جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د نوو کلمو او لفظونو شاعر، فرید باراني | نورګل اندړوال  

د نوو کلمو او لفظونو شاعر، فرید باراني | نورګل اندړوال  

فرید باراني د هیواد یو له هغو ځوانیمرګو شاعرانو څخه دی چې په پښتو او دري ژبو یې خوندوره شاعري کړي او خپل شعر یې له نوو خبرو او ترکيبونو جوړ کړی دى.


باراني داسې یو انسان و چې د شخصیت بېلابېل اړخونه یې د نوموړي له شهادت وروسته په لا ښه توګه را څرګند شوي، په ناستو او ادبي محفلونو کې ورباندې شننې او څېړنې شوي، ادیبانو او پوهانو ورباندې لیکنې کړي.


کله چې د فریدباراني په اړه څېړنه وشي معلومیږي چې شهیدباراني تر شهادت وروسته ستایل شوی ،خلکو یې ادبي هڅې د قدر وړبللي،  په درنه سترګه ورته کتل شوي او په یاد یې هم فزیکي او هم تخیلي اوښکې تویې شوي دي.
فرید باراني د هېواد په پښتو او دري شعر کې هغه مطرح ادبي څېره ده چې نوم به یې د کړو خدمتونو او اثارو له برکته تلپاتې او تازه وي.


د بغلان پوهنتون استاد پوهنمل ګل الرحمن رحماني هم دباراني له مړینې وروسته د هغه په شعر رواني او نوستالوژیکه څېړنه ترسره کړې او  « بې خوبه سیوري » ټولګه یې برابره کړې ده.


په هیواد کې ټولنیزو ستونزو، جګړو او د تیرو څو لسیزو جګړو هېڅه بې اغیزې نه دي پریښي او په هره برخه یې د پام وړ منفي اغیزې کړې دي.


شاعران هم په ټولنه کې یوسي او له دې امر څخه مستثنا نه دي نو ځکه مونږ د ټولو لیکوالانو په لیکنو او د شاعرانو په شعرونو کې روانې اغیزې وینو چې په هیواد او ټولنه کې له شته ستونزو اغیزمن شوي،ترې متاثر شوي او په یو ډول نه په یو ډول یې خپل احساسات بیان کړي خو هغه کسان چې د شعر د روانوالي او نوستالوژۍ په اړه کره او پوره معلومات لري درک کوي چې د یو شمیر شاعرانو په شعرونه څومره رواني او نوستالوژۍ اغیز کړی دی.
فرید باراني هم د هیواد له هغو مخکښو شاعرانو څخه دی چې په افغاني ټولنه کې یې هر ډول ستونزې لیدلي او
فرید باراني خپل خیالات د باران په څېر راورولي او په خپل شعر کې یې ټولو خواوو ته په درنه سترګه کتلي دي او د هیواد ټولې ژبې یې درنې بللي دي ، لکه  دا بیت:

پښتو مې زړه دی او دري مې د زړه سر دی قسم
زه له دې دواړو نه بغیر اوسیدلای نه شم

فرید باراني په ازاد شعر او غزل دواړو کې زړه راښکوونکې او  داسې خبرې کړي چې هرڅوک  په دې فکر کې بیا یې چې وړاندې خو یې دا ډول خبرې نه وې اورېدلې، لکه:

دا سکروټه سوځېدلې زمانه
ما په خپل لاس کې نیولې زمانه

استاد اسدالله غضنفر د فرید باراني په اړه وايي، مونږ په عمل کی وينو چې ډېر لږ شاعران نوې خبرې کوي، د نویو خبرو کول نه یوازې سخته دي، بلکې یو لوی رسک هم ورسره غوټه دی، ځکه نویو خبرو ته اکثره خلک او آن د ادب ماهران ممکن د شک په سترګه وګوري او په اسانه یې منلو ته تیار نه شي.

فرید باراني چې نوې خبرې کولاى شي، دغه رسک ته  یې غاړه ايښې ده لکه دا:


اوس چې بې دینه شومه
اوس چې مې تا کې خپله عقیده ورکه کړه
اوس راته وايي چې له کفر ځنې لاس واخلم
اوس راته وايې چې داروین مه منه
درسته یې همدا ده : عشق یوه بیعه لري

د فرید باراني شاعري د نوو خبرو د دوکان په څېر دی او لوستونکی پکې هغه الفاظ او کلمې لولي چې بل ځای یې لوستلې نه وي او یا یې کمې لوستي خو د باراني شعرونه له دې نوو خبرو مالامال دي، لکه دا:

خپګان اوږه راکړې

بس ته وايې چې د ستر بابا ادم مړی مې

ان له جنت نه په اوږه کوز کړی

سګرټ مې لاس کې مړ شو

پېچلی دود یې لا هم

زما د ستړۍ خاموشۍ له وجې

په توره شپه کې ورک ګوګرد لټوي

نور به تر څو ټپروم لاسونه

پرې مې ږده پرې مې ږده چې غرق ویده شم

یوې سودا او یو قمار لره مې زړه شوی دی

چپه پښتۍ مې په قران خالي ده

ولې دې لاس راته اوږه کې کېښود؟

پرېږده چې خپل د بخت تندی ازمایم


باراني خپل شعر د افغاني ټولنې ستونزو ته ځانګړی کړی او هغه ټکي یې پکې بیان کړي چې د نظم ډېری پنځونکي یې په پنځولو کې یا بریالي کیږي نه او یایې بریالي کوي نه، لکه دا: 

اه!

یاره کیلي رانه د کلپ د ننه ماته شوله

دا پرېشاني به اوس په چا وپلورم

دلته انسان او بازار

دواړه له خامو وروستو خښتو جوړ دي


استاد اجمل ښکلی وايي : د فرید باراني شعرونه ډېر ښکلي دي ، له پیچلتیا سره سره له رومانسه ډک دي او ډېر خوندې جمالیاتي تجربې یې په شعر کې تصویر کړي دي  لکه دا بیتونه یې:

سږکال پروسږکال نه دی
چې مې د کیڼې پښتۍ درد ارام شي
سږکال پروسږ نه دي
چې راسته لاس دې په تندي راکیږدې
او درته ووایم چې ښه یمه نور

لیکوال او ژباړن عصمت الله صالح ویلي(( چې د ارواښاد باراني شعرونه ولوستل، نو د یوې نادرې خوښۍ احساس مې وکړ او د یوازیتوب له کړۍ مې په ناپایه ګڼه – ګوڼه کې پښه کېښوده. دا هوس په دې مانا نه چې ګواکې باراني په غمجنو تورو زمانه غندلې یا يې د خپل سکوت له هرې شېبې سر ټکولی او د یوه درانه خوب په ارمان یې سترغړي پړسېدلي، بلکې د زبردست ازاد نظم په فورم کې، د باراني هره وینا د ژوند له سکونسازه رنګونو مالامال ده او پر موږ د مبارزې هغه خوند څکي چې باید هر انسان پرې ژبه تېره کړي)) . لکه دا:

زمانه ناسته ده تاریخ لیکي
د کمپیوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی
او رسنۍ له رواني تکلیف نه نهشي وتی
تاریخ لا هرڅه لیکي
ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي
حتی زما د برايي ناهیلي
چې مې له ستوني تېر کړل
ټول ګیلاسونه، میخانه او ساقي…
Google د وینو او جګړو له تصویرونو ډک دی
چا لا هم داسې قهرمان ونهموند
چې د ګوګل حافظه وتښتوي
د مجازي نړۍ اروا پاکه کړي
ټول تصویرونه د جګړو ډیلېټ کړي
ټول تاریخ وسوځي
او د بمونو خولو کې وکري
ګلان د مینې

یا لکه دا:

د کمپيوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی
او رسنۍ له رواني تکلیفه نهشي وتی
تاریخ لا هرڅه لیکي
ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب