شنبه, مې 25, 2024
Home+په ژبه کې د مورفو فونيميکي بدلونونو د منځته راتګ لاملونه

په ژبه کې د مورفو فونيميکي بدلونونو د منځته راتګ لاملونه

څېړندوی فضل الرحمن عليزی

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړی

لنډيز

ژبه يوه ټولنيزه او اکتسابي پديده، چې د ټولنې د اوسېدونکو ترمنځ په د قراردادي ډول را منځته شوې ده، تر څو په خپل ټولنيز ژوند کې د يوه او بل په مطلب سره وپوهېږي او له همدې لارې خپلې ستونزې حل کړي. په ژبه کې مورفيمونه د خپل چاپېريال يا هم يو شمېر نورو لاملونه له امله تغيير مومي، چې ژبپوهان يې د مورفو فونيميکي بدلونونو په نوم سره يادوي او بېلابېلو ډولونه لري د ژبې د تحول په تاريخ کې يو په زړه پورې بحث دی. په دې ليکنه کې په ژبه کې د مورفو فونيميکي تغييراتو او د دغو تغييراتو د ډولونو په اړه څېړنه تره سره شوې ده او بېلابېل بدلونونه يې د بېلګې په راوړلو سره ښودل شوي دي.

سريزه

ژبه انسانانو ته د الله تعالی له لورې د ورکړل شوي نعمتونو له جملې څخه يو لوی او ستر نعمت دی، ځکه د همدې  ژبې په واسطه د انسانانو او حيواناتو تر منځ د بېلتون کرښه ايجاد شوې ده. ژبه په اصل کې يوه ټولنيزه، اکستابي او قراردادي وسيله ده، چې د انسانانو ترمنځ د پوهولو او را پوهولو لپاره کارول کېږي او انسانان په خپل منځ کې د همدې ژبې په وسيله يو بل پوهوي او يا يو له بل څخه خپل مطلب تر لاسه کوي.

د قومونو او ژبو په تنوع کې هم الله تعالی جلاللـــه يو راز نغښتی دی او دا بېلوالي بې هدفه نه دی پيدا شوي. کېدای چې الله پاک يو شمېر بندګانو ته له همدې لارې د خپلې خدای ستروالی ور په ګوته کوي او انسانانو ته دا پيغام لري، چې تاسو د قومونو په بېلوالې او د ژبو په رنګ رنګۍ کې فکر وکړئ، تر څو د مخلوقاتو ستر رب درته ياد شي او هغه ته د عاجزۍ سر ټيټ کړئ. که څه هم الله پاک په نړۍ کې بېلابېل قومونه پيدا کړي دي او هغه يې بيا په نورو ډېرو مختلفو ښاخونو وېشلي دي، خو ورسره سم يې دا خبره هم کړې ده چې دغه قومونه يو پر بل بهتري او برتري نه لري او تاسو مه مغروره کېږي، هغه څوک د انسانانو په منځ کې بهتر دی چې هغه د کائيناتو ستر رب ته د عجز سر ټيټوي او هغه ته په سجده پرې وځي.

څرنګه چې په نړۍ کې بېلابېل ميلتونه ژوند کوي او د مختلفو کلتورونو لرونکې دي، نو د همدې ژبې په وسيله له نورو انسانانو سره پېژند ګلوۍ تر لاسه کوي او د ژبې په وسيله يو له بل سره پېژنې، يو د بل له کلتوري او فرهنګي مسائلو يا د ژوند له طرز او تفکر څخه خبرېږي. د ژبې د ارزښت او اهميت په اړه د بېلابېلو مسلکونو پوهانو او څېړونکو څېړنې کړې دي او ژبه يې د انسانانو په ژوند کې يو تر ټولو ارزښتمن فکتور ښودلی دی.« د ټولنپوهنې له نظره، ژبه يوه ټولنيزه پديده ده چې د ګډ کار او توليد په ترڅ کې د ټولنيزو  اړتياوو د پوره کولو پ منظور مينځ ته را غلې ده. د ټولنپوه په عقيده، ژبه د ټولنې محصول ده او د ژبې موجوديت له ټولنې څخه د باندې نشي تصور کېدی.»( ۵: ۸م)

دا چې ژبه يوه ټولنيزه پديده ده او د ټولنيزو مناسباتو په ترڅ کې زده کېږي او د همدې ټولنيزو مناسباتو له امله يوه ژبه له بلې ژبې څخه متاثيره کېږي او د وخت په تېرېدو سره پکې بدلونونه را منځته کېږي يا داچې د همدې ټولنيزو اړيکو او مناسباتو له امله په يوه ژبه کې بېلابېلې لهجې او لهجوي توپيرونه را منځته کېږي.

څرنګه چې د وخت په تېرېدو سره د انسانانو په ټولنيز ژوند کې بېلابېلو ټولنيز، اقتصادي، جغرافيوي او داسې نور بدلونونه رامنځته کېږي، د همدې بدلونونو له امله په يوه ژبه کې هم  بدلونونه را منځته کېږي. د همدې بدلونونو له ډلې څخه موږ  دلته په ژبه کې د مورفو فونيميکي بدلونونو پر ډولونو او لاملونو بحث او څېړنه کوو.

د څېړنې اهميت او مبرميت

د انسانانو په ژوند کې د ژبې له ارزښت او اهمیت څخه سترګې نه شي پټېدلی، د ژبو ارزښت او اهميت ته په کتلو سره په نننۍ نړۍ کې د ژبو د کورنيو او د ژبې په تاريخي تحول باندې بحثونه کېږي او ورځ تر بلې په دې برخه کې نوي موضوعات را منځته کېږي. دا چې د انسانانو د ټولنيز ژوند له بدلون سره په ژبو کې هم بدلونونه را منځته کېږي، نو په همدې خاطر دا ليکنه هم مورفو فونيمکي بدلونونو ته ځانګړې شوې ده، مورفو فونيميکي بدلونو او د هغه ډولونه د مثالونو په راوړلو سره واضح شوي دي او په ژبه کې د دغسې بدلونونو لاملونه ښودل شوي دي.

 د څېړنې موخې

 ژبه د انسانانو په ټولنيز ژوند په بېلابېلو برخو کې له بدلون سره سمه بدلون مومي او بېلابېل تغييرات پکې واقع کېږي، دغه بدلونونه کله کله د يوې ژبې څخه د نورو ژبو يا يوې بلې ژبې د را زېږېدو سبب کېږي، په ژبه کې دغسې او دې ته ورته بدلونونو بايد ساده ونه ګڼل شي وخت پر وخت يې بايد په اړه وضاحتونه ورکړل شي، تر څو په راتلونکي کې د ځينو اختلافي مسايلو د حل په برخه کې د نظر يوال را منځته شي او بل داچې دا د ژبپوهانو دنده هم ده چې دغسې موارد تر بحث او څېړنې لاندې ونيسي.

د څېړنې پوښتنې

په دې څېړنه کې لاندې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه شوې ده:

  • مورفو فونيميکي بدون څه ډول بدلون دی؟
  • ولي په يوه ژبه کې مورفو فونيميکي بدولونونه را منځته کېږي ؟
  • د مورفو په نيميکي بدلونونو د را منځته کېدلو لاملونه کوم دي؟
  • مورفو فونيمکي بدولونونه په څو ډولونو باندې وېشل شوي دي؟

د څېړنې ميتود

په دې ليکنه کې د تشريحي او تحليلي مېتود ترڅنګ له مقايسوي ميتود څخه هم استفاده شوې او د يادو مېتودونو په پام کې نيولو سره دا څېړنه بشپړه شوې ده.

د موضوع اصلي متن

څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې د ټولنې د بېلابېلو، ټولنيزو،سياسي، اقتصادي، کلتوري او جغرافيوي برخو  له تغيير سره په ژبه کې هم تغييرات را منځته کېږي او هغه د لهجې يا لهجو په ترڅ کې را څرګندېږي او مورفو فونيميکي تغييرات د همدې د ژبې د لهجو په منځ ته راتګ پورې اړه لري.  د ژبې څخه د لهجو د مينځته راتګ عوامل په دوو برخو باندې وېشل کېږي.

۱ – د ژبې خارجي عوامل: دا هغه عوامل دي چې د يوې ژبې پورې مربوط خارجي چاپېريال او محيط جوړوي او دغه عوامل عبارت دي له تاریخي، جغرافيوي، سياسي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور… دي چې موږ يې دلته په اړه بحث نه کوو، ځکه چې په دې اړه بحث کول موږ له خپلې اصلي موضوع څخه لرې کوي.

۲ – د ژبې داخلي عوامل: دا هغه عوامل دي چې د ژبې په داخل کې پېښېږي او د ژبې په داخلي چاپيريال کې لاندې تغييرات او بدلونونه مينځته راځي:

الف – مورفو فونيميکي تغييرات  ب: فونوميکي تغييرات   ج: لغوي تغييرات (۷: ۱۲م)

الف) مورفوفونيميکي تغييرات: مورفيم کله کله د خپل چاپېريال يا نورو عواملو د تاثير له امله بدلون مومي او بېلابېلو شکلونه ځانته غوره کوي. د مورفيم د دغو بېلابېلو بدلونونو نه چې د محيط او چاپېريال په جه ور پېښېږي او دغه رنګه د فمونيمونو داسې نور بدولونونو نه چې په مورفيم کې د مختلفو عواملو په وجه واقع کېږی هغه ته مورفو فونيميکي بدلون وايي.(۸: ۳۶م)

دغه اوښتنې په څپيزو، مورفيميزو او لغوي چاپېرالونو کې د هغو فونيممونو تر منځ پېښېږي چې په عين وخت کې ناخپلواک مورفيمونه هم دي له همدې کبله ورته مورفو فونو لوژيکي اووښتنې وايي. «دغه اوښتنې زياتره وختونه د مانا د تعير سبب نه ګرځي، بلکې په دغو اووښتنو کې فونيمونه د فونيټيکي خاصيتونو له مخې  يا سره همرنګې کېږي یا سره اوړي يا په خپلو منځ کې نا همرنګي ښيي يا همرنګي غږونه يو په بل کې مدغميږي او يا هم يو فونیم غورځي، خو ځينې وختونه د ګرامري ما نا د بدلون سبب هم ګرځي، لکه:  د (خور) او (خوړ) په وينو کې چې (خور) د حال زمانې ولۍ(ريښه) ده کله چې تېرې زمانې ته اوړي په(خوړ) بدلېږي، يعنې (ر) په (ړ) اوړي. دغسې (اغوند) او (اغوست) له دې جملې څخه دي.» (۳: ۶۲م)

  مورفو فونيميکي بدولون په ځينو ژبو کې ساده او په ځينو نورو ژبو کې ډېر پېچلی وي، خو په عمومي ډول په دوه ډوله پېښېږي: يو دا چې کله مورفيم د کوم فونیم په وجه اغېزمن شي او تغيير وخوري، لکه: په انګريزي ژبه کې چې(s) د جمعې مورفيم دی، کله چې تر غږن اواز وروسته را شي په غږن(z) سره تلفظ کېږي، لکه: ( Eggs, Roads, Rooms) کې، د پورته دريو کلمو په مفرد شکل کې د پای اوازونه په ترتيب سره(G,D,M) دي او دغه درې واړه غږونه د غږن اواز څخه وروسته را غلي، نو د غږنتيا د اغيزې له مخې(S) په (Z) يعنې غږن ډول ادا کېږي او که چېرته همدغه د جمعي مورفيم (S) تر بې غږه اوازه وروسته واقع شي، نو يې غږ (S) په (س) تلفظ او اداء کېږي، لکه: د (Roots, Books, Lips) په کلمو کې چې (P, K, T) اوازونه دي، نو ځکه د جمعي فورفيم(S) اصلي شکل(س) تلفظ کېږي او د خپل مخني فونيم په واسطه بدلون نه مومي. دغه رنګه په پښتو ژبه کې د ( زما – ZMA ) او ستا( ستا – Sta) په کلمو کې (ز) او (س) د مالکيت مورفيم دي، که نوموړي مورفيم تر (م) غږن فونیم څخه د مخه را شي په (س) يعنې بې غږن اواز سره ادا کېږي، يعنې نوموړی مورفيم د خپل وروستني فونيم په واسطه اغېزمن کېږي او په همدغه سبب بدلون مومي.

مورفو فونيمیکي بدلونونه لاندې پنځه مشهور ډولونه لري:

۱ –  همرنګي (اسېمېلېشن Assimilation): د مورفو فونيميکي بدلون تر ټولو مشهور ډول دی او هغه دا چې کوم اواز د ګاونډي اواز د تاثير له امله د نوموړي ګاونډي اواز سره يو شي يا ورته والي پيدا کړي(اسېمېلېشن Assimilation)ورته وايي. يا هم ويلای شو چې په يوه چاپېريال کې يو فونيم بل فونيم د فونيټيکي ځانګړنو له مخې ځان په رنګ کړي يا فونيم له بل فونيم څخه فونيټيکي خواص واخلي (اسېمېلېشن Assimilation) ورته ويل کېږي.(۳: ۶۱م)

لکه په سنبله کې چې(ن) په (م) سره بدلون مومي يا په دري ژبه کې (يک ګربه) عبارت کې چې د (يک (ک) په خبرو کې په (ګ) سره تلفظ کېږي. په لومړي مثال کې (ن) په (م) سره ځکه بدلون چې د (ن) له څنګه يو شونډيز اواز (ب) را غلی دی او د دغه اواز د تاثير له امله (ن) هم شونډيز اواز(م) سره اوښتی دی.

په دوهم مثال کې (ک) يو بې غږه انسدادي اواز دی چې د خپل ګاونډي اواز(ګ) د تاثير له امله  غږن شوی دی.

او يا هم لکه د ارغنداب په کلمه کې چې (ب) د لومړي توري تر تاثير له امله په (و) تلفظ کېږي، لکه: (ارغنداب = ارغنداو)،(مير آب = ميراو)،(سيلاب = سيلاو) يعنې يو توری د بل تورې تر اغيزې لاندې خپل تلفظ بدل کړي.

همرنګي (اسېمېلېشن Assimilation) لاندې ډولونه لري

په عمومي ډول (اسېمېلېشن Assimilation) په دوه ډوله واقع کېږي:

 يو دا چې د داسې اواز په واسطه واقع کېږي چې تغيير شوي آواز ترڅنګ  واقع وي او فاصله ونه لري، دې ډول متصل (اسېمېلېشن contiguous Assimilation) لکه په (ستا) او (زما) کې، يعنې دلته دا کلمې په اصل کې (دتا او دما) دلته تغييرات په داسې کلمو کې واقع شوي دي چې هغه د تغيير شوي آواز ترڅنګ واقع دي او ترمنځ يې نور توري يا غږونه نشته.

 دويم دا چې  د داسې آوازو په واسطه واقع شي چې  د تغيير شوي اواز ترڅنګ نه وي راغلی او يو له بله سره فاصله ولري، يعنې په منځ کې يې يو يا څو اوزونه را غلي وي چې دې ډول ته يې  منفصل اسېمېلېشن ( Noncontiguous Assimilation)ويل کېږي.( غوربندی، ۱۲م)

 د منفصل اسېمېلېشن ښه بېلګه دا لاندې کلمې کېدای شي، لکه: د (شمسی) چې په (شمشي) سره تلفظ کېږي او يا لکه د دري ژبې (سرش) په (شرش) سره تلفظ کېږي. په پورته مثالونو کې د لومړي کلمې وروستي (ش) د لومړي (ش) تر اغېزې لاندې را غلی دی او په دويم مثال کې بيا لومړی (س) د وروستني(ش) تر تاثير له امله په (ش) سره تبديل شوي او د (س) او (ش) تر مينځ نور فونيمونه هم را غلي دي.

د پورته وېش تر څنګ په يو بل ځای کې (اسېمېلېشن Assimilation) په لاندې ډولونو باندې وېشل شوي دي:

الف) پرمختګي همرنګي (  Progressive Assimilation): په دې ډول اسېمېلېشن کې يو آواز په خپل چاپېريال کې له مخني آواز سره همرنګي شي، لکه د (مڼه maṇa) او (رڼا= raṇā) په وينو کې د (زور= a) او (الف = ā) غږونه چې د (ڼ) آواز له ځان سره پزيز کړي دي يا هم لکه په  ترکي ژبې د ( Gitdi / Git ti)( دی ولاړ) دلته وينو چې په Gitdi سره ويل کېږي. (۳: ۶۰م)

ب) پر شاتګي همرنګي (  Regressive Assimilation):په دې ډول اسېمېلېشن کې يو آواز د ورپسې آواز د اغېزې لاندې را شي او د هغه په رنګ شي، لکه: (پومبه Pumba =) او (تمبه = tamba)په وينو کې چې په اصل کې ( پونبه Punba =) او (تنبه = tanba) او يا لکه تمباکو(tambāko)چې په اصل کې تنباکو(tanbāko)دي، د (ب = B) غږ د اغېزې له کبله چې غبرګشونډيز غږ دی، د (ن = n) فونيم چې يو غاښيز فونيم دی، د غبرګشونډيز کېدل، يعنې د تلفظ په وخت کې( م = m) ته نږدې تلفظ کېږي يا بېخې په ( م = m)چې دا هم يو غبرګشونډيز فونيم اوړي…)

 ج) ګاونډه همرنګي (  Neighbor Assimilation): په دې ډول  همرنګي کې يو آواز په خپل چاپېريال کې له خپل(مخکني يا وروستني) آواز سره همرنګي پيدا کړي. له مخني سره، لکه د (ماما = māmā) په ويي کې د (م = m) د اغيزې له کبله چې يو پزيز غږ دی د ( الف = ā) واول پزيز کېدل او له ورستني فونيم سره، لکه د (تنبل = tanbal) په ويي کې د (ب = b) فونيم چې يو غبرګشونډيز فونيم دی د (ن = n) فونيم چې يو غاښيز غږ دي شونډيز کېدل.

او يا لکه د (شب پرک) کلمه چې په (شوپرک) سره تلفظ کېږي. يعنې په دې کلمه کې هم (ب) خپل مخکني ګاونډي توري(ش) تر اغېزې لاندې په(و) سره تغيير شوی دی، همدارنګه د (ارغنداب) په کلمه کې چې (ب = B)د مخکني‌الف تر اغېزې لاندې په (و) سره ، يعنې( ارغنداب) په (ارغنداو) سره تلفظ کېږي.

د) ناګاونډه همرنګي (  Disneighbor Assimilation): دا هغه ډول همرنګي ده چې په يوې څپې، ګړ(وييکي) يو اواز د يو داسې مخکني يا وروستني اواز سره همرنګي شي چې په ګاونډ کې يې نه وي. په دې کې هم پرمختګي او پر شاتګي نا ګاونډه همرنګي شته، لکه: د پرمختګي نا ګاونډې همرنګي بېلګه، لکه: نونس(nunas) په ويي کې چې په اصل کې نولس( nulas) دي، د لومړي (ن = N) د اغېزې له کبله چې يو غاښيز غږ دی. د (ل = l)  فونیم چې یو (اوریز، اوبلن، غږن) غږ دی، غاښیز او پزیز کېدل یعنې بیخي په(ن = N) اوښتل  پر شاتګي ناګاونډې په اصل کې (ډېر = deri) دی، ځکه چې دغه ستاینوم له (ډېر = der) کړول څخه د لنډې(ي= i) د لومړۍ څپې اوږده(ې= e) له ځان سره همرنګې کړې ده، یعنې د منځوال واول څخه یې د خپل ځان په رنګ په لوړ واول اړولې ده.

۲- ناهمرنګي(Dissimilation)

چې په یوه ژبني چاپیریال (څپې، ګړ، ویيي) کې همرنګه آوازونه سره ناهمرنګه شي، لکه د (زما =zmā) په ویي کې په اصل کې (دما = damā) دی، د (د =d) غږ چې یو غاښیز تم غږ دی په (ز=z) چې یو اوریز موښلی فونیم دی اوړي په دې توګه د خولې ییزو تمو غږونو یعنې (د) او (م) پرلپسېوالی ختمېږي او د (ز=z) او (م) ترمنځ ناهمرنګي رامنځته کېږي، یعنې موښلې (ز) له پزیز(م) سره د کلمې د سرکلستر جوړوي او یا هم د (لمونځ) په ویي کې چې له آره(نمونځ) دی د نوموړې کلمې لومړنی(ن=n) په (ل=l) اوړي په دې توګه د پزیزو کانسوننټونو تسلسل ماتېږي او ناهمرنګي رامنځ ته کېږي، يا لکه: (ناړي= لاړي)، دلته هم د ناړې کلمه په لاړې په باندې تلفظ کېږي.

 باید ووایو چې ناهمرنګي هم پرمختګي او شاتګي، ګاونډه او ناګونډه کېدای شي.(۳: ۶۲م)

۲- ناهمرنګي (دېسېمېلېشن Dissimilation): د مورفوفونیمیکي بدلونونو څخه یو مشهور ډول دی او هغه دا چې کله کله په یوه ترکیب یا کلمه کې یو اواز دوه ځایه مکرر واقع کېږي. که چېرې نوموړی اواز له نوموړو دوو ځایونو څخه په یوه ځای کې په یو بل اواز سر بدلون ومومي، دغې عملیې ته دېسېمېلېشن وايي. لکه نمونځ او لمونځ په کلمو کې د (ن) بدلون په (ل) سره.يا لکه، د (ږيره = ګېره) په کلمو کې، يا هم د (يواځي= يوازي)، (ځلمی = زلمی)، (ختيځ = ختيز)، (لوېديځ = لوېدز)،( افسوس، افسوز) او داسې نور…

 ۳- قلب(Metathesis): د مورفو فونیمیکي بدلونونو څخه یو بل قسم بدلون ته قلب وايي او هغه دا دی چې د کلمو د فونیمونو په ترتیب کې بدلون مینځ ته راځي. لکه ځمکه او مځکه، ورځ او روځ، لوېشت او ولېشت، (ږغ= غږ)، ښکته = کښته)، (پسرلی = سپرلی)، (زمری = مزری)، ( ښکلی= کُښلی)،( کښل، ښکل)

۴- زیاتېدنه(Addition): د فونیمونو زیاتوالی هم په مورفو فونیمیکي بدلون کې شمېرل کېږي او هغه بدلون ته وايي، چې په یو ژبني چاپیریال (مورفیم، کلمه) کې یو اواز هسې د یوه خواږه اهنګ په توګه زیات شي بې له دې چې کوم مورفو فونیمیکي بدلون په کې پېښ کړي. لکه په (موږ او مونږ)، (چمن او چمند)، (سین او سیند)، (ارمان او ارماند)، (درون او دروند)، (صحتمن = صحتمند)، (مګر= منګر)، (لار، ليار) او داسې نور..

۵- کمېدنه(Omission): غورځېدنه یا کمېدنه هم یو ډول مورفو فونیمیکي بدلون بلل کېږي، هغه دا چې له یوې کلمې یا مورفیم څخه یو اواز وغورځي او کم شي. لکه څلوېښت او څلوېښ، (دېرش او دېش)، (ارزښتمند او ارزښمن)، (بخښل او بښل)، ( نخښه او نښه) او داسې نور.

ب: فونیمیکي تغییرات: د ژبې په داخلي چاپیریال کې د تغییراتو له جملې څخه یو هم فونیمیکي تغییرات بلل کېږي، چې لاندې ډولونه لري:

۱- د واولونو تغییر یو تر بله په خپل مینځ کې. لکه د مور(Mor) او میر(Mer)، کال، کول) غو(Go) او غوا(Gwa) په کلمو کې د (ا- و- ی) تغییر، یو پر بل باندې.

۲- د کانسوننټونو تغییر یو پر بل باندې، لکه د سرش(Sarash) چې ځينې یې شرش(Sharash) تلفظ کوي، چې دلته د (س) غږ په (ش) غږ باندې بدلېږي.

۳- د کانسوننټونو بدلون په واولونو باندې. لکه په ویده (Wida) او بیده(Bida) کلمو کې. همدارنګه باید ووایو چې د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمېر فونیمیکي تغییرات په مختلفو لهجو کې د مختلفو عواملو له کبله مینځ ته راځي، چې په لاندې لښتلیک کې دغه تغییرات یا بدلونونه له ورایه ښکاري.

ج: لغوي تغییرات(Lexical Changuag): د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمېر لغوي تغییرات د ژبو په مختلفو لهجو کې د مختلفو عواملو له کبله مینځته راځي. لکه مړۍ، ډوډۍ، ټیکله. (۷: ۱۵م)

کله وخت چې د پښتنو بېلابېلې لهجې، چې په دا وروستيو کې د افغانستان د علومو اکاډمي د څېړونکو په مرسته را ټولې شوې او په شپږ ټوکه کې چاپ شوې هم دي، تر نظر تېري شي، دغه تغييرات په ښه شکل ورته څرګندېږي، دلته زموږ  ورباندې ډېر بحث ځکه نه کو، چې د دې ليکنې له اصلي موضوع سره که څه هم اړيکه لري، خو دا بيا يو بېل بحث کېدی شي، چې کېدای شي د په يوه ژبه کې د لهجو يا لهجې منځته راتګ ورته وويل شي او دا موضوع بايد په ځانګړي او بېل شکل تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شي.

پايله

ژبه يوه ټولنيزه، اکتسابي او قراردادي پديده ده، د ټولنې اوسېدونکي يې يو له بل سره د پوهولو او را پوهولو لپاره کاروي. د ژبې د بېلابېلو مسائلو څېړل د ژبپوهنې کار دي، ځکه:  ژبپوهنه Linguistics هغه علم دی، چې د ژبې ماهيت او څرنګوالی دعلمي او معاصرو ميتودونو پر بنسټ مطالعه کوي او د بېلابېلو ژبو کورنۍ، د هغوي يو تر بله اړيکې او تاريخي تحولات ډلبندي او تشريح کوي.  څېړونکي ته يې ژبپوه (languist) ويل کيږي. ژبه د انسانانو د اړيکو نظام او د پوهونې وسيله ده چې مطالعه يې له څو پېړيو راهيسې پيل شوې او تقريباً په دې وروستيو کې د يو مستقل علم په توګه (ژبپوهنه) منل شوې او په بېلابېلو څېړنيزو زمينو او ليدلورو کې يې لمن پراخه شوې ده.

د ژبپوهانو د څېړنو له مخې د وخت په تېرېدو سره، د ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او کلتوري بدلونو له امله په ژبو کې بېلابېلې لهجې مينځته راځي او په ژبه کې تغييرات را رامنځته کېږي. په ژبه کې دغه تغييرات  داخلي او خارجي لاملونو لري، خارجي لامل يې تر ډېره د ژبې په خارجي چاپېريال او محيط پورې اړه لري او داخلي عوامل هغه عوامل دې چې د ژبې په داخلي چاپېريال کې را منځته کېږي چې تر ډېره په مورفو فونيميکي، فونيمکي او لغوي تغييراتو پورې اړه لري او په مختلفو ډولونو باندې وېشل شوي دي.

وړانديز

 څرنګه چې د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي لاملونه له امله په يوه ژبه يې بدلونونو نه رامنځته کېږي او ځينې لغتونه يې بېل بېل شکلونه ځانته غوره کوي،ځينې وخت دغه توپيرونه په ليکنو کې هم تر سترګو کېږي او د يو ډول ګډوډۍ سبب کېږي؛ د افغانستان علومو اکاډمي او د ژبپوهنې د مسلک پوهانو ته وړانديز کېږي چې د دغسې ګډوډويو د مخنيوي په اړه دې د ژبې دغه ډول بدلونونو ته پاملرنه وکړي او د کنفرانسونو له لارې دې ليکوالان متوجه کړي، تر څو په خپلو ليکنو کې متحدوالی وساتي او په راتلونکې کې د يوې بلې ګډوډۍ مخه ونيول شي، ځکه که چېرته دې موضوع ته پاملرنه ونه شي، نو کېدای شي د هرې سيمې اوسېدونکي به کوښښ کوي هغه څه وليکلي، څرنګه چې يې تلفظ کوي او په دغسې کړنې سره به يوه ژبه په ډېر ليکدودونه سره ووېشل شي او د يوه متحد ليکدو را منځته کول به بیا ډېر ستونزمن او له کړاوونو ډک وي.

مأخذونه

  1. چمتو، محمد قسيم. تشريحي ژبپوهنه (دويم چاپ)، جهان دانش خپرندويه ټولنه: کابل، ۱۳۹۶ ل کال.
  2. خويشکی، محمد صابر. پښتو غږپوهنه او وييپوهنه، دويم چاپ، جهان دانش خپرندويه ټولنه: کابل، ۱۳۹۴ل کال.
  3. خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر، دويم چاپ، جهان دانش خپرندويه ټولنه: کابل، ۱۳۹۷ ل کال.
  4. رښتين، صديق الله. پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه(دويم چاپ)، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز: پېښور، ۱۳۸۳ل کال.
  5. روهي، محمد صديق. د ژبښوونې مسألې، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو علمي مرکز، پښتو ټولنه: کابل، ۱۳۶۱ ل کال.
  6. شاکر، نور احمد. ژبنۍ څېړنې، د پوهنې مطبعه: کابل، ۱۳۵۰ ل کال.
  7. غوربندی، ميراجان. ګړدود (لهجه) پوهنه، جهان دانش خپرندويه ټولنه: کابل، ۱۳۹۵ ل کال.
  8. نيازی، رفيع الله. د اندو – ارپايي ژبو نَسبي څېړنه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست: کابل، ۱۳۹۸ ل کال.
  9. هلالي، عبدالحکيم. د پښتو ژبي د فونيميکي الفبا لارښود، پښتو ټولنه: کابل، ۱۳۵۵ل کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب