شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد کک او زرينې منظومه او حماسي اصول

د کک او زرينې منظومه او حماسي اصول

پوهنيار محب الله ترابي

لنډيز:

   حماسه څه شی ده؟ د وياړنې او حماسي شعر سره يې توپير په څه کې دی؟ ايا کک او زرينه حماسي اثر دی که نه؟ هغه پوښتنې دي، چې د دې مقالې يا موضوع د څېړنې باعث شوې. دې ټولو پوښتنو ته مو د کتابتوني څېړنې پر مټ ځواب ويلی.حماسه د ادبياتو په موضوعي ژانرونو يا فورمونو کې راځي، چې د يوکس، قوم يا ملت د افتخاراتو، مېړانې او جنګي کارنامو او سوبو داستاني بيان دی. په دې مقاله کې تاسې د پورته يادوشويو توکو پر توپيرونو پوهېږئ، ورسره ورسره په کک او زرينه پوهېږئ ،چې دا هم يو حماسي منظومه ده. د حماسې ټولې ځانګړنې مو په همدې منظومې تطبيق کړي دي. پايله دا چې د کک او زرينې منظومه مو د حماسي اصولو پر بنسټ څېړلې او دا مو ثابته کړې چې دا د پښتو ادب له غوره حماسو څخه شمېرل کېږي.

کليدي ټکي: حماسه ، حماسي شعر، وياړنه، د حماسې ځانګړنې، دحماسې سبک او د کک او زرينې حماسه .

سريزه:

     په دې څېړنه کې پر حماسه او حماسي شعر او وياړنه خورا ښه بحث شوی دی، پر دې سربېره د کک او زرينې حماسه سپړل شوې او ثابته شوې، چې دا په تول پوره حماسه ده. د ادب زده کړيالان او ډېری فرهنګي ملګري اوس هم د حماسي شعر او حماسې توپير نشي کولای او ټول د رزم او جنګ خبرې په حماسو کې شمېرې ، حال دا چې د جنګ او رزم هر ډول شعر حماسه نه ده. حماسه د مېړانې او زړورتيا او کارنامو داستاني روايت دی. دلته په دې برخه هم ښکلی بحث شوی دی. بيا مو د کک او زرينې منظومه څېړلې ده، دا اوس حماسه ده او که نه؟ دې پوښتنې ته هم ځواب ويل شوی. د حماسې ټولې ځانګړنې مو پرې تطبيق کړي دي او د حماسي سبک د غوښتنو سره سم مو هم څېړلې ده او ثابته شوې ده، چې کک او زرينه يوه بشپړه حماسه ده، چې د ساکي پښتنو د مېړانې، د خپلې خاورې او د هيرمند سيند څخه د دفاع کيسه راته کوي،يعنې دې داستان د يو حماسي اثر بشپړې ځانګړنې خپلې کړي دي. پر حماسه او حماسي ادبياتو زموږ په ادب کې سرمحقق زلمي هېواد مل صيب بحث کړی، پوهاند جمشيد رشيدي يو اثر د حماسي ادبياتو کښلی،خو داسې څه چې پرکک او زرينه د حماسې په چوکاټ کې څه ولري نه دي شوي. دا مقاله به لوستونکي د خپلو نورو پښتوحماسو تشخيص ته وهڅوي.

مواد او مېتود:

   په دې ليکنه کې نه يوازي له پښتو کتابونو څخه ګټه اخيستل شوې ده؛ بلکي له ډېرو فارسي کتابونو هم ګټه اخيستل شوې ده. د حماسې په باب د فارسي ژبې ډېری کتابونه ورپسې کتل شوي او بيا مو کار تر سره کړی دی.د ليکنې په ليکلو کي له کتابتوني څېړني څخه ګټه اخيستل شوې ده. دا کتابتوني څېړنه د کمپوزيټ مېتود پر مټ ترسره شوې ده.

موندنې:

     کک او زرينه منظوم داستان دی، په هنري ژبه د هېواد د تاريخ بيان دی او ورسره ورسره د هېوادنۍ مينې، هېواد ساتنې او د نه ورور وژنې لوست هم راکوي. دا داستان د شعر او هنر په ژبه د ملي نواميسو او ارزښتونو د ژغورنې او له هغو څخه د دفاع کولو هنري بيان دی، چې درانه استاد څېړنوال عبدالغفور لېوال صيب په افغان انسان باندې په پښتو ژبه لورولی دی.

     

     کک د ساکي کڅوالو اتل دی او زرينه د ساکي ټبر او لښکر مشره ملکه ده. داسې يوه ملکه، چې د ساکانو اوه دښمنې قبيلې سره متحدوي او د يوه لوی ارمان او هدف د ژغورنې او ترسراوي لوست ورکوي او دا اوه قبيلې په ګډه د دې موخې د ترلاسۍ لپاره مټې رانغاړي. دا ارمان او هدف څه شی دی؟ او دې قابليت ته کوم نوم ورکړو، چې اوه دښمنې قبيلې د يوه ارمان د ژغورنې په پار په يوه ټغر کېنوي؟ او بالاخره څوک دی،چې دا سوبه او دې موخې ته د برياليتوب تاج ورپرسروي؟ 

     د دې منظومې له لوستلو وروسته پوهېږئ، چې دا د هېوادنۍ مينې زور وو چې اوه دښمنې قبيلې يې د هيرمند(هلمند) د سيند ژغورنې او ساتنې لپاره وهڅول؛ خو د دې ترڅنګ د زرينې مدبرانه او هوښيارانه سياست او پوهه هغه قابليت دی،چې د دې سيند آب يې وساته او کک هغه پهلوان او اتل دی،چې د دې موخې په ترلاسۍ کې يې اهم نقش لوبولی دی. 

     دا داستان د دوو مينو د مينې کيسه نه کوي بلکې د دوو مينو د لوړو اهدافو کيسه کوي،چې د خپل هېواد او وطن سره څومره مينه لري او د هېواد د ښېرازۍ لپاره جګړه کوي. جګړه د اشکانيانو او پارتيانو په وړاندې ده، چې هغوی غواړي د هيرمند سيند ونړوي او په اوبو يې خپله سيمه ښېرازه کړي، اردوان د اشکاني پاچا زوی د هيرمند د نړولو په پلان لګيا دی او د زرينې څارګر ساکانو ته د هغوی بشپړ حال راوړي، زرينه د ساکي ټبر د اوو واړو قبيلو مشران راغواړي او د پارتيانو د پلان څخه يې خبروي، د هرې قبيلې مشران خپل خپل نظرونه وړاندې کوي او د دې جګړې لاملونه بيانوي، په هر حال ټول د دوی په وړاندې مبارزې ته چمتو والی ښيي؛ خو خبره د سلو پيلان ده، په زغرو سمبال دي او دوی يې له مقابلې عاجز دي او دا ترس و بيم د جنګ تر صحنې له ټولو سره مل دی. په دوی کې يو سردار د کک يادونه کوي او وايي، چې د ساکي کڅوالو يو نامتو پهلوان (کک) د پارتيانو د پاچا فرهاد کلک ملګری وو او فرهاد روميان هم د هغه پر مټ مات کړل؛ خو اوس ترې خپه دی او حال يې يوازې مور ته معلوم دی. زرينه د کک مور (روښانې )) ته ورځي او د کک حال ترې پوښتي. روښانه ورته د کک د زړورتيا، پهلوانۍ،له خپلو سره په نه جګړه کولو او له فرهاد پاچا سره د ده په خپګان،له ګلبويې ( د فرهاد لور) سره د مينې او د هغې د بې وفايي، په فعلي انزوايي حالت او د ښځو پر وړاندې د ده له عقدې او کرکې د ډک چلند ټوله کيسه کوي. زرينه دا ټوله کيسه د ساکو مشرانو ته کوي او ژمنه کوي، چې زه به د کک د کلک هوډ ملا ورماتومه او د هيرمند د آب او عزت د ساتنې په پار به يې راولم، په چم د کک کلا ته ورځي او کک په ډېره هوښيارانه انداز د ساکستان د آب ساتنې ته رابولي. جګړه کېږي او پارتيان ماتې خوري، پيلان يې دړې وړې کېږي، ساکان د خوښۍ جشن لمانځي، کک او زرينه د بري پر سمند سپاره او د بري بيرغ رپاند ساتي او د هيرمند څپو ته ځان رسوي. 

 اوس نو دا منظومه د حماسي اصولو په رڼا کې څېړو چې ايا دا رښتيا هم يوه حماسه ده او که نه؟

     اړ يو چې لومړی حماسه وپېژنو، ډېری ليکوال او څېړونکي هر  ډول جنګي او رزمي اشعار حماسه بولي او موږ چې د حماسي اشعارو يادونه کوو نو پيل يې د امير کروړ د شعر څخه کوو حال دا چې حماسه، حماسي شعر او وياړنه درې واړه بېل دي. دلته پر دغو دريو اصطلاحاتو هم لنډکی بحث لرو او بيا به پر کک او زرينې د حماسې په چوکاټ کې بحث ولرو.

حماسه : 

حماسې ته په غرب کې Epic  اصطلاح کارېږي، چې دا د يوناني له Epikos څخه، چې د لغت، کلام يا کيسې، اواز او د مېړانې شعر ته ويل کېږي. (صغيان کاسايي، ۱۳۹۳ل، ۲م)

حماسه د ابياتو په موضوعي ژانرونو يا فورمونو کې راځي، چې د يوکس، قوم يا ملت د افتخاراتو، مېړانې او جنګي کارنامو او سوبو داستاني بيان دی .(( حماسه د ح په زور د شجاعت او زړورتوب مانا لري او له ډېرو زړو ادبي انواعو څخه ګڼل کېږي،چې د يو ملت، قوم، قبيلې او يا شخص د مېړانې، تورې کيسې او جنګي کارنامې په حکايتي او داستاني ډول بيانوي. هر ډول جنګي او حماسي اشعار حماسه نشي جوړولی، که څه هم حماسه له حماسي او جنګي اشعارو جوړېږي خو هر حماسي يا جنګي شعر يا وياړنه حماسه نه ده.)) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۲۸ م)

       د حماسې په اړه د لارمارتين نظر په دې ډول لولو چې : (( حماسه د ټولنې د وړکتوب د مهال شعر دی، چې تاريخ، اساطير او حقيقت پکې ګډ شوی دی، د هغه مهال محصول دی، چې شاعر په ټولنه کې د مورخ په توګه کار کاوه.)) ( رشيدي، ۱۳۹۵ل،۳۱م)

    (… د وصفي شعرونو هغه ډول دی، چې د يوه قوم يا وګړي د پهلوانيو، مېړانې او وياړنو کيسه په کې تمثيل شوې وي. حماسه د وګړيو(فردي يا جمعي) پهلوانيو او مېړانې داستاني روايت دی. ۴۵ مخ (لېوال، الف۱۳۹۶ل،۴۵م)

حماسي شعر:

     په حماسه کې په دې وپوهېدو چې دا يو داستاني بيان دی، نو اوس په حماسي شعر هم پوهېدلی شو، حماسي شعر داستاني يا حکايتي بيان نه دی، بس يوازې د جنګ او مبارزو خبرې وي. (حماسي اشعار د رزم و جنګ، وياړ و افتخار، مبارزې او يا جنګ ته د جنګياليو د هڅونې خبرې دي. په بله وينا دا ډول اشعار په خلکو کې د مبارزې د ارزښتونو، د ولس د عامو اعتراضاتو او د خلکو جنګي روحيه منعکسوي. لکه د خوشال بابا  ځيني شعرونه يا د بابا هوتک او ملکيار غرشين او د تايمني سندرې چې رزمي او جنګي شعرونه دي او بشپړ حماسي اشعار يې بللای شو خو حماسې نه دي.)(هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۳۱ م)

وياړنه :

     داکترسيروس شميسا د مفاخرې تر سرليک لاندې ليکي: ( مفاخره يا وياړنه، چې موږ يې بولو، د حماسې په فروعاتو کې راځي او هغه ډول اشعارو ته ويل کېږي، چې شاعر له پيله تر پايه پکې د ځان ستاينه وکړي، خپل کمالات او صفات بيان کړي او د حماسې په فروعاتو کې ځکه راځي، چې شاعر غواړي په مبالغه آميز شکل خپل نېک اعمال او صفات بيان او ځان مافوق طبيعي وښايي) (شميسا، ۱۳۸۷ل، ۲۷۷م)

    ((وياړنه يا مفاخره په لغت کې فخر کولو، د لويي اظهارول، په ځان وياړل، او ناز ته وايي او په ادبي مباحثو کې مفاخره هغه شعر ته ويل کېږي، چې شاعر پکې د خپلې کورنۍ او قبيلې افتخارات، سخاوت، شجاعت او عزت النفس د کمال تر حد په عالي قريحه ويلي وي.))(هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۳۱ م)

     په پښتو ادب کې د امير کروړ سوري شعر د وياړنې ښه بېلګه ده. د دې بحث په پايله کې داسې ويلای شو،چې حماسي شعر د جنګ او مبارزو ته د جنګياليو د هڅونې او يا يوازې پکې د جنګ او وياړ خبرې راغلي وي، مفاخره يا وياړنه کې يوازې د ځان يا د خپل قوم ستاينه وي؛ خو په دې دواړو کې دا خبرې په داستاني شکل نه وي مګر په حماسه کې د مېړانې، اتلوليو او کارنامو داستاني بيان حتمي دی که دا پکې نه وي په حماسه کې نه حسابېږي. يوه بله خبره چې د حماسو په باب بايد وشي دا ده، چې ممکن حماسه په نثر کې هم وي، خو دا نور دوه په منظوم شکل وي. يعني حماسه کېدای شي چې منظومه يا منثوره وي.

کک او زرينه او د حماسې ځانګړنې:

     د کک او زرينې منظومه د حماسې په چوکاټ کې څېړو او د حماسې ځانګړنې پرې تطبيقوو، د حماسي اثر لپاره ادبپوهانو په عمومي ډول لاندې ځانګړنې ټاکلي دي:

  • ((په هره حماسه کې جنګ جګړه، زړورتوب، مېړانه او شهسواري  حتمي وي.مثلا رستم په خپل ژوند کې تل له جګړو سره مخېږي او په هره جګړه کې مېړانه او زړورتوب ښيي)).(صاحب ارغند، ۱۳۹۴ل،ر م)

     د کک او زرينې په حماسه کې هم موږ وينو، چې کک تل په جنګونو کې بری وړی،کله چې د پارتيانو په وړاندې جنګېږي خپله مېړانه او زړورتوب ثابتوي. د منظومې په يويشتم سرود کې لولو:

د پيلانو وحشي شوی لښکر راغی

پوښ د وسپنې د زغرو په ترنګړو

لومړنی پيل مخامخ په کک راتاو شو

لکه تندر يې پر سر د ګورز ګوزار شو 

پر تندي د ګورز ګوزار سره ايسار شو

پيل پر ځان لکه زخمي ښامار راتاو شو

په يوه ګوزار راپرېوته پر زمکه

نېزه والو د پيلوان سينه کړه نښه

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۹۶م)

     د حماسو جنګونه ممکن د لوړو موخو لپاره وي، لکه له پارتيانو سره د کک او ساکانو جنګ چې د هېواد، خاورې او هېرمند د ژغورنې په پار تر سره شوی او ممکن عالي موخې ونه لري لکه د ايلياد د حماسې ځينې جنګونه چې د ښځو پر سر وو. 

  • په حماسو کې ځينې حيوانات ډېر ستر نقش لري او نشو کولای چې هغو د عادي حيواناتو په څېر فرض کړو. (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۳ م)لکه په کک او زرينه حماسه کې پيلان دي. په زغرو پوښل شوي او د هيرمند د نړولو په پار تيار شوي.

ورسره  دي ډېر اسونه او اس ګاډي

په زنځير تړلي سل وحشي پيلان هم

زموږ څارګرو يې شمارلي دي پوځونه

اردوان دی را روان د زرنګ بند ته 

چې د پيل په زور يې وران کړي يو ناڅاپه 

زموږ ښار په لوی سېلاو باندې لاهو کړي

او بيا واړوي هيرمند و خپل وطن ته

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۱۶م)

  • په حماسو کې له چل، فرېب او غولونې هم استفاده کېږي، دا استفاده ممکن د جنګ په ابزارو کې وي يا هم د يو هدف د ترلاسۍ لپاره له جنګه بغير وي.

    د کک او زرينې په حماسه کې وينو، کله چې فرهاد پاچا د يونانيانو او ساکي کڅوالو له لاسه مري او ګلبويه د فرهاد پاچا لور، چې د کک مينه او معشوقه ده، کک ته په غوسه ده، کله چې کک دشپې هغې ته ورځي او هغه ورته سپکې سپورې وايي او کک حيرانېږي او هغه تر لاس رانيسي، ګلبويې د هغه څخه د خلاصون په پار  خنجر پټ له ځان سره راوړی وي او کک پر زړه پرې وهي. په منظومه کې لولو:

ګلبويې د کک قامت تياره کې وليد

کک له ګورز سره راغلی و په پټه

ورو ورو راغی محبوبې ته ورنږدې شو

ګلبويه په ډېره کرکه شوه ترې لرې

په څېره کې يې د مينې نښه نه وه

کک حيران و ،چې په مينه يې څه شوي؟

داسې ولې نابلده  ورته ګوري؟ … 

***

د ګلبويي په خبرو کک حيران شو 

تر پښو لاندې يې زمکه شوه روانه

هسک اسمان يې پر سر تاو شو او راتاو شو

په وجود کې يې د اور بټۍ شوه بله 

رانږدې شو، ګلبويه يې ونيوله 

زه په تا باندې مين يم، ته زما يې

ستا له خولې نه دا خبرې د بل چا دي

يا خو بله يې زما ګلبويه نه يې؟

ګلبويې له ملا خنجر غلی راويوست

ځان يې خلاص کړ په ډېر زور د کک له مټو

يو ناڅاپه يې خنجر پر زړه ور خښ کړ

کک ټپي شو، خو په زخم خبر نه و

ته وا جوړ د کک ټټر و له پولادو

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۳۸م)

  • په حماسه کې اتل يا يو پهلوان داسې څوک وي، چې ډېر لوی او ډارونکي ځناور ، حيوانات يا بلاوې وژني.  بله دا چې په يوه ځان له ډېرو جنګياليو سره مقابله کوي.

     د کک او زرينې په حماسه کې هم کک په يوازې ځان له سلو خوني پيلانو سره مقابله کوي او ټول وژني او د فراه دښته د دوی په وينو سره کوي،کک څو ځله د پارتيانو له ډلو ډلو سرتېرو سره مخ شوی هغوی يې وژلي او ماته يې ورکړې. په منظومه کې لولو:

چې ناڅاپه شورماشور شو د ساتونکيو

د ګلبويې د پلار څو سرتېري راغلل

وتې تورې يې له تېکو تاوولې

پر کک يو ناڅاپه راغلل ګوزارونه

خو غوسې د کک وجود کړ لکه تيږه

يو ناڅاپه هسک راپاڅېده، ولاړ شو

زرځي سترګې يې د وينو ډنډ کاسې شوې

خپل لوی ګورز يې په خپل موټي کې بيا ټينګ کړ 

څو ګوزاره يې د ګورز ورباندې وکړل

د ساتونکيو مړي ټول سره امبار شول 

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۳۹م)

  • د حماسو اتلان ملي او قومي  رنګ لري او زياتره داسې کارونه ترسره کوي چې ملي او معنوي ارزښتونه لري.((د پښتو د زياتره شفاهي او تاريخي حماسو اتلان دغه خاصيت لري او زموږ د هرې حماسې د قهرمان کړه وړه په يوه مثبته کارنامه منتج کېږي.)) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۳۹ م)

د کک او زرينې په حماسه کې هم اتلان ( کک او زرينه) دواړه ملي رنګ لري کړنې او مبارز يې هم ملي او معنوي ارزښت لري هغه دا چې دوی  د هيرمند د سيند څخه دفاع او د ساکستان د آب او عزت د ساتنې په فکر کې دي او بريالي کېږي هم.

  • (ادبپوهانو پر اتلانو باندې د ښځينه الهو مينېدل او د اتل بې پروايي هم د حماسو په ځانګړنو کې راوړې ده ) (طغيان کاسايي،۱۳۹۳ل،۱۵م) 

خو په پښتو حماسو کې د الهو ذکر ممکن په اساطيري شکل راشي؛ خو د حماسې پر قهرمان د الهو مينېدل نه ترسترګو کېږي، مګر نورې نجونې وي، چې پر اتل زړه بايلي او دی ترې مخ اړوي. د کک او زرينې په شپږم سرود کې لولو:

کک سرکش و، کک مغرور و، کک عاصي و

کک د غره په څېر سرلوړی او ياغي و

د دربار له ډېرو نجونو يې زړه وړی

ډېر زړګي يې د بريتو په کنجک بندول

پېغلو مينه په سيالۍ د کک کوله 

خو ياغي کک د سپين اس په څېر سرکشه

بې پروا و د هر چا له ناز مکيزه

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۳۱م)

  • په اوږدو او خطرناکو سفرونو  د اتلانو وتل، د بېلابېلو جنګي ابزارو څخه استفاده هم د حماسې په ځانګړنو کې راځي. د کک او زرينې په حماسه کې هم د بېلابېلو ابزارو څخه استفاده کېږي لکه: ګورز، غشي، نيزه، توره … او هم د کک د کلا پر لوري د زرينې يوازې تګ او خپله ژمنه پوره کول، چې خپه او له روښانې دنيا مايوس کک به بېرته د هيرمند په ننګ او دساکستان د شرف د ساتنې په پار د پارتيانو مقابلې ته راولي. په نهم سرود کې د زرينې له خولې اورو:

زه ورځمه او له کک سره غږېږم

برخليک يې په کلک هوډ وربدلومه

کک به بيا له خپل لوی ګورز سره راپاڅي

پيل افګن کک به په ننګ د هيرمند ولاړ شي

زه يې باسمه د کرکې له دنيا نه 

زه يې بېرته انساني دنيا ته بيايم

تر دې وروسته پر همدغه ژمنه پايم 

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۴۴م)

  • په ټوله کې ويلای شو، چې دا حماسه له پيله تر پايه د ساکي ټبر او په خاص ډول د دوو ساکو مينو اتلانو  د سپېڅليو اهدافو بيان راته په کيسه يير او داستاني شکل کوي، چې دا په خپل ذات کې د حماسو له اساسي ځانګړنو څخه ده.

        د کک او زرينې په حماسه کې مو د حماسې عمومي ځانګړنې په نښه کړې دا ځانګړنې د نړۍ د نورو ژبو په حماسو کې هم وي؛ خو زموږ ادبپوهانو د حماسو ځانګړنې په خاصو هغو هم وېشلي دي او دا ځانګړنې ورته د خپل کلتور څخه ورپاتې دي. سرمحقق زلمی هېواد مل په دې اړه ليکي: ( پښتو حماسې ځينې خاصې ځانګړنې هم لري، دا ځانګړنې ورته د پښتنو له عامې فرهنګي ورثې ور په برخه شوي دي… زموږ حماسې که  فوکلوري دي يا ليکل شوې منثورې او يا هم منظومې ، د ننواتو، ننګې، پور، شرم، پړې او … کوډونه د حماسي واقعاتو د بيان په ترڅ کې په خپل خپل ځای په داسې ډول پکې استعمالېږي، چې زموږ د ټولنې د عنعني نظام څېره پکې له ورايه ښکاري.) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۰ م)

    د کک او زرينې په حماسه کې هم د پښتنو د کلتور ډېرې برخې ليدای شو، لکه: د ننګ او غيرت، د پخوانۍ دود او دستور سره سم د هومايي شرابو ذکر،د خپل هډ او تن سره نه جګړه، پور او خپله برخه غوښتل، چې په دې حماسه کې د خپلې برخې د ترلاسۍ په پار جګړه هم شوې او د فرهاد پاچا په وژنه منتج شوې او … . 

د کک او زرينې حماسې سبک 

     کله چې موږ د حماسې د ځانګړنو په باب خبرې کوو، موخه مو هغه پرينسيپونه وي، چې په عمومي ډول د حماسو لپاره ټاکل شوي وي، لکه پورته چې يې يادونه وشوه؛ خو کله چې د د حماسي سبک او د هغه د خصوصياتو خبره کوو نو مراد مو د حماسې د افادې طرز او سټايل وي، مانا دا چې د شاعر د حماسي مطلب د اظهار لپاره د حماسي سبک د غوښتنو مطابق سبک څخه استفاده کړې او که نه. دا بحث پر همدغه موضوع راڅرخي او د کک و زرينې حماسه پرې تَلو.

    دا چې د حماسه د اتلوليو ، مېړانې او کارنامو خبرې دي؛ نو د حماسي منظومو د سبک يو خصوصيت همدا دی چې الفاظ به يې هم ډېر پياوړي او درانه وي، د لفظ او مانا دواړو له اړخه. د کک او زرينې حماسې شاعر هم د حماسي سبک له دې خصوصيت سره سم له ډېرو باعظمتو او درنو کلماتو استفاده کړې، که تاسې دا منظومه له پيليزې پيل او په درويشتم سرود پای ته ورسوئ نو پوی به شئ، چې په دې حماسه کې له سره تر پايه له همداسې الفاظو استفاده شوې، چې د حماسي سبک غوښتنه ده. زه يې له بېلګو تېرېږم.

     اغراق او غلو په حماسي سبک کې په پرېمانه کچه ليدل کېږي او د کک او زرينې حماسه دا خصوصيت هم په ښکلي شکل پالي.

     داکتر شميسا د حماسي سبک په خصوصياتو کې ليکي چې: (  حماسي سبک مادي او محسوسه جنبه لري، د دې پر ځای چې د زړورتيا ستاينه وکړي د زړور ستاينه کوي او يا هم انتزاعي مفاهيم په عيني او محسوس شکل توضيح او تشريح کوي.) (شميسا،۱۳۸۷ل،۱۱۰م)

     د کک او زرينې حماسه له دغه خصوصيته مالاماله ده. په منظومه کې لولو:

… خو بل خوا ښامار د ضد کرکې ولاړ دی

خپل زندن کې يې د بند لوري ته بولي

اضطراب د کپچه مار په څېر ترې تاو دی

نيم تياره جهان ته ولاړ شي، که رڼا ته

پټ شي، ورک شي؟ که راووځي دنيا ته؟

         ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۷۲م)

    ( د حماسي تشبېه يا epic simile په نامه په هومري حماسو کې د تشبه يو ډول دی چې مشه به يې اوږد او له يوه بيته تجاوز وکړي او کله کله خو د مشبه او مشبه به پر جزياتو دومره تم شي، چې له اصلي موضوع څخه ليري شي، شاعر څو ځلي مشبه له ګڼو مشبه به ګانو سره ورته کوي.)( شميسا،۱۳۸۷ل،۱۱۵م)

     که د ډاکتر شميسا خبرې رالنډې کړو نو ويلای شو،چې په حماسي سبک کې له جمع تشبېه څخه استفاده کېږي او د حماسې په برخه کې دې ته epic simile يا هم Homeric simile هم وايي.

     د کک او زرينې حماسه د دې خصوصيت څخه هم ښه برخمنه ده.

اوس ورتلل د کک کلا ته، مرګ غوښتل دي

د پړانګ کومي ته د لاس ننه ايستل دي

له زمري سره په غېږه جنګېدل دي

له نهنګ سره توپان کې اوښتل دي

د اورتون په سرو لنبو کې تاوېدل دي

په سکروټو باندې يبلې پښې تلل دي

اژدها پهلوانۍ ته رابلل دي

سر د غره له لويو تيږو جنګول دي

لېونتوب دی، لوی ګړنګ ته ور ترپل دي

کک غوسه دی، کک له ډېره جوشه ډک دی

د زخمي افعي په څېر په ځان تاوېږي

          ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۴۵م)

    (( په حماسو کې د جنګ د ابزارو او آلاتو د تورو، نيزو، زغرو، سپرونو، ډالونو او نورو توصيفي يادونه کېږي او له دې سربېره د جنګونو د ميدانونو او د جنګياليو د صف آرايۍ، د تورو د خرپ، د زغرو د شرنګا او د غشو د شغا وصفونه په کې کېږي.)) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۳ م)

د کک او زرينې حماسه هم له دغسې بيانونو لبرېزه ده. راځئ د منظومې د يويشتم سرود ځينې برخې ولولو:  دا هغه صحنه ده، چې د ساکانو لښکر په فراه کې خپله امادګي نيولې او د پارتيانو لښکر هم ويني چې را روان دی؛ خو کک لا نه دی راغلی.

… اوګزرياڅ په ادب کوز شه ملکې ته:

عمر اوږد شه د ملکې تر ابده

زموږ لښکر پر لوړو سيمو ځای پر ځای دی

د غشمنو مورچې ټينګې دي په غرو کې

سپين لوګی چې د کېږدۍ تر څنګه پاځي

نو توروم به د جګړې د پيل پو کړو… ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۸۷م)

***

د پارتيانو لښکر ناببره تم شو

تر لښکر وړاندې څارګرو خبر ورکړ

مخامخ يې د ساکانو لښکر وليد

د جګړې کېږدۍ يې وليده له ورايه

ناڅاپي يې د فراه دښته کې پام شو

چې ساکانو ورته لاره ده نيولې 

يو منزل دي دوه لښکره سره لرې

اشکاني لښکر د تللو خيال بدل کړ

د سپرو يو لوی لښکر يې کړ راوړاندې 

ناڅاپي يې د وړو غرو خواته مخ کړ

په دې نيت چې له دې لوړو پرې ورتاو شي

د سپرو لښکر چې راغی د غرو بريد ته

ملکې اشاره وکړله اورتون ته

سپاهيانو کاغذي واښه لنبه کړل

تک سپين دود شو د کېږدۍ له اړخه پورته

د توروم لوړې نارې انګازې وکړې

او غشمنو غشي وټومبل ليندۍ کې 

په يوه شېبه کې پورته شغهار شو 

د اسمان خواته زرګونه غشي ولاړل

د پاتيانو د سپرو لښکر په ځغاسته

دساکي لښکر په لوري را روان و

د سهار لمر پړکولې سپينې تورې

چې ناڅاپه له اسمانه باران راغی

د برېښنا په څېر د غشيو توپان راغی

په سلګونو سپاره پرې اېستل اسونو

غشيو وويشتل پارتيان په ځيګرونو 

بل ځل بيا غشمنو غشي په ليندۍ کړې

بيا يې جوړ کړ پر سپرو باران د غشيو

يو څو پاتې ټپي شويو سپرو هی کړل

بېرته شاته د پارتي لښکرو خواته 

اردوان په ننداره و د دې ټولو …( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۸۸م)

    (( د حماسي سبک بله عمده خاصه دا ده چې سوال او ځواب او يو له بل سره خبرې پکې ډېرې راځي. مثلا که موږ د آدم خان او درخانۍ، فتح خان او رابيا او نور حماسي داستانونه وګورو د حماسي داستان د اتلانو او ضد اتلانو ترمنځ سوال او ځواب او پوښتنې ډېرې ليدل کېږي)) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۴ م)

    دا خبرې تر ډېره د وياړ او مفاخرو په بڼه وي او دواړه خواوې غواړي، چې له دې لارې هم يو بل کمزوری کړي او د يوې وسلې په شکل استفاده ترې وکړي؛ خو په کک او زرينه داستان کې د کک او زرينې خبرې او مباحثه بيا د کک د رامولو او په هېواد او هيرمند د ننګ لپاره د استولو په پار کېږي. که په لنډ ډول ووايو د زرينې په خبرو کې د کک د مورال د تقويي او د يو مثبت اقدام لپاره د هغه د هڅونې په خاطر دي نه د روحيې د تضعيف لپاره. د کک او زرينې حماسې له دولسم سرود نه تر شپاړسم ( بشپړ څلور سرودونه) د دې خاصې ښکلې بېلګې دي.

    داکتر شميسا ليکي: (چې په حماسو کې بديعي صنايع ډېرې نه کارول کېږي ځکه چې د حماسي مطلب د بيان او افادې عظمت ته تاوان رسوي خو زياتوي، چې د استعارو ، محسوسو تشبهاتو او کنايو څخه پکې استفاده کېږي)( شميسا، ۱۳۸۷ل،۱۰۹م)هېواد مل صيب هم ده ته ورته خبرې لري : په حماسو کې د کلام ارايش ته ډېره توجه نه کېږي او زياتوي چې د کلام ښکلي کول او په صنايعو پسولل د حماسي مطلب د افادې دروندوالی او عضمت ته صدمه رسوي او د ايجاز څخه استفاده کېږي او له اطناب څخه پرهېز کېږي. (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۲ م) 

    د کک او زرينې په حماسه کې هم ځای ځای له ښکلو استعارو ، مرسل مجاز او کنايو استفاده کېږي او بديعي صنايعو نه تر ډېره کار نه دی اخيستل شوی. راځئ د کک او زرينې په حماسه کې د ښکلو استعارو او کنايو يو څو بېلګې  وګورو: 

د روښانې سترګې ډکې شوې له اوښکو

خو په سترګو د زرينې کې پټ شور و

شين توتي زرين قفس کې کريغه وکړه

د زريني خيالات يې پريشان کړل

         ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۴۰م)

خم نه ووته وږمه د جنتونو 

لکه راشي مېلمنه له جنتونو

 ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۵۷م)

دا لاندې بېلګه يې د مرسل مجاز او استعارې ښکلې بېلګه ده.

ګورز په لاس او خښمېدلی کک ولاړ دی

له غوسې نه رېږدېدلی کک ولاړدی

خو زرينه، څه ارامه څه بېغمه

په ښايسته شونډو نرۍ موسکا ولاړه 

واه! پتنګ ته د لنبې نڅا ولاړه

د غنچې په شان يې ښکلې خولګۍ واکړه

له خوږو شونډو يې شات او ګلاب توی کړل

( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۶۲م)

ويل يې زه خپله ورځمه پهلوان ته

د هيرمند په ننګه ملا د کک تړمه

       ( لېوال، ک۱۳۹۶ل،۴۸م)

    که په لنډ ډول وويل شي، چې د کک او زرينې حماسې سبک ډېر عالي سبک دی. د تصوير سازۍ او منظرکشي برخه يې دومره پياوړې ده چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتېږي که يې هغه بېلګې هم راوړم ؛نو بويه چې ټوله منظومه د بېلګې په شکل راوړم. د کلام  تناسب ډېر ښکلی دی، د حماسې شاعر په دې منظومه کې ځينو لرغونو کلمو، نومونو ( ځای او شخاصو) او اسطورو يادونې هم کړې دي؛ خو پر دې سربېره يې د دغو کلماتو او اسطورو سپړنه او تشريح د منظومې په پای کې کړې ده، د شاعر دا کار د ستاينې دی. د دې حماسې يوه ډېره ښکلې ځانګړنه دا ده، چې اتلان يې نه مري او په خوشحالۍ د بري په سمند سپاره دهيرمند د څپو پر لور يون کوي. ښکلی او زړه راښکونکی پای د دې حماسې ښکلا لا زياته کړې ده.

مناقشه:

     د پښتو ژبې او ادب زدکړيالان بايد د حماسې او حاسي شعر او وياړنې د کارولو په مفهوم وپوهېږي او درې واړه په يوه مانا و نه کاروي. که موږ پر حماسه خبرې کوو؛ نو د حماسي شعر او وياړنې يا مفاخرې سره بايد واضح توپير ولري. ډېری ملګري او فرهنګيان دا درې توکي يو ډول بولي؛ خو خبره داسې نه ده. موږ پر دې توکو خبرې کړي دي او يوه نتيجه مو ترې را ايستلې ده، چې هغه د داستاني روايت شتون دی، مانا دا چې په حماسه کې که د تورې او مېړانې خبرې کېږي؛ کيسه ييز شکل به لري او دا نور بيا دا ځانګړنه نه لري. بله دا چې حماسه هم منظومه وي او هم منثوره .  کک او زرينه مو هم د حماسي اصولو او سبکي خصوصياتو له مخې سپړلې ده او ثابته شوې، چې دا د ساکي پښتنو يوه په زړه پورې حماسه ده.

پايله:  

      حماسه د يو کس، قوم او ملت د مېړانې ،کارنامو  او اتلوليو داستاني بيان دی. د کک او زرينې حماسه هم د پښتني ساکانو د مېړانې او غيرت، د ننګ او هېواد ژغورنې کيسه راته کوي. دا يوه بشپړه حماسه ده او د حماسې هغه اصول، چې ادبپوهانو د يوې حماسې لپاره ټاکلي په دې حماسه پوره تطبيق کېدای شي. که د حماسي سبک په اړه خبره کوو؛ نو دا حماسه هغه خصوصيات هم لري،چې يو حماسي سبک يې بايد ولري که د هرې برخې وړه بېلګه هم وړاندې کوو؛ نو  تکرار کوو او تکرار د لوستونکو د ستومانۍ سبب کېږي.

     په پای کې وايو چې د کک او زرينې منظومه د لېوال صيب په هنرمندو ګوتو ليکل شوې او افغان انسان ته دا ور تزريقوي، چې څنګه د خپلو ملي ارزښتونو ننګه او ساتنه وکړي. د کک او زرينې حماسه دا راته په ډاګه وايي، چې زموږ هېوادوالو د مېلاد څخه مخکې د ملي ارزښتونو د ساتنې او ژغورنې شعور لاره او اوس يې ولې نه لرو!؟ په لنډ ډول وايو چې دا منظومه يو بشپړه حماسه ده او د هېواد د آب او وقار ژغورنې لوست راکوي. لېوال صيب ته د نورو داسې اثارو د پنځولو دعا کوو.

“Kak & Zarina” and Roles of an Epic

Teaching assistant: Muhibullah Torabi

Abstract: What is an Epic? What are the differences between an epic, epic poem, and glory? Is “Kak & Zarina” an epic poem or not? Are those questions which made me to write and research on this topic. These questions have been answered by library research. Epic is a thematic genre in literature which narratively describes the bravery, pride, and victories of a tribe, nation or a special hero. You will learn the differences among the mentioned units in this essay. Besides that you will learn that the “Kak & Zarina” is an epic genre and poem as well. We implement all roles and characteristics of an epic genre on “Kak & Zarina” .As a conclusion to say that we proved that “Kak & Zarina” is completely an epic poem and genre of Pashto literature.

Key words: Epic, Epic poem, Roles and characteristics of an epic, epic style, and “Kak & Zarina”.

ماخذونه:

۱- خوشنوا، عبدالعظيم. (۱۳۸۸ ل). تاملي برحماسه های عرفانی. کابل: اميري خپرندوی ټولنه.۱۵ مخ.

۲- رشيدي، جمشيد. (۱۳۹۵ ل). حماسي ادبيات. کابل: نويسا خپرندويه ټولنه. ۳۱ مخ.

۳- شميسا، ډاکتر سيروس. (۱۳۸۷ ل). انواع ادبی،څلورم چاپ. ايران: ميترا خپرندويه ټولنه.۱۰۹-۲۷۷ مخونه. 

۴- صاحب ارغند،ذبيح الله. (۱۳۹۴ ل). د ګلګميش افسانه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه. ر مخ.

۵- طغيان ساکايي،محمد يونس. (۱۳۹۳ ل). نظم در دری،متون نظم حماسي. کابل: سعيد خپرندويه ټولنه.۲مخ.

۶- لېوال،عبدالغفور. (۱۳۹۶ ل). په ادبياتو کې د اسطورو څېړنه. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست.۴۵ مخ.

۷- لېوال،عبدالغفور. (۱۳۹۶ ل). کک او زرينه. کابل: سروش کتابپلورنځی. ۱۰- ۸۸ مخونه.

۸- هېواد مل، زلمی. (؟ ). حماسه، د ماسترۍ دورې درسي لکچرنوټ. کابل: کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځی، د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه.۲۸- ۴۴ مخونه.    

1 COMMENT

  1. دا حماسه دلومړي ځل له پاره استاد کهزاد په خپلو لیکنوکې یاده کړې ، له هغه راوروسته ارواښاد توروایانا دغه په ځانګړي ادبي اندازکې له یوشمیرنورو اسطورو سره افغاني دنیا ته معرفي کړه ، ښاغلی لیوال ګل ، فقط دپخوانیوالفاظ اوتصاویر له یوې خوا ژوولی ، اوله بلې خوا یی حتی په خپلو اثارو کې دهغو ارواښادو یادونه نه ده کړې خلک فکروکي چې دا به ددغه دځان ساتی فکرکشف وي ، نه ابدآ هم هغه فارسی انځورکړیواسطورو ته ناست دي ، هغه یې پالش کړی دي ، بس
    زرین ګل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب