شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادباتکړه مور سړه چینه دو/ ایمل ښمر

اتکړه مور سړه چینه دو/ ایمل ښمر

اتکړه مور سړه چینه دو

سړې چینې ته جیلکۍ ډالې ډالې څینه

مور تر هر چا وړاندې، خدای ستایلې ده، له مور سره د مینې بنسټ خدای ایښی دی.

   مور په نړیواله کچه په ټولو ادبیاتو، عقیدو، دودونو او ټول انساني ژوند کې ستر ارزښت او درنښت لري او له نوم سره یې سپېڅلتیا، درناوی او خوږلښت غوټه دی، په ګڼو نړیوالو او د نړۍ ادبیاتو کې یې په ډول ډول هنرونو، ادبي ښکلاوو او په لوړو ادبي نزاکتونو ستایلې او په دې ډول یې پخپلو ادبیاتو کې د مور لپاره له مینې ډکه نړۍ پنځولې ده.

   دا هم شونې ده چې مور، د مور ستاینه او د مورنۍ مینې دودونه د نړۍ د ډېرو ادبیاتو د ښکلا او خوږلښت یو ستر باب وي او ادبیاتو ته یې ځانګړې ښکلا ور کړې وي.

   په پښتو ادبیاتو کې هم ډېرو ادیبانو مور ته شعرونه ویلي، نثرونه یې ورته لیکې دي او لیکنې یې پرې کړې دي، چې زموږ ولسي (فولکلوریک ) ادب یې هم له ستاینو ډک دی، د ولسي ادب ستر برخوال نالوستې ښځینه او نرینه دي، دوی هم د مور ستر مقام ته د درنښت نذرانې وړاندې کړې دي او په لنډیو، سروکو او د ولسي ادب په ګڼشمېر ژانرونو کې یې مور او د مور مینه ستایلې ده او په دې توګه یې په ولسي ادب کې عجیبه د خوند او رنګ ګډوله ور زیاته کړې ده.

   ټپه چې د پښتو ولسي ادب د هنر، ښکلا او نازکیو استازی ژانر دی، د ګڼو ارو پښتني سکالوګانو  (موضوعاتو) پښتني فکرونو، پښتني هنرونو او پښتني ادبي نزاکتونو یوه ستره نړۍ ده او موږ ته یې د ادبي بحثونو او په نړیواله کچه د پر خپل پښتني فولکلور د نازېدا ستر جرات راکړی دی، یوه ستره سکالو یې مور هم ده، مخکې مې وویل چې مور په ادبیاتو کې نړیواله موضوع ده او د هر ملت وګړو پخپل هنر کې ځای کړې ده؛ ټپې هم دا کار کړی دی، زه غواړم پر دې ټپه چې مور ته ویل شوې ده او د منګلو په لهجه ده، لنډ بحث وکړم او ادبي شننه یې در سره شریکه کړم :

اتکړه مور سړه چینه دو

سړې چینې ته جیلکۍ ډالې ډالې څینه

   څه عجیب پښتني نېچرلسټي جوړښت لري، په پښتو ادب کې د نېچرلېزم خورا ښکلې بېلګه؛ له تورو یې را نیولې تر ویونو، نومونو، ستاینومونو، تشبیه، انځورونو، سکالو او د یوه پښتني ژوند خورا ښکلی ګوټ پکې په خورا هنري انداز انځور شوی او ځای شوی دی، نه پکې پور ویي شته نه د کوم بل ادب کوچنی هنر او اغېز.

   که د کومې بلې ژبی لوستونکي ته مو د پیور پښتو ادب اړه معلومات ورکول نو دا او دې ته ورته د ولسي ادب نورې بېلګې یې بیخي ښکلی لاسوند دی، د پښتني ادب دا ډول خالص هنرونه او دا ډول بېلګې یې هغو ژبپوهانو ته چې د ژبې د نګه کېدنې/کولو په لټه کې دي، ستر مرستندوی دي، دوی کولی شي په زرګونو نوي ویي او ار پښتو تړنګونه پکې ومومي او په مټ یې بیا زرګونه نور نوي ويي ورغوي، د پښتني خالص هنر او ارو سکالوګانو لوستنه او څېړنه  د پښتو ادب خورا جالبه برخه ده، که وي چې کوم څوک پیدا شي او زموږ د ادب د زرګونو تشو د ډکولو په ترڅ کې دا یوه تشه هم ډکه کړي.

   له تخنیکي پلوه د دې ټپې ټول توکي د یوه پښتني ژوند ار توکي دي، تشبیه، مشبه، مشبه به، د تشبیه لامل(وجه شبه) او د دې ټول تر شا دلایل د یوه خالص پښتني ژوند له یوې برخې رغیدلي دي او هغه داسې چې چینه په کلي کې د ښځو لپاره لکه د نرو جومات اوحجره هومره ارزښت  لري، چینه که له یوې خوا د څښاک د خوږو اوبو لپاره مهمه ده له بلې خوا د کليو د ښځو له یوې بلې سره د لیدل او د زړه خواله هم ډېر کله په چینه کېږي، پخې ښځې پکې د ژوند چارو بحثونه کوي او پېغلې هغه پکې د ميینو زړونو نا ویلې او نا اورېدلې خبرې سره شریکوي او هغه هیلې چې بل هر ځای یې څرګندول ناشوني دي او زهرو غړپ دی؛ دلته سره ویل کېږي، دا ټپه بله خبره دا په ګوته کوي چې چینه خو ځکه هم ارزښتمنه ده چې پېغلې ورځي، هغه پښتني پېغلې چې ډېرو کمو ځایو ته د تګ اجازه لري، یا ښه ده چې ووایم، هغه پښتنې پېغلې چې ژوند یې د کور او ګور په واټن کې دی؛ نو د مور غوندې د سترې هستۍ ستایلو ته به یوه پښتنه او د یوه فطري هنرمند ذهن څښتنه پېغله به له چینې نه بله ښکلې تشبیه له کومه کړي، مور په کور کې د کورنۍ د غوړ د را غونډیدا ستر لامل وي هو به هو لکه چینه چې د د کلیوال پېغلو د راغونډیدا ستر لامل دی، بل څه چې سړی حیران کړي هغه دا چې چینه هم یو حیاتي تولید لري چې ټول ژوند پرې روان دی او هغه اوبه دي او مور هم د ستر حیاتي، بشري او انساني تولید چې مینه ده، سرچینه ده چې انسانانو ته یې د خلقت په لومړیو شیبو کې لېږ دوي او دا نړۍ پرې روانه او ودانه ده نو له مور سره د چینې د ورته والي څومره لوړ منطق پکې شته او بیخي د حیرانۍ خبره یې دا ده چې دا ټول هنر د یوه نالوستې پښتنې پېغلې/ښځې دی، ممکن د ډېرو لوړو زدکړو لرونکي هم د داسې پاخه منطق خبره په ندرت را ته وکړي.

   د دې ټپې هنري انځور هم خورا ښکلی او راښکونکی دی، په یوه ځل لوستو یې سړی کلي ته بیايي، د پېغلو په ډلو د ښایسته شوې چینې او د پښتني ژوند یوه لنډه ننداره را باندې کوي.

   یو څه چې سړی سخت ځپي او په دې ټپه کې راغلي دي، هغه په دې لنډۍ کې د پښتنو پېغلو له کړاوه، له محدودیته او له محرومیته د ډک ژوند ننداره ده، دا کار یې په دومره لوړ هنر کړي چې د سړي په لومړي ځل نه ور ته پام کېږي، ممکن موږ په لومړي ځل پکې مور، چینه او د پېغلو ډلې ووینو او د یو چا لوړ اخلاص حس کړو چې له مور سره یې لري خو د پښتنو پېغلو تکه تکه او له سختیو ډک د ژوند یوه برخه هم پکې په خورا هنري انداز ځای شوې او تر موږه را رسیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب