جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهټپ (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردګ

ټپ (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردګ

_ چېرې تللې وې?
_ تاته وایم چېرې تللې وې، د کافر لورې ځواب راکړه?
ټس شو.څاپېړه يې تر مخ ورتېره کړه.زرغونه په ځمکه ولوېده.په کوټلې ژبه يې کړل:
_ ه… هغه پلار مې ناروغه و.د هغه…
_ چوپ شه خوله دې بنده کړه ،چې در ماتوم يې.
زرغونه يې تر کمڅیو ونیوه.له ځمکې يې را پورته کړه.سر يې څو څو ځله له دېواله سره وجنګاوه.
_ ما نه وو درته ویلي چې په مرګ به هم هغه کور نه وینې.
ټس شو.څاپېړ يې ورکړه.
_ د کافر لورې له ننه وروسته به د ژوند څکه ونه کړې.ولاکه دې بلې ساه ته پرېږدم.
دې هېڅ نه ویل.لکه بې حسه، بې روحه بې خولې ،یا بې ژبې.په خړ چاودلي مخ کې يې اوښکې لکه ملغلرې روانې وې.په پتري نیولو شونډو يې وینه ور وچه وه.
له ځمکې يې راپورته کړه.کدانې ته يې کش کړه.دړه يې ورپسې کلکه کړه.
_ هاهاها اوس دې نو کلمه تېره کړه دوزخي.
یو ساعت پس يې د کدانې ور خلاص کړ.چوپتیا حاکمه وه.زرغونه يې په ځمکه واچوله له غولي مړه دوړه پورته شوه.وارخطا و.فکر يې کار نه کاوه.د چره يې د خولې دوړې يې په لمن پاکې کړې د زرغونې تر څنګ يې ور کېښوده.
***
زرغونه په وښو کې ستونی ستغ پرته وه
کمڅۍ يې نیمې خلاصې وې.په بڼورو سترګو يې دوړې پرتې وې.د اوښکو لارې يې پر مخ وچې وې.
پلار يې مخ ور واړاوه.
_په دې کې خو د چره يي ټپ نشته.
چت ته يې وکتل.زېړ سولېدلی چربل په وینو ککړ و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب