یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاروپايي استازی: داسې افغانستان غواړو چې بشري حقونه او د هر فرد...

اروپايي استازی: داسې افغانستان غواړو چې بشري حقونه او د هر فرد ازادي پکې خوندي وي

تاند:(یکشنبه، د ميزان ۱۷مه)‏‌ ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن وايي، دوی د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې د ټولو خلکو بشري حقونو او د هر چا فردي ازادۍ ته درناوی پکې موجود وي.

د هغه په وينا، طالبانو تر اوسه د ملي او نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره په خپل حکومت کې د غیر طالبو نارینه او ښځینه څېرو د ګډون لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د ده په وينا، طالبانو تر اوسه کوم اساسي قانون یا سيستم نړۍ ته نه دی معرفي کړی او نړيوال نه پوهیږي چې طالبان په څه اساس په رسميت وپېژني.

 د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.

اروپايي استازي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړیدو له ټینګار سره وویل چې له داسې حکومت څخه یې هدف یوازې دا نه دی چې هزاره، تاجیک او ښځې دې په حکومت کې شاملې شي.

د ده په وينا، له داسې حکومت څخه یې منظور د داسې بهیر رامنځته کیدل دي، چې هر بالغ افغان نارينه او ښځينه پکې د نظر څرګندولو حق او د هېواد د رهبرۍ ټاکلو په ګډون په ټولو پریکړو کې ګډون ولري او بشري او فردي حقونه او ازادۍته یې احترام وشي.

د اروپايي ټولنې استازي په ورته وخت کې له طالبانو سره د خبرو له لارې په تعامل او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب