پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهافغانستان د ورځې تر ۴۰۰ کانتینره پیاز او رومي پاکستان ته صادروي

افغانستان د ورځې تر ۴۰۰ کانتینره پیاز او رومي پاکستان ته صادروي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۷ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، پاکستان له افغانستان څخه د ورځې له درې سوه تر څلور سوه کانتینره تازه سره بانجڼ او پیاز واردوي.

صادق خان نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«افغان کروندګر له دې سوداګرۍ ډېره ګټه ترلاسه کوي ځکه چې سږ کال دوی ډیر حاصل لري.»

که څه هم سږ کال د وچکالۍ له کبله د افغان کروندګرو حاصل د تیرو کلونو په پرتله کم ښودل کېږي او دغه راز د تیرو درو میاشتو سیلونو په ځانګړي ډول فصلونه او باغونه ویجاړ کړل خو د دې لپاره چې سږ کال له هند څخه پاکستان ته د رومي بانجڼو او نورو سبزیو په وارداتو کې خنډونه پېښ شوي، پاکستان مجبوره شوی چې د افغانستان د پیازو او رومي بانجڼو وارداتو ته لار پرانیزي. کنې پاکستان عموماً د افغانستان د میوو د صادراتو په مهال خپلې پولې بندوي چې له کبله یې د افغان سوداګرو ته ډیر مالي تاوان اوړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په وینا، په تېرو کلونو کې د پاکستان سبزیجات زیات و او افغانستان ته به یې صادرول، خو سږ کال د پاکستان د سبزیو حاصل د سیلونو له کبله ویجاړ شوی دی.

ده پاکستان ته د افغانستان د پیازو او رومي صادرات دوه اړخیزه ګټه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول راکړه ورکړه دې تشویق شي.

افغانان وايي چې پاکستان ته د پیازو او رومي بانجڼو د صادراتود زیاتېدو له کبله په کورنیو بازارونو کې د دغو دوو سبزیو بیه لوړه شوې ده.

په تیرو کلونو کې د افغانستان پیاز د هند بازارونو ته صادرېدل.

1 COMMENT

  1. لعنتي کافر خنزیر fukistan فاکستان ولي د افغانستان نورې میولې ولي نه پریږدي سي په تورخم او سپین بولدک کې ورستیږي؟ ولي مڼې او انار ټول خوسا کیږي سي پریږدي یې نه؟ طالب لعنتي د پنجاب غلام او هر څه سي کافر خنزیر پنجابی ورته وایی دوۍ یې کوي. تف لعنت په داسي اسلام. 🤮😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب