جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزارزښتونه| احسان الله درمل

ارزښتونه| احسان الله درمل

د ریاضي د معادلاتو متحولات دي، چې له صفر نه تر مثبت او منفي لایتناهي پورې تغیرات قبلوي؛ بتان دي، چې انسان یې د خپلې اړتیا لپاره پخپله تېشه تراشي، که په ژوند کې یې رول مثبت و، تعظیم یې کوي او همدا چې په دې ډرامه کې یې رول پای ته ورسېد، تبر پسې را اخلي؛ زموږ په لاس جوړې شوې سکې دي، پخپله یې چلوو او کوټه کوو.

د بشر په تاریخ کې د خدای (ج) د استازیو او اسماني ادیانو تعدد دې ته اشاره کوي، چې ارزښتونه پر ځای ولاړ او لایغیر نه وي. د ارزښتونو مور و پلار د انسان احتیاجات او اړتیاوې دي. هر څه، چې د انسان اړتیاوو ته مثبت ځواب ویلی شي ارزښت یې بولي او که دا قابلیت یې له لاسه ورکړ، غورځوي یې.

د ادم (ع) په وخت کې، چې د انساني نسل ډېریدو ته اړتیا وه، خور ښځه کېدای شوه، مګر که اوس څوک داسې وکړي، موږ ته به وحشي ترین کس ښکاري. د بشري تاریخ د حافظې کعبه د ارزښتونو د بتانو له ماتو ټوټو ډکه ده، له دې ماتو ټوټو کله، کله نور بتان تراشل شوي، بیا مات شوي او دا سلسله لا هم روانه ده. که انساني اړتیاوې د ارزښتونو د زیږیدو او پیدا کېدو سبب وي، نو ارزښتونه باید متحول وي، ځکه چې د انسان اړتیاوې کله په یوه حال وې؟ دویمه خبره داده، چې د بېلا بېلو تفاوتونو له امله د انسانانو اړتیاوې سره یو شان نه وي، ځکه نو ارزښتونه هم باید متفاوت وي، په نړۍ کې د مشترکو ارزښتونو مثالونه کم لرو، د استاد پسرلي خبره:

په هر سر کې بل خیال وي په هر زړه کې بل هوس

هر څوک له مړزګې تښتي خو کرګس پسې ړندیږي

د لمر په اړه موږ د ملتان او سایبریا د خلکو عقاید نشو یو شان کولی. دا ارزښت د اولو اړتیا نده (ولې نده، خو تر یو حده) او د دویمو ده، ځکه نو لمر د دواړو لپاره مشترک ارزښت نشي کېدای. د زردشتي دین د زوکړې سیمه غرنۍ او یخه وه، نو اور پکې ارزښت دی او هلته چې ګنګا سپېڅلی او اوبه مقدسې دي، د ګرم اقلیم له اغېزو سترګې نه پټیږي.

د ارزښتونو په اړه درېیمه او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې ارزښتونه د ژوند د خدمت لپاره پیدا کېږي، ارزښتونه باید د ژوند په پرمختګ، خوشحالۍ او سوکالۍ کې ونډه واخلي او که دا کار نشي کولی باید د زړو بوټانو او یا زړو جامو په څېر له ژونده ووځي او ځای یې نوي ارزښتونه ونیسي. په بله ژبه ارزښتونه د ژوند لپاره دي، ژوند د ارزښتونو لپاره نه.

په دنیا کې تر ژوند لوی ارزښت نشته، انسان چې تر اوسه پورې هر څومره کارونه کړي، د خپل ژوند د هوساینې لپاره یې کړي او حتی د خپلې ارامۍ لپاره یې د نورو له محوه کولو هم ډډه نده کړې. د ارزښتونو په اړه د تحول نظریه راسره مرسته کوي، چې موږ پخپلو ارزښتونو فکر وکړو، ګټور یې لا وځلوو او بې ګټې یې معاوضه کړو.

په وروسته پاتې ټولنو کې، چې فکرونه زنداني وي او سرونه یوازې د هو په علامه خوځیدو ته جوړ شوي وي، داسې ارزښتونه هم د ژوند په بیه پالل کېږي، چې له ژوند سره په جنګ وي.

د داسې ټولنو یو لوی ارزښت د اسلافو په نقش قدم تګ دی او پلار نیکه تراشلي ارزښتونه لا یغیر دي. خلک هېڅ فکر نه کوي، چې پلار نیکه تراشلي ارزښتونه د هغوی د زمانې لپاره ول او موږ په بېل وخت کې ژوند کوو.

له وخت سره د انسان اړتیاوې او غوښتنې بدلېږي، انسان د خپلو اړتیاوو د تکمیل لپاره نوې هڅې کوي او نوې هڅې ممکن نوي ارزښتونه معرفي کړي. بیدار قومونه د خپل تاریخ او ماضي هغه برخه سرمشق ګرځوي، چې د دوی له ژوند سره مستقیمه اړیکه لري او هغه چې له تېر وخت سره تېر شويدي، په احترام یې له مخې ایسته کوي او معاوضه کوي. موږ پر دې فکر نه کوو، چې د ارزښت د رامنځته کېدو زمینه څه وه، اوس هغه زمینه او اړتیا شته کنه، بس خو تندي دي، چې د پخوانیو بتانو په پښو کې یې سولوو.

موږ ارزښت د ارزښت لپاره پالو د ژوند لپاره نه، یا په بله ژبه چارمغز او پسته له پوښونو سره ددې لپاره خورو چې چارمغز او پسته دي د مغز لپاره یې نه خورو. زموږ چلند حتی له قرآن سره هم د همداسې وچو ارزښتونو په څېر دی. دا یوازې هغه کتاب دی، چې باید ښکل شي، مسافر ترې لاندې تېر شي، په څو پوښونو کې تاو شي، د بل ځمکه او جایداد پرې وګټل شي او رنګا رنګ چاپ شي. مګر له ژوند سره د قرآن په اړیکه نه پوهېږو او یا تر اوسه نه یو خبر، چې د قرآن پیام څنګه د ژوند له هوساینې سره مرسته کوي؟ مولانا روم چې د انساني ارزښتونو لوی مبلغ دی، له قرآن سره د هغه مهال د خلکو د چلند پر وړاندې څه پر ځای عکس العمل ښودلی و:

ما ز قرآن مغز را برداشتیم

پوست را به دیګران ګذاشتیم

موږ چې ریښتوني مفکران او د خیر خلک کم لرو، لا هم په داسې ارزښتونو او افتخاراتو سره وژنو، چې زموږ د ژوند له تحرک او هوساینې سره هېڅ مرسته نکوي، د بیدل خبره:

 محوی فخریم که عار را ماند.

د نړۍ د متحرکو او پرمختللیو ټولنو د پرمختګ راز یوازې او یوازې دا دی، چې له خپلو اړتیاوو سره سم ارزښتونه تراشي او که اړتیاوې یې بدلې شي، ارزښتونه هم ورسره بدلوي، موږ دا کار نشو کولی او چې نه یې شو کولی ولې دې د ولاړو اوبو په څېر بوی وانخلو؟ بیا هم استاد پسرلی:

ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینا هغه دي، چې هم لارې هم رهبر بدلوي
نه زوړ منطق چلېږي یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدولوي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب