جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهجرمني وايي، لسګونه افغانان چې دوی ته یې کار کړی و، مړه...

جرمني وايي، لسګونه افغانان چې دوی ته یې کار کړی و، مړه شوي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۷ مه) د جرمني حکومت وايي، لسګونه افغانانو، چې په افغانستان کې یې دوی ته کار کړی وو او همداراز ځینې نور کسان چې له خطر سره مخامخ وو او ټاکل شوې وه چې له افغانستان څخه وایستل شي، مړه شوي دي.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني دفاع وزارت وویل، ۲۵ افغانان، چې یو وخت د دوی ځايي کارکوونکي وو، اوس مړه دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو له منځه ۱۲ تنه په طبیعي ډول یا په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي. ۶ تنه یې وژل شوي،  خو داسې کومه نخښه نه شته چې دا کسان دې د جرمني د وسله وال ځواک د ملاتړ په خاطر وژل شوي وي.

دا نه ده څرګنده شوې چې د نورو د مړینې سبب څه وو.

اژانس وايي، بیلابیلو وزارتونو د مړو شویو کسانو شمېر متفاوت ښوولی دی. د مثال په توګه د بهرنیو چارووزارت ویلي چې ۶ کارکوونکي یې مړه شوي دي.

د جرمني وروستي پوځیان د ۲۰۲۱ په جون کې له افغانستانه ووتل او طالبانو په اګست کې ټول افغانستان ونیوه.

جرمني د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه د خلکو د ایستلو کې برخه واخیسته او هغه افغانان یې وایستل چې له وسله والو ځواکونو او نورو موسسو سره یې کار کړی و.

د جرمني حکومت ژمنه کړې چې د څه باندې ۳۶ زره تنو، چې د وسله والو ځواکونو غړي وو یا په بل دلیل له خطر سره مخامخ دي د خپلو کورنیو له غړیو سره وباسي.

د هغو کسانو له منځه چې جرمني یې د ایستلو او مرستې ژمنه کړې وه، په درو کې دوې برخې جرمني ته رسول شوي. د شپیګل مجلې د راپور پر اساس اکثره افغانان د پاکستان له لارې جرمني ته لېږدول شوي دي.

د اکثرو کسانو د ایستلو لوی خنډ پاسپورټ دی او د طالبانو حکومت په اسانه چا ته پاسپورت نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب