جمعه, مې 10, 2024
Home+که انسان نه وي تاریخ به نه وي

که انسان نه وي تاریخ به نه وي

افغانستان،
له تاریخ نه د مخه پېر
۲مه برخه
استاد شهسوار سنګروال
په ټوله کې تاریخپوهانو د تاریخي پېرونو وېش ته په دې ډول ګوته نیولې، چې د لیک له پیدایښت نه د مخه دوره یې له تاریخ نه وړاندې پېر او کله چې انسان د لیک لوست په موندلو بریالي شویدي نو بیا یې د تاریخ پېر ګڼلی دی.
ټولنپوهان د یو شمېر ټولنیزو مناسباتو له مخې انګېري ،کوم بدلونونه چې د یوې ټولنی په سیاسی، اقتصادي او کلتوري برخو کې مینځته راخي له نورو ټولنو سره کټ مټ یو شان نه وي.
نو ځکه خو پدی بنسټ ویلي شو، چې دغه ویش په ټولی نړۍ کې یو وخت د تطبیق وړ نه دی ځکه لیکدود اولیک لوست په ټوله نړۍ کی یو وخت ندي پېدا شوی. او یا ښایي یو شمېر لیکونه که هغه انځوریز وي یا نیمه انځوریز او یا هم له اوسني لیکدودونو سره ورته وی ،نه وي لوستل شوي او په راتلونکي کې ښایي ولوستل شي، نو د هر پېر ټاکلی زمان به بدلون ومومي.
د مثال په ډول د فرانسې لرغونپوهانو تر اوسه پورې په بېلابیلو وختونو کې د مصر ګڼ شمېر لرغوني لیکونه لوستي او د هغه هېواد د تاریخ ډېر تیاره ګوټونه یې روښانه کړيدي.
لرغونپوهانو همدارنګه به لرغونې ايټالیا او کوچنۍ اسیا (صغیره اسیا) کی هم یو شمېر توکي موندلې دی ، چې له تاریخ نه د مخه پېر په ګوته کوي او دا ښیی چې دوی خپل خپل لیکدود درلود او ورورو چې دغه توکي او ډبر لیکونه ولوستل شو نو تاریخي پېر ته یې لاره پرانسته.
لرغونپوهان پدي اند دي چې د ۳۰۰۰ او ۳۳۰۰ مخزیږ دي (ځنې ۳۰۰۰-۳۵۰۰ ښي) په شاوخوا کې انځوریز او غږیز لیکدود په مصر او بین النهرین کې پیدا شوې، چې پدې حساب له تاریخ نه وړاندې پېریې (pre history) د نړۍ له یو شمېر ټولنو سره توپير لري.
که څه هم تاریخپوهان (ارکیالوجستان) چې کله غواړي د یوې ټولنې تت او تیاره ګوټونه روښانه کړي. نو له هر څه لومړی د هغې ټولنې د کار او تولید وسیلې، توکی او د ژوند د اسانتیاوو الات او افزار تر څېړنې او پلټنې لاندې نیسي.
یوه الماني تاریخپوه پخپل کتاب چې د المان ایډیولوجی نومیږي کښلي دي ، ښایي د انسانی شعور پرمختیا او ودې یا نور انسانی توکي او یا هم ځنی ځانګړتیاوی وي چې انسان یې له نورو حیواناتو څخه بیل کړي دی، که موږ دا وڅېړوددې پوښتنې ځواب تر لاسه کولی شو، چې «تاریخ کله مینځته راغلی دی؟»
دی وړاندی لیکي همدغه د ژوند وسیلې او افزار دي، چې انسان له یوې خوا ځان له نورو څاروییو او ژېیو څخه جلا کوي او له بلې خوا یې راتلونکې زمانې ته تاریخی اسناد په میراث پرې ایښې دي.
دوی په ډبرینو توکو له یوې خوا د ځان دفاع وکړه او له بلې خوا یې د ژوند د اسانتیاو توکي رامینځته کړل ، نو د دې اند پر بنسټ انسانیت او تاریخ دواړه په یوځای مینځته راغلي دي.
د اروپا او برتیانې یو شمېر لرغونپوهانو هم د وروستېیو څېړنو له مخې یو شمېر اسناد تر لاسه کړي دي چې وایې، د انسان له پیدایښت نه څلور سوه زره کاله تېرېږي.
نو که بیا داسې وي د تاریخ پیدايښت هم له همدې شېبې پېلیږي، ځکه چې ګڼ شمېر تاریخپوهان پدې اند دي چې د تاریخ پیدايښت د انسان له پیدايښت سره متناسب دی. له تاریخ نه د مخه پېر لرغونپوهانو په ټوله کې په دوه برخو وېشلی دي. ۱- د ډبرې دوره ۲- د فلز دوره
لومړی ارکیالوجستانو او تاریخپوهانو چې بېلا بیلو وختو کې د کار وسیلې، افزار او توکې له لرغونو انسانانو نه راپاتې الات تر څېړنې او غور لاندې ونیول، له اوږدی پلټنې دې پایلې ته ورسیدل، چې له تاریخ نه پخوا د ډبری پېر باید په درې برخو وویشي:
۱-لرغونې ډبره (plastic): 
د لرغونې ډبرې پېر د انساني ټولنې په تاریخ کی یوه اوږده دوره ګڼلی کیږي، چې انسان د ژوند ټول توکي، وسلې او وسیلي د کار او تولید وسایل له ډبرو څخه جوړول.
په سر کې اقلیم او هوا د کرهڼې لپاره غوره وه، ولې د وخت په تېریدو هوا هغه مهال سړه شوه چې د شمال سړو څپو د نړۍ جنوب لورته مخه کړه څاروېیو او ژوو ته یې ډېر زیان ورسو، ولې انسان د دی ځواک وموند، چې ژوند ته ادامه ورکړي او له هر ډول سړوخی ، تودوخې او چاپېریال سره مقاومت او مبارزه وکړي.
دوی د ځان د ژغورنې لپاره د ځمکې په لوړو برخو کې ځانته خوندي ځایونه وموندل په سمو څو او غارونو کې ځای پر ځای شول.
له تاریخ نه پخوا پېر کې د نړۍ په ټولو انسانانو کې د ژوند دغه بڼه په لږ توپیر یو شان وه. له هغو توکو نه چې دوی د ژوند کولو وس پیدا کوه ګټه اخستل شوېده. د ساري په توګه هغه ډبره چې د ټوږلو وړتیا یې درلوده د نړۍ هر انسان له هغی ډبری نه د ژوند وسیلې او وسلې جوړې کړیدي. یا د ډبرې په پېر کې هغه ډبرې چې پخپلو کې موښل کېدې بیا ترې اور پیدا کیده هرې ټولنې هغه ډبرې کارولې دي، بېلابیلو لرغونپوهانو د خپل فکر او اند له مخې د ډبرې دغه دوره په دوه برخو وېشلې (لرغونې ډبره، معاصره یا نوی ډبره) ځنو بیا په دریو (لرغونې، منځنی او نوی ډبره) او ځنو هم د لومړې دبری- پخوانۍ ډبری- مینځنۍ ډبرې او نوې ډبرې نوم ورکړېدی.
دوئ ځکه د لومړۍ ډبرې نوم ور زیات کړیدی، چې ځنې ډبرې په طبیعي بڼه جوړې وې، چې لومړني انسان د خپل ژوند د بقا لپاره ترې ګټه اخستلې شوه ، چې په درې نورو دورو، ان د ډبرې تر توږلو او صیقل پورې انسان تصرف پکی متصور دی.
۲- منځنۍ ډبره: 
یو شمېر لرغونپوهانو دغه پېر د «۴۰۰۰۰» مخزیږ دي نه راواخله تر «۱۲۰۰۰» مخزیږ دي پورې اټکل کړيدی.
د ډبرې دغه پېر د ډبری له لومړي پېر څخه توپیر لري، یو شمېر داسې وسیلې مینځته راغلې، چې په تېر پېر کې ساری نه تر سترګو کېده ،لکه د غېشو جوړول او ویشتل، په انفرادي ډول د څارویو ښکار، په طبعی ډول اقلیمي بدلون، د سړوخې کمښت، د ځنګلو پیدا کېدل، د یو شمېر وحشي څاروېیو اهلي کېدل، چې موږ سپی د ساري په توګه یادولی شو، ورپسې، پسونه، اوزې، اسونه او نور…
موږ د اوزې یادونه وکړه، د لندن په موزیم کې د اوزي یو انځور شتون لري، چې د بدخشان یادونه په کې شویده او کښل شوي، چې په دغه سیمه کې د اوزې یو پېر تیر شوې دی چې انسان تری هر اړخیزه ګټه اخسته، چې اوزې به یې په سمو څو اویا بانډوکې چې د شپول بڼه یې درلوده ساتلی، له پیو ، اوزغنو او پوستکو یې د ژوند اړتیاوې پوره کولي.
په دغه پېر کې ورورو انسانانو ځانونو ته د استوګنو ځایونه جوړ کړل چې له ډبرو او لرګیو به یې ګټه اخسته.
په ځنګلونو کی ښکار بڼې بدلون وموند، د تېر په پرتله د ښکارو سیلی نوی شوې او له دې سر بېره د ماهېیو ښکار هم دود وموند. نه یوازی د ښکار له غوښونه استفاده کېده بلکې د څاروېیو له هډوکو نوې وسیلې او وسلې جوړې شوی، چې دغو اسانتیاو د انساني ټولنې په رغښت او پايښټ ګټوره اغیزه وکړه.
د خوړو لپاره، میوې او یو ډول سابه هم وکارول شول او د اور پیدایښت د انسان د ښه ژوند لپاره د تېر په پرتله یو ښه زیری وو. که چېري اور نه وی ښایې د هغه وخت ټولنیز تمدن به په دومره چټکي وده نه وې کړې. همدغه د اور موندل ول چې راتلونکي پرمختګ ته یې لاره اواره کړه.
که څه هم دغه وروستي پرمختګونه لکه دسابو او میوو خوړل، داور پيدايښت او نور د تېر پېر په وروستیو کې رامینځته شوي ول، خو د ډبرې په مینځني پېر یې ډېره ګټوره اغیزه وکړه.
۳- د ډبرې نوی پېر:
 له تاریخ نه د مخه دغه پېر، د ډبرې په تاریخي بهیر کې ډېر د پام وړ ځکه وه، چې دغې دورې یوه ډېر نوي پرمختللي بهیر ته لاره پرانسته، چې انساني ژوند یې له ډېرو بلاوو خوندي کړ.
یو شمېر تاریخپوهان پدې اند دي چې د نوې ډبرې پېر د ۱۲۰۰۰ ق م نه نیولی تر ۶۰۰۰ مخزیږ دي پورې رسیږي، چې پدغه پېر کې، انسانانو داسې توکي، د ژوند وسیلې او وسلې تر لاسه کړي، چې په تېرو کې ساری نه لیدل کېده.
ځنې لرغونپوهان پدې ټکي ټینګار کوي، چې د انسان لومړنی ټولنیز تمدن هم د نوی ډبرې له بهیره پېلېږي.
د ډبرې دغه دوره، چې له نورو پېرونو څخه بېلوي یو مهم پرمختګ د ډبرې صیقل او توږل دي، چې له دغی ډبرې یې تبرونه، تېشې، چړې، لور، ګولنګ او نور شیان یادولی شو، جوړ کړل چې د دغو توکو او وسیلو په برکت یې کرهڼې ته لاسرسی وموند.
د کرهڼیزې ودې اوپرمختګ په پایله کې د غلې دانې د میده کولو لپاره لاسي مېچنې هم جوړی شوې چې بیا د اوړو څخه ډوډۍ تیاره شوه. په دغه پېر کې تر ډیره بریده پورې داسې د استوګنو ځایونه جوړ شول چې بیا نو انسانانو د موسم په بدلون کډې او هجرت کولو ته اړتیا نه درلوده چې له یوې سیمې نه بلې سیمی ته لاړ شي، ځکه دوئ پخپل زیار کولی شول چې خوندي چاپېریال د ځان لپاره تیار کړي. خونې تودې کړې، خواړه ځانته چمتو کړي، زخېرې ځانته جوړې کړي او داسې نور توکي چې ژوندي پاتې شي.
په دغه بهیر کې خټین او ډبرین لوښي هم مینځته راغلل ، هغه مهال چې د ډبرې په نورو پېرونو کې د څاروېیو له پوټکو او پوستکو نه او یا د یو شمېر ونو له پوټکو څخه انسانانو د ځان لپاره د ځان پټولو ګټه ترې اخسته پدغه دوره کې د څاروېیو له وړ یو او زغنو څخه د یوې څرخې پر مټ تارونه ورېسل کیدل او یا او بدل چې په پای کې یې ترې وړین ټوکر تیار کړل.
له دې سر بېره، کوم ټولنیز انقلاب، چې د دغه پېر په پاې کې مینځته راغی او یو ډېر پرمختللي پېر ته لارپرانسته ،هغه د فلز دوره وه، چې د انسان په اقتصادی او کلتوری ژوند کې ژور بدلون رامینځته کړ.
 د فلزاتو دوره  
د ډبرې له وروستي پېر نه وروسته د بشري ټولنې په تاریخ کې یوه نوې پرمختللې دوره، چې د فلز دوره یې بولي ،چې له تېر سره د پرتلې وړ نه وه مینځته راغله.
پدغه وخت کې ورورو د کار وسیلی ، وسلې او توکي د ډبرې پر ځاي له فلزاتو نه جوړ شول، چې د چاپېریال په بدلون کی ستر رول ولوبوه او د تمدن په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واړوله،چې یو نوی ګام یې ګڼلی شو.
لکه څرنګه چې د ډبرې پېر مو په لویه کې په درې برخو وویشه دارنګه د فلزاتو دوره هم په ټوله کې په درې برخو وېشلی شو:
۱- مس:
 د مخه تر دې، چې د مسو په موندلو خبرې وکړو، ویلی شو چې د بشر په تاریخ کې لومړني توکي چې د فلزاتو له کورنۍ نه تر لاسه شول هغه سره زر وو، چې له رودونو، سیندونو او سمندرونو څخه تر لاسه شو.ورپسې سپین زر وه، ولې پدې توپېر، چې سپین زر له معدنیاتو نه ترلاسه شول.
دغه دواړه توکي د ګاڼو په توګه کارول کېدل، چې نرو ښځو به د ځان د ښکلا لپاره استعمالول.
ولې له مسو څخه د وسیلو او وسلو د جوړولو کار واخستلی شو، چې د موندلو موده یې له مخزیږ دي نه ۴۰۰۰ کاله د مخه اټکل شوې، ځنې څېړونکي یې له مخزیږ دي نه ۵۰۰۰ کاله د مخه ښېیي ،چې دغه موهم فلز تر لاسه شو او ګټه ترې واخستل شوه.
مس په ختیځو هیوادونو کې د لومړي ځل لپاره د اکسوس په حوزه کې، بیا په کپکاس کې (۶۰۰۰ مخزیږ دي) په مصر کې (۵۰۰۰ مخزیږ دی)، د خزر سمندر کی او پارس خلېج کې (۴۰۰۰ م ز) وموندل شو.
 په ټوله کې د ۴۰۰۰ مخزیږ دي به شاوخوا یو شمېر اسیایې هېوادونو او د ۳۰۰۰ م ز کال په موده کې اروپایی هیوادونو د دی وس وموند چې له مسونه استفاده وکړي اوهمدارنګه د مصر، فلسطین، عراق، افغانستان، هند، چین او وړوکې اسیا هېوادونو د کرهڼې په برخه کې د مسو له وسیلونه ګټه واخستله.
۲- برونز: 
د هغه مهال انسانانو د خپلو سیمه ییزو مهارتونو له مخې او د لاسي صنعت پر مټ داسې وسیلې جوړ کړې، چې په هغه کې د موندل شوو توکو له ویلې کیدو نه وروسته به یې یو شمېر لوښي، وسلې او وسیلې جوړولې چې د دوئ په ژوند کې رغنده رول ولوبوه.
دوی داسې بټۍ او د سکرو نغري جوړ کړل، چې په ډېرې اسانئ یې فلز ویلې کولی شول. دوی د خپلو تجربو له مخې ولیدل، چې مس هغومره مقاومت نه درلود، چې د دوی تولې اړتیاویې او ضرورتونه پوره کړي نو بیا یې قلعی له مسو سره په همغو بټیو کی ګډ کړل او د برونز پنوم یو داسې فلز یې رامینځته کړ،چې موږ د مثال په ډول چلمچي او کوزه یادولی شو، چې اوس هم د برنجي لوښو پنوم یې ډېرې نښې نښانې تر سترګو کیږي.
د کسبګرو دغه نوښت، چې به يو شمېر اسیایي هیوادونو کې له مخزیږ دي نه ۳۰۰۰ کاله د مخه و پالل شو، د انسانانو په ژوند کې ډېرې اسانتیاویې رامینځته کړي، چې بیا همدغه تجربه له مخزیږ دي نه ۲۰۰۰ کاله وړاندې په اروپا کې عملي شوه.
کوم څېزونه او د ژوند توکي چې له دغه فلز نه تر لاسه شول، د بېلګې په توګه یو شمېر لوښي، د ښکار وسیلې لکه چاقو، چړې … د بزګرۍ لپاره لور، کولنګ، تېشه یا ترخځ، تبر، د خپل مینځي جګړو لپاره تورې ،چړې او نور یادولی شو.
که څه هم د بشر په تاریخ کې یادو توکو، یوه ژور بدلون ته لاره پرانسته ولې بیا هم قلعي دومره ډېره نه وه، چې د دوی ټولې ستونزې له مینځه یوسي، نو ځکه خو د دغو ابزارو په څنګ کې له ډبرې، لرګیو او هډوکو نه هم دور ته توکو د جوړولو استفاده کېده.
مس او قلعي د هغه مهال موهم سوداګریز توکي ول، چې د اوسني افغانستان په یو شمېر سیمو، ایران، دجله و فرات، نیل رود، په وړوکې اسیا (اسیا صغیر) یو شمېر نورې سیمې د ساري په توګه یادولی شو، چې ترلاسه کېدل.
دغو توکو نه یوازې په سوداګریزو چارو کې د پام وړ پرمختګ رامینځته کړ، بلکې په لاسي صنعت، اقتصادي پرمختیا او پراختیا او په ټوله کې د کرهڼې ودې او پرمختګ ته یوه غوره لاره اواره کړه.
پدې سره هغه شمېر وګړي چې له دې نوښت نه د مخه به له یوې سیمې بلې سیمې ته د موسم په بدلون کوچېدل، له دی وروسته دوئ د کرهڼې لپاره ځمکی ابادې کړې، د استوګنې دایمی کورونه جوړ کړل، د څارویېو لپاره یې څړ ځایونه په نښه کړل او لنډ ه دا چې انسان د همدغو هلوځلو په ترڅ کی اوسپنه کشف کړه.
۳: وسپنه: 
د وسپنې د پېدايښت په مهال او موکه، چې کوم بدلون د بشري ټولنې په تاریخ کې مینځته راغلی تېر سره د پرتلې وړ نه دی.
که څه هم تر اوسه پورې ټاکلې نېټه تر ګوتو شوې نده، چې اوسپنه کله او چېرته د لومړي ځل لپاره وموندل شوه، خو داسې نښی نښانې تر سترګو شویدي، چې یو شمېر څېړونکې انګېري چې ښایی له مخزیږ دي نه ۱۴۰۰ کاله د مخه اوسپنه کشف شوې وي .
لکه موږ چې د برنج فلز یادونه وکړه، دارنګه د ځانګړې تودوخې له مخې به سکاره د اور په نغري کې له اوسپنې سره یو ځای واچول شول او بیا به اوسپنه دومره سره شوه چې د څټک په وسیله به تری ډېرې د کار وسیلې جوړېدې چې د انسان په زوند کې داسې ژور بدلون او انقلاب راووست چې د مخه یې ساری نه لیدل کېده، لکه چړی او تورې، د کالیو ګندلو ستنې، د کرهڼې لپاره کولنګ، بېل، دسپاری پال، د نجارۍ لپاره میځ، څټک، آره او نورې وسیلې د بېلګې په توګه یادولی شو.
د وسپنې له پیدا کېدو سره جوخت د هر چا او هر کسبګر دندې او څانګې بېلې شوې. د مثال په ډول اهنګرانو به له وسپنې څخه د کار وسیلې جوړلې، او نجارانو به له لرګیو څخه د کورونو دروازې، کړکۍ او هغه توکي او ابزار، چې د وسپنې له لاسي صنعت سره مرسته کوله جوړول. یانې که دوی به د یوی او قلبې وسیلې. له لرګیو څخه جوړولې، نو اهنګرانو به پال، بېل، چارۍ، ښاخۍ او لسګونه توکي یو د بل په همکارۍ جوړول.
له دېنه د مخه که به له لرګیو څخه د کار وسیلې، یو شمېر لاسي فابریکې او کار ګاوې جوړیدی ، د اوسپنې له پېدایښت نه وروسته د لرګیو په پرتله داسې اوسپنیزې کار ګاوې جوړې شوی، چې د څومره والي او څرنګوالي له مخې پر مخ تللی وې اوان تر دې چې خبره د ټوکرانو او بدلو او د کښتۍ تر جوړېدو پورې ورسېده.
د وسپنې پيدايښت د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې بنسټیز پرمختګ ته لاره پرانسته، کرهڼې پراختیا ومونده، ویالې او ابتدايي کانالونه د خلکو پرمټ او د وسپنیزو وسیلو په برکت ووېستل شول.
دغو ټولو بدني او فزیکي کارونو د انسان په ذهن او شعور اغیزه وکړه له ډېرو هڅو او اندونو وروسته انسان پدې فکر کې شو، چې څرنګه کولی شي خپلی تجربې راتلونکی نسل ته په میراث پریږدي؟
په پای کې انسان پدې بریالی شو چې لیک وکاږي، له تېرو نه یې زده کړي او راتلونکی پېر اودورې ته یې ولېږدوي.
لیک د بشر په تاریخ کې داسې ستر خوځښت او پايښت ته لوری ورکړ، چې ان له تاریخ نه د مخه پېر ته یې د پای ټکی کېښود او انسان د خپل ژوند نوی تاریخي دوره او پېر پیل کړ.
مخکې تر دې چې دتاریخی پېرپه بېلابېلو اړخونو بحث وکړو او دا په ګوته کړو، چې تاریخي پېر د څرنګوالي او څومره والي له مخې کومې ځانګړتیاوې لري؟ ښه به وي چې لومړی وګورو، افغانستان له تاریخ نه دمخه دوره کې د کومو فزیکي، جغرافیوي، اقتصادي او اجتماعي ځانګړتیاو درلودونکی وو؟! (پاتې نور)

1 COMMENT

  1. سنگروال صاحب! مننه!
    که له تاریخ مو یو اجتماعی علم وی خو سمه ده!
    خو که له تاریخ مو زمان وی ، نو زمان و، شته او وی به!
    زمان څه شی دی؟ زمان په مادی جهان کې پرله پسې تغیراتو ته ویل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب