یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودڅنګه خپل مثبت فکر په ځان کې عادت وګرځوو؟

څنګه خپل مثبت فکر په ځان کې عادت وګرځوو؟

په پښتو لهجو کې د ځينې توريو د تلفظ مسله

وحيد الله بريال

د پښتو هغه توري چې له عربي او فارسي مو راخپل توري دي، اته دي. په دې اتو توريو کې ځينې يې د تلفظ له مخې په ځينو لهجو کې توپير لري.

 «ښ» توری چې په عربي او فارسي کې نه شته. د پښتو په دريو لهجو کې يې تلفظ بېل بېل دی. په لوېديځه لهجه کې دا توری د تلفظ له مخې په مخنی تالوييز، غبرګ ژبيز نومولای شو، ځکه په دې لهجه کې د دې توري په  وينګ کې د ژبي څوکه لږ څه راغبرګيږي او د نرم تالو سره نښلي. څه په سختۍ تلفظ کېږي. دا چې د ژبې څوکه غبرګېږي او د تالو سره نښلي؛ نو په دې اساس ورته غبرګ غږ ويل کېږي. ډېری ګرامرستان يې د ناسم درک په وجه د « ش » د توري د تلفظ سره يو ډول تشرېح کوي. که دقيق شو، توپير يې په اسانۍ کوای شو. د « ش »  توری اورۍ ـ تالوييز غږ دی. د «ش» توري د وينګ په وخت کې د ژبي څوکه د اوريو سره نښلي، د ژبي د سر يو بل اړخ د تالو له يو او بل اړخ سره لږ څه نښلي او غږ توليديږي. که د لوېديځې لهجې کوم ويونکی «ښار» تلفظ کړي، شايد د نورو لهجو ويونکي فکر وکړي، چې «شار» يې تلفظ کړ، خو د ښار او شار په تلفظ کې ښکاره توپير شته.

په منځنۍ لهجه کې د « ښ» توری يو وروستی تالوييز، ناغږن مښلی بېواک غږ دی. ددې توري تلفظ د « ش» او « خ » سره کاملاً توپير لري. دلته د ژبې د منځنۍ برخې يو بل اړخ د تالو د يو بل اړخ سره نښلي او د « ښ » اواز ترې راوځي. لږ په سختي تلفظ کېږي.

  همدارنګه په ختيځه لهجه کې د « ښ » توري تلفظ د « خ »  د توري په شکل دی. هلته که « ښار » تلفظ کېږي، هم «خار» ويل کېږي او که «خار» (اغزی) تلفظ کېږي هم ښار ويل کېږي، خو د ليکلو په وخت کې بيا خار « اغزی» په «خ» او «ښار» په «ښ» ليکل کېږي. ځينې وخت د ناسم درک په وجه تېروتنه رامنځ ته کېږي. د ښار پر ځای خار ليکل شوي وي، يا د خوښ پر ځای ښوښ ليکل شوی وي.

 بله خبره د «ږ» د تلفظ ده. استاد زيار د پښتو پښويه په ۶۵مخ کې ليکي: [ «ږ» په سويل لوېديزه لهجه کې مخنی تالوييز، غبرګژبيز- موښن ناغږن دی.] په دې لهجه کې د «ږ» د وينګ په وخت کې د ژبې څوکه لږ راغبرګېږي، د مخني تالو سره نښلي. د ساهوا جريان د ژبې د يو او بل اړخ نه تېرېږي او د «ږ» غږ ترې راوځي. د نورو لهجو ځينې ويونکې د لوېديځې لهجې په دې تلفظ د « ژ » د غږ ګومان کوي، خو « ژ » د تورې تلفظ بيا  تالوييز غږن، مښن اواز دی. د « ژ » د تلفظ په وخت کې د ژبې څوکه د زيږ تالو سره نښلي، خو نه راغبرګېږي. غږ تارونه سره لږ نږدې کېږي، لږ بنګهار کوي، ځکه ورته تالوييز غږن ويل کېږي.

 په ختيځه لهجه کې د « ږ » توری د وينګ له مخې د « ګ » په څېر تلفظ کېږي، چې کله کله يې په ليکلو کې هم غلط فهمي رامنځ ته کېږي. د بېلګې په توګه مونږ د مونګ په ډول يا لېږل د لېګل په ډول او همداسې نورې وليکل شي.

 په منځنۍ لهجه کې د «ږ» توری « تالوييز، مښلی، بېواک» تلفظ کېږي. يعنې هلته د ژبې وروستۍ برخه د تالو له وروستۍ برخې سره نښلي. د هوا جريان يې تر منځ په سولېدلی تېريږي او د «ږ» اواز ترې راوځي. په دې لهجه کې يې د «ګ» او « ژ » سره ښکاره توپير لېدلای شو.

 د « ښ » او « ږ » نه علاوه، دوه نور توري « څ » او « ځ » هم د پښتو په ځينو لهجو کې په دوه ډوله تلفظ کېږي، چې « څ » د «س» په شکل او «ځ» د «ز» په شکل تلفظوي.

  د « څ » غږ تم مښلی دی، چې د ژبې سر د اوريو سره نښلي او په يو دم بېرته سره جلاکېږي، تر څو د هوا جريان خارج شي. د « س » د وينګ په وخت کې د ژبې سر د اوريو سره نږدې کېږي، خو نښلي نه او د ساه هوا جريان ترې تېريږي. دې اواز ته مښلی واز ويلای شو، خو د « څ » اواز تم مښلی دی. موږ کله کله د « څ » پر ځای د ناسم فهم له مخې « س » ليکو. لکه: څادر په سادر، څلور په سلور او داسې نورو ليکو.

 د « ځ » غږ هم په دوه ډوله تلفظ کېږي، چې اصلي تلفظ يې د ژبې څوکه د اوريو سره نښلي، لومړی د هوا جريان بنديږي او وروسته په مښلې توګه هوا وځي؛ ځکه نو ورته اوريز، تم مښلی وايو. کله کله د « ځ » د وينګ پر ځای «ز» ووايو، چې دا يې ناسم شکل دی. موږ که په ژبه کې « ځ» په «ز» او يا «څ» په « س » تلفظ کړو کومه ستونزه نه پېښوي، خو د ليکلو په وخت کې يې بايد سم وليکو.

 په پښتو ډېرې داسې کلمې شته، چې د اصلي شکل پر ځای يې ناسم شکل ليکل کېږي. مثلاً: ځاله پر زاله، ځلمی پر زلمی او داسې نور ليکو.

3 COMMENTS

  1. سلامونه تاندچلوونکو اولوستونکو خویندو وروڼو،
    ځانګړي سلامونه ورور بریال صاحب ته.
    دپورته څلور تورو د بیلابیل غږونو نه علاوه، ما ډیر وخت د کنړیانو هیوادوالو څخه د توری د په ږوغ اوریدلی دی! بیلګه: کړی دی >> کلی دی!
    د ټ،ډ، او ڼ په تلفظ کښې لکه چې پوهېږئ کوم توپير نشته؛ خو د دري ژبو او یا نورو ژبو هیوادوالو لپاره لږ څه ء ستونزې شته؛ هيله ده د پوهاند صاحب زیار،هوتک صاحب، وکيلي ساب ،عبدالعلي رسولزاده صاحب ا.د.ن. استادانو پر یوې {کره پشتو}آمنا شي.
    په درناوۍ.ډ. حمیدالله زړءه ور صاپی/ بروکسل د تلې یا میزان ۲۰/د محرم الحرام ۱۰=د اُکتوبَر ۱۲ /۲۰۱۶

    • سلام ته مو و علیکم السلام
      ساپی صاحب !
      ستاد خبرې په تاييد رښتیاهم د پښتو په ډېرو لهجو کې ځينې کلمې په بشپړ ډول نه تلفظ کېږي. د کنړ له خلکو سره ماهم لږ وډېره هستوګنه کړې، هغوی د «کړې»کلمه په «کلي » وايي. خو دلته مايواځې د پښتو همدا څلور توري د ويلو له مخې په د پښتو ژبې په دريو لویو لهجو کې څېړلي. که وس مو ورسي، هغه کار به هم وکړو.
      درناوی وحیدالله بریال *کندهار

  2. محترمو پښتنو لیکوالانو او د ژبی متخصصینوته په درنښت!
    یو نوښت چه زما پر پښتو ژبه نه لوریږی هغه دا ده چه ځینی کلمات داسی پښتو کول جه اصل د کلمی تری ورک او یا له اصل سره بی اړیکی پری شی دا راته معقول نه ښکاری مثلا : ځینی وروڼه د معلومات پر ځای مالومات لیکی ( او دیته ورته نوری کلمی) دا کلمه په اصل کی عربی ده او کله چه مالوم تری جوړیږی نو اړیکه یی د معلوم سره پری کیږی او بی معنی شکل نیسی چه دا ډول ابتکارات ، پښتو ژبه ناقصه کوی او دبلی خوا ګوری فارسی ژبه لږ تر لږه ۵۰٪ عربی لری همداسی موږ نشو کولی چه پښتو د عربی ژبی نه بی نیازه کړو ځکه عربی د قرآنکریم ژبه او پایه یی د بشر د سویی نه لوړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب