یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسناتور زلمی زابلی په کلات کې خاورو ته وسپارل شو

سناتور زلمی زابلی په کلات کې خاورو ته وسپارل شو

تاند:(یکشنبه، د ميزان ۱۷مه)‏‌ ‏د پرزول شوي جمهوري نظام د مشرانو جرګې مشهور سناتور ډاکټر زلمی زابلی ومړ.

زابلی د يادې جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر و، او په رسنیو کې له چارواکو سره د ناندريو او تودو بحثونو له کبله ډېر مشهور و.

د هغه د کورنۍ یوه غړي رسنيو ته وویل چې ښاغلی زابلی په کابل کې و او د شنبې د شپې لس نیمې بجې د سږو او بډوډو د ناروغيو له امله مړ شوی دی.

زلمی زابلی د طب جراح او ۶۰ کلن و، چې ویل کیږي له سیاسي فعالیتونو وراخوا یې د زابل خلکو ته ډېر روغتیايي خدمتونه کړي وو. ده یوه موده د کندهار د دوه سوه بستري روغتون د سرطیب په توګه هم کار کړی دی.

د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته یې د کابل په یوه روغتون کې د ډاکتر په توګه کار کاوه.

په تیرو کلونو کې ډاکتر زابلی له څو مرګونو حملو روغ وتلی و. د ۱۹۹۵ په حوت میاشت کې کله چې د سپرلۍ موتر یې د کابل – کندهار پر لویه لار روان و د زابل په شهر صفا کې یې په لاره کې ماین وچاودېده.

يو شمير افغان سیاسي څېرو د نوموړي په مړینه خواشيني ښودلې او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.

4 COMMENTS

  1. تل دنوملرونکی پاتې وي او یاد یې زمونږ په مغزو کې پاتې دی! هیواد پرې ګران وو او حقیقت یې وېلې !!

  2. خدای دې وبخښی ، تکړه شخص ؤ.
    زه چی تر څو میاشتو مخکی پوری د فیسبوک په کارنیوال کی ګرځېدم نو د مرحوم زلمی زابلی پُستونه می مخی را ته راتلل او په مینه می لوستل.

  3. سلامونه،
    الله دې ډاکټر صاحب زلمی زابلی سناتور وبښي او جنات فردوس دې مکان شي.کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر غواړم.
    په رښتیا هم د خلکو او ناروغانو له دردونو خبر او یو زړه سواندی انسان و.
    فکر کوم ، ډیر کار کولو، او وروستنیو سترسسونو به ېې روغتیایی حالت ور خراب کړی وي +- کورونا ممکن!!!

  4. خدای (ج) دی زلمی زایلی صاحب وبخښی او کورنی ته تسلیت غواړم، ډیر ښه انسان وه یو وطن پرست شخصیت وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب