یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرد فرید باراني او سید جیلاني جلان دوه شعرونه

د فرید باراني او سید جیلاني جلان دوه شعرونه

غزل

لکه زړه، زړه ته نږدې مې يو حسين دى
د وجود جهان مې واړه پرې رنګين دى

تودوي د احساساتو پټې خونې
د واورينې ورځې تک زيړ ماسپښين دى

رانږدې شه چې لباس د جلوو درکړم
له غميو نه مې ډک د زړه خورجين دى

چې دوښمن هم د جانان غوښتنه کړې
ورسره مې لاس هسک کړې په امين دى

د ا له مينې ډک غزل دى د جلان که ؟
زرغون اور په ګلابونو کې راشين دى

سيدجيلاني جلان ، کابل ژوندون راډیو تلویزیون

——————————————

ترخه خندا!

ما د مأیوسو غوغاګانو خاموشي وژني،

هلته چې شپه د یو انسان په ماهیت نه ده پوه

او ستورې لاره درته نه شي ښودای

هلته چې ځې او منزل نه پيژنې

هلته چې ژوند د یوه سوړ توفان مفهوم خپلوي

او طبیعت دې د بې روحه کاڼې بیلګه ګڼي

ته باد ته ګورې او ترخه خندا دې

د کائیناتو په ساړه وجود کې لاره کوي

هرڅه پوهیږي او بیا هیڅ نه وایي

شپه درته وګوري او ماته ملا دې

د خدای په صبر باندې نه غوړوي

چینې دریږي ، د کوترو په کورونو باندې

د خوب څپې خوځیږي

ته باد ته ګورې او ترخه خندا دې

د خدای د تورو شپو وجود لمسوي

بېرته په شا را درومې

ځکه چې ځې او منزل نه پېژنې

او ستورې لاره درته نه شي ښودای.

ما خو ویل،

زما په درد کې لیونتوب جاري دی

زما په وینه کې د هیلو تیارو لاره کړې

ما وخو ویل،

په دې ساړه جهان کې

په دې تنها په دې واړه جهان کې

زه مې د خپل مات شوي زړه له ورکېدو وېرېږم.

فرید باراني

3 COMMENTS

  1. خیر یوسې باراني صاحب، خوند یې وکړ. د جلان صاحب غزل هم ښه و، خو د باراني صاحب اواز ډېر نوی و. که ځوان شاعر وي د دومره ښې شاعري د پیل کېدو مبارکي ورکوم.

  2. مننه شهریار صاحبه ، د شعرونو یو څو نورې نمونې مې د تاند ویبپاڼې د ادبیاتو ـ شعر ـ برخه کې لوستلی شئ . خیر یوسې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب