شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهجهاد/ توریالی ملیار

جهاد/ توریالی ملیار

 په پروان ولایت کې یو ځل بیا مجاهدینو جهاد پیل او خپل کړی عادت یې له سره تازه کړ- د دغه جهاد د مراسمو په پیل کې له دواړو خواوو ۱۲ تنه شهیدان او اوس له حورو او غلمانو سره په مزو لګیا دي.

د جهاد د دغې پروژې مسوولینو زموږ ویرېدلي خبریال ته وویل چې پروژه یې په ښه ډول مخکې روانه ده او که مشران یې سره یوه خوله او د کابل په ګدۍ کښيناستل نو ډير ژر به خپل دغه کاروبار په ټول هیواد کې تیت پرک او هره دروازه به په سره رنګ په نښه کړي.

 دغه مراسم په داسې حال کې تر سره کېږي چې څه موده وړاندې د جهاد سترو مشرانو په یوه ماښامنۍ کې خپلې تیرې خاطرې سره یادې او یو ځل بیا یې کلک هوډ څرکند کړ چې په ګډه د سره رنګ پاشل پیل کړي.

دوی وویل د امریکا ډالرو اوس د خلکو رنګ ته وینه ډيره ور وستلې لکه انار له وینو ډک او ښه مست دي نو ډير ژر به د کلیو او ښارونو دغه خړې کوڅې سرې کړای شي. د دغو مراسمو چارواکو ټوپکیار اژآنس ته ویلي چې دوی د خپل پرمختګ لپاره یو متوازن پلان په پام کې نیولی او په لومړي ځل یې هم اخرت ته په لېږونکو کې نارینه وو، ښځو او ماشومانو ته ونډه ورکړې وه او په راتلونکي کې به هم دغه کار په جدي ډول په پام کې ونیسي دوی دغه کار د بشري حقونو په پام کې نیول وبلل او ویې ویل چې د چا ګیله ونشي او کار یک سره وي.

 د دغو مراسمو یوه مسوول برچه مل ډزن د اوسني حکومت له خوا د غبرګون په اړه خبرې یوازې پټکې او اوازې وبللې ده لومړی په وینو سره لاسونه پر مخ او ببره سنت ږیره راکش کړل او بیا یې وویل مجاهدینو ته یې ایمان نشته او هیڅ هم نه شي کولی هسې سوړې ولي دوی ایله هغو کسانو ته تیار دي چې ځانونه عالمان او پوهان بولي بیا یې د علومو اکاډمۍ ته اشاره وکړه چې مشر یې څنګه لړه کړ، د هوايي چلند وزیر یې یاد کړ هغه پاروک نومي که څه شی، د کندهار والي جنرال رووفي ته یې اشاره وکړه، د سمنګانو والي خو یې له پسخند وروسته یاد کړ، د هرات صبا یې هم په خوله راوړ…

ده زیاته کړه که نران وي نو نر عطا ته دې څه ووايي، دوستم ته دې زړه ښه کړي- ده زیاته کړه تر اوسه خو لا د پټي سر دی که یو ځل جهاد سر تاسري شو بیا به ګورې چې له دوی نه هم خپله کونه ورکېږي که نه. خبریال ترې په ډیر ادب پوښتنه وکړه چې څه راز و چې جهاد مو له پروان پیل کړ. ډزن ورته وویل چې موږ ۳۹ کاله وړاندې هم له دې ځایه شروع کړې وه له همدې پروانه هغه وخت یو پروان وو اوس یې دوی لږ ځانته غچوي او بل دا چې پروان د کابل په دروازه کې دي نو ګورې به دا مدنیان چې غول یې په ولاړه ځي که نه.

خبر یال زیاتوي برچه مل ډزن تر بلې پوښتنې پاتې نه شو لمر ته یې سترګې ور واړولې وې لمونځ راباندې قضا کېږي او بل دا چې هلته د شهیدانو جنازې دي زه خو مسلمان یم ستا په څير خو د اروپایانو او امریکا یانو تر دم لاندې نه یم راغلی- بیا یې نو ویالې ته مخه کړه اوداسه ته کښیناست د تشهد کلیمې یې ویلې ږیره یې خلالوله او زه ترې په بیړه راغلم.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب