونین (Estonian)، لاپیش (Lappish)، سامویدي (Samdie) او نورې راځي.
  • تصریفي ژبې: په دې ژبو کې هغه ژبې راځي چې ځینې داسې کلمات لري چې هغه یوازې معنی نه لري بلکې له نورو کلمو سره د یو ځای کېدو په صورت کې معنی پیدا کوي چې دغه کلمو ته (صرفي کلمات) ویل کېږي او په دې ژبو کې د حامي او سامي ژبو د کورنۍ ډېرې ژبې شاملي دي (حق شناس، تاریخ مختصر زبانشناسی، چاپ چهارم، ۱۳۸۱هـ ش. ۳۷۶ مخ)

د هومبليټ ژبپوهنيز اثار:

هومبليټ د خپلو زده کړو په دوام د امریکايي سورپوستانو د ځینو ژبې له زده کړې وروسته یو کتاب چې عنوان یې دی (د انسان د ژبې د جوړښت تنوع او د انساني نوعو په ذهني پرمختګ باندې د هغې نفوذ)[2] البته د هومبليټ دغه کتاب د تاریخ مختصر زبانشناسی په کتاب کې د (د انساني ژبې د جوړښت رنګارنګي)[3] په نوم سره یاد شوی دی. په دې کتاب کې د انساني ژبې د جوړښت د تنوع (رنګارنګي) په اړه بحث شوی دغه بحث د ګرامر له نظره نه بلکې د ژبې د جوړښت، د ویلو طرز او خبرو د پيغام رسولو د جوړښت په اړه دی. (حق شناس، تاریخ مختصر زبانشناسی، چاپ چهارم، ۱۳۸۱هـ ش. ۳۷۱ مخ)

د هغه بل اثر چې په ۱۸۲۲ م کال کې لیکل شوی دی او نوم یې (د ګرامري بڼو منشاء او په فکري تحول باندې د هغوی اغیز)[4]  په دې اثر کې د ژبې د ګرامري منشاء او فکري تحول تر منځ په اړیکو بحث کېږي دغه اثر د ژبپوهنیزو معاصرو نظریو په رامنځته کولو کې ډېر موثر اثر بلل شوی دی (حق شناس، تاریخ مختصر زبانشناسی، چاپ چهارم، ۱۳۸۱هـ ش. ۳۷۱ مخ)

پایله

ویلیم فون هومبليټ  ژبه د ملي هویت او کلتور سره د نږدې مشارکت له اړخه مطالعه کړې . د مقایسوي ژبپوهنې، ژبپوهنېزي ټایپولوژي، او د ژبې فلسفې د عصري ساحو لپاره یې مهم بنسټونه ایښي دي. د ژبې، کلتور او معرفت ترمنځ د ژورو اړیکو په اړه د هغه نظرونه په اوسنیو ژبپوهنېزو بحثونو کې لا هم دوام لري. د هومبليټ نظرونو د هغه څخه وروسته ژبپوهانو باندې هم د پام وړ اغېز کړی له هغې جملې چې د ده له نظرونو څخه متاثیره شوي بواس (Boas)، ساپير(Sapir) ، بوهلر(Bühler)  او چامسکي       (Chomsky)  نومونه د یادولو وړ دي.

اخځلیکونه

۱ـ روبینز، آر، اچ. (۱۳۸۱). تاریخ مختصر زبانشناسی. ترجمه فارسی: حق شناس، محمد علی. تهران: نشر مرکز. ص ۳۷۱ – ۳۷۹.

۲ـ مرهون، محمود، تاریخي ژبپوهنه: جهان دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۹ل.

3_David Sorkin. (2000). WILHELM VON HUMBOLDT (1767-1835). Journal of the History of Ideas Vol. 44, No. 1 (Jan. – Mar., 2022), pp. 55-65.

[1] – د جرمني هېواد نوم له ۱۵۲۵ څخه تر ۱۹۴۷ پورې د پروس/ پروسیا یا پروشیا په نوم وو.

[2] – On the Diversity of Human Language Structure and Its Influence on the Mental Development of the Human Species

[3] – The Variety of human language structure

[4] – The origin of grammatical forms and their influence on intellectual evolution

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب