یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي: د افغانستان د څار لپاره مو بې پیلوټه الوتکو ته...

امریکايي چارواکي: د افغانستان د څار لپاره مو بې پیلوټه الوتکو ته پاکستان لاره راکوي

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۱۷مه)‏‌ ‏د امریکا متحده ایالاتو یوې پخوانۍ چارواکې لیزا کورتیس تاييد کړه،چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته د افغانستان د فضايي څارنې لپاره پاکستان مرسته ورسره کوي.

دغه مېرمنه،چې پخوا د متحده ايالاتو د ملي امنیت شورا مهمه چارواکې وه، دا هم ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې لا هم د پاکستان په مرسته افغانستان څاري او خپلو څارونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مخکې پاکستاني چارواکو په دې برخه کې له امریکا سره د همکارۍ په اړه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي وو.

د طالبانو مشرانو اوس د امریکايي چارواکو د تازه اعتراف په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د استخباراتو د ادارې عمومي رییس قطر ته تللی او هلته ېې د امریکا د استخباراتو له مرستیال سره خبرې کړي.

ګومان کېږي،چې په دې اړه به هم په دې خبرو کې بحث او د نظرونو تبادله شوې وي.

1 COMMENT

  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :
    لا یلدغ المومن من جحر مرتین .
    او کما قال علیه الصلاة والسلام.
    ژباړه : مومن د یوې سوړې څخه یو ځل چیچل کیږي .
    طالبه ! ستا په ایمان کې شک دی، چې هر ځل د همدغه پنجابک لخوا چیچل کیږې، تیر ځل یې هم ستا په سر معامله وکړه، شل کاله یې درباندې خپل افغان ورور وژنه تر سره کړه، هغه دی نن دې بیا په غربیانو خرڅوي !
    طالبه ویانده ذبیح الله منافقه ته بیا هم وایي، چې چا د پاکستان په ضد غږ پورته کړ، او یا یې هم د پنجاب ضد دریځ ونیوو، نو هغه به د ملي خیانت په تور نیول کیږي او له منځه به وړل کیږي.
    هۍ بې غیرتو !!
    پاکستاني دال مو په وجود کې وینه جوړه کړې ده، ګینې افغاني غرور خو دومره سپکاوی او دومره غولیندنه نشي زغملی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب